عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانو سازشونه (۱۱)
مکمل غیر سیاسي : یوتاریخې په زړه پورې ناول .
زمونږ دهیواد ګوډ یتمور څوک دې ؟
عثماني امپراطوري او پرخلاف یي د صلیبيانوسازشونه (۱۱)
اوس تاسې ددې تاریخې ناول یولسمه برخه لولئ:
(۱۱)
پرلپسې ***** ۱۹
د شپې تیارې د تورو غارونو څخه را وتلي وې او هر څه او هر شې یې په خپله غیږ کې نیولې د خوب او ویدوکیدو په لور یې ښکلاوه. هر ساه لرونکې دخوب د اغیز لاندې راغلي و ، روحونو د خوب په لور پرواز کړې و او د کائیناتو هر څه د شپې په تیارو کې ډوب شوي و.
علي پاشا د خپل لښکر سره یوځاې د شپې په تیارو کې د یوه نا خلاصیدونکي الوت او خطرناکه څپو په څیر د خپلو جاسو سانو په لار ښوونه د سرویه د پادشاه اسټیفن د لښکر سره د ټکر په خاطر د هغې برخې په لور روان و چې د اسکب په مقام کې یې پړاو کړې و .
دې لښکر ته په ورنژدې کیدو سره جاساسو نو علي پاشا ته د تم کیدو اشاره وکړه او هغه ځایونه یې ورته وښوول چیرې چې د دښمن لښکر پړاو کړې و . علي پاشا د خپلو جاسوسانو سره تر ډیره لرې پورې ولاړ تر څو دددښمن د لښکر د پړاو جایزه واخلي . بیا بیرته خپل لښکر ته راستون شو ، شاید چې په دښمن باندې یې د ضرب د لګولو له پاره کوم پلان تیار کړې وې.
ددې نه وروسته یو انقلاب جوړ شو . علي پاشا په توپانې توګه خپل لښکر ته د وړاندې تللو حکم وکړ بیا یې دشپې ټول زنخیرونو مات او د شعاعو تنابونه یې راښکل او د یو بل شوې اور اوسوزونکې قیامت په څیر یې د آسټیفن د لښکر په هغې برخې یرغل وکړ چې د اسکب د ښار په ځنډو کې یې پړاو کړې و .
دا په داسې حال کې چې د اسکب د ښار په شاوخوا کې پرتو ځواکونو د هیڅ لورې دداسې کوم خطر او ګواښ احساس هم نه کاوه چې پر هغوې به دښمن داسې وینه تویونکې حمله کوی ، دا په دې خاطر چې هغوې د اسټیفن د اصلي لښکر څخه په پوره واټن کې پراته و . او دا ځاې یې ډیر زیات خوندې تصور کاوه. کله چې علي پاشا د شپې په تیاره کې په دښمن باندې شپینۍ وینه تویونکې حمله وکړه نو دې حملې ددښمن د عسکرو حوصلي ټوټې ټوټې کړې . د لښکر ددې نا څاپې حملې له لاسه یي خپل نظم ونسق له لاسه ورکړ . او د شپې په تیاره کې یې خپلې وسلې له ځانه سره واخستې او هلته و دلته و تښتیدل. دلښکر ددې برخې قومندان په ډیره ستونزمنه توګه خپل لښکر را ټولاوه او هڅه یې کوله چې هغوې بیرته منظم کړي . او دعلي پاشا په فوځونو باندې را پریوځي .
خو اوس هغوې ته ډیر ناوخته شوې و، په دې وخت کې علي پاشا د خپلې ناڅاپې حملې په عروج کې و، بریالې شوې و . هغه په خپل دښمن باندې په پوره توګه بریالې و ، هغه د شپې په تیاره کې ددښمن په فوځونو باندې یرغل کاوه او په ډیره چټکۍ سره یې هغوې له منځه وړل ،
د اسټیفن د لښکر دې برخې ډیره هڅه کوله چې په یوه ډول نه یوه ډول د شپې یرغل کونکي بیرته دفع کړی خو په ډیره ناببره توګه د ناکامۍ سره مخ شول . اوبیا په دې وخت کې علي پاشا د ډیر عقل او پوهې څخه کار واخست ځکه چې هغه د هغې لارې څخه یرغل کړې و چې په کومې لورې دښمن غوښتل و تښتې. هغه دشپې په تیاره کې ددښمن د تیښتې ټولې لارې بندې کړې وې .
دلته یې د نیمایې زیات د دښمن لښکر له منځه یوړ ، علي پاشا تر لرې لرې پورې خپل لښکر خپور کړې و تر څو ددښمن عسکر ترې و نه تښتي ، ان تر سهاره پورې یې ددښمن نژدې ټول لښکر ځپلې و . بیا یې د خپلو جاسوسي شبکو له لارې خپلې عسکري ډلې تر اسکب د ښاره پورې خپرې کړې وې ،تر څو دټولو تبلیغاتو مخه و نیسې او ددښمن د لښکر د ماتې دغه خبر د اسټیفن دلښکر دریمې برخې ته و نه رسیږي .
کله چې د اسکب په څنډو کې لمر را وخوت نو علي پاشا د دښمن د عسکرو د مړو نظاره وکړه، د هغوې مړې یې هملته په میدان کې خپاره پریښوول . او دهغوې د پړاو په هر شی باندې یې پخپله قبضه وکړه . بیا یې هغې لورې ته مخه کړه په کومه کې چې د سلطان بایزیدیلدرم څخه جلا شوې و. دهغې وروسته یې تر هغه ځایه پورې وړاندې تګ وکړ چیرې چې د سرویه دپادشا اسټیفن خپل لښکر ته پړاو ورکړې ، بیا یې دهغه پلان له مخې چې دده او سلطان بایزید تر منځ پرې کار شوې و په یوه مناسب ځاې کې سنګر و نیو .
ددې سنګر په وخت کې علي پاشا ته دهغه جاسوسانو خبرورکړې و چې سلطان بایزید او دسرویه پادشاه اسټیفن لښکر ې یو بل ته مخامخ خیمې وهلي دي ، او تر اوسه پورې د هیڅ لورې څخه د جنګ د پیلامې نښې نه تر سترګو کیږي .
*****۲۰
نریوس دخپلې مور بربیسا او دواړو کوچنیانو سره یو ځاې څو ورځی هلته د ریونا به کور کې د دیره کیدو وروسته اوس خپل کور ته تللې وه . یوه ورځ ریونا دهغه پلار رستاک او مور یې کیتهنا د ماسپشین په وخت د خپل کور په کار کې مشغول وول چې درستاک هماغه بدمعاښه او دبدقماښه وریرونه په داسې حال کې انګړ ته را ننوتل چې د آسونو واګي يې په لاسو کې نیولې وې ، هغوې له خپله ځانه سره د هغه کلي اوسیدونکې یوتاش ، چې د ریونا کوژده ورسره شو ې وه ،هم را وړې و . هغوې یوتاش د حویلې دانګړ منځه ته راوست، خپل آسونه یې همدلته و درول . بیا ددې دواړو بدمعاشانو څخه یې یوه د رستاک تر اخور پورې ولاړ او هلته یې د تړلو آسونو څخه پر یوه زین کیښود او را پرانست یې ، هغه یې راوست او دخپلو دوره نورو اسونو تر څنګ یې و دراوه. په دې وخت کې په انګړ کې بلکل چپه چپتیا وه ، هیچا د خبرو کولو هڅه نه کوله.
بیا ددوې دواړو بدمعاشانو ورونو څخه یې یوه رستاک ته وکتل او ورته یې وویل چې :
اې کاکا جانه! زه او ورور مې یوه اونۍ مخته دلته راغلي و او مونږ تا ته ویلي و چې مونږ به یوه اونۍ وروسته بیرته را ستنیږو اوته به پریکړه کوې چې ریونا به زمونږ څخه یوه ته واده کوی و که نه ؟
کاکاجانه! ستا دهغې ورځې په خبرو باندې مونږ ډیر خوشحاله شوي و او مونږ هیله من شوي و چې ته به ریونا زمونږ دواړو څخه یوه ته په واده کولو رضا من شې .
خو ددې ځایه زمونږ د تللو وروسته تا برعکس بله لوبه پیل کړه ، رستاک کاکا! په یاد ساته چې په دې کلې کې زمونږ څه کسان شته ،تا زمونږ دتللو وروسته د ریونا د کوژده شوې یوتاش تر مشرۍ لاندې د ځوانانو د یوې ډلې د تیارولو هڅه کړې وه ، تر څو چې مونږ دواړه ورونه کله چې د ریونا د وړلو په خاطر دلته راشو نو ته دهغوې په واسطه دخپل ځان دفاع وکړې . کاکا جانه ! دا ډیر ذلیل او مجرمانه عمل دې چې تا کړې دې .
ددې خبرو وروسته هغه اوباش تر یوې لمحې پورې چپ شو اوبیا یې وویل : اې کاکا جانه! مونږ ستا د لور کوژده شوې یوتاش هم له ځانه سره راوړې دې . دا یوتاش کله جرأت کولې شې چې د ریونا د وړلو په وخت کې زمونږ د لارې خنډ وګرځي.
بیا یې د یوتاش په لور وکتل ، د رستاک د وریرونو څخه یوه یې ترې و پوښتل : ګوره یوتاشه ! زما کاکا رستاک وایې چې هغه خپله لور ریونا له تاسره کوژده کړې ده . مونږ په دې کې هیڅ شک نه کوو. کوژدن به ضرور شوې وي. خو اوس زه له تا پوښتم چې ایا ته د ریونا سره واده کول غواړې ؟ او که چیرې مونږ همدا اوس او په همدې ګړۍ کې ریونا له ځانه سره په زور بوتلل و غواړو ایا ته ددې همت لرې چې زمونږ په لاره کې خنډ شې ؟
دهغوې ددې پوښتنې په مقابل کې یوتاش په ډیره بیړه د نفې ځواب ورکړ . ددې مطلب داو چې هغه نه غواړې ددې دواړو په مخ کې خنډ پیدا کړي ، د یوتاش ددې عمل څخه نه یواځې ریونا بلکه دهغې پلار رستاک او مور یې هم ډیر پریشانه شول. بیا د رستاک یوه وراره د یوتاش په لور و کتل او ورته یې وویل :
مونږ دواړو ورونو چې ته د خپل کور څخه د کوم مقصد په خاطر را وستې وې هغه مقصد پوره شو ته اوس تللې شې.
ددې سره سم یوتاش په ډیر ډاډمه توګه د دې دواړو ورونو لورې ته وکتل او د هغوې شکر یه یې وکړه اوبیا په یوه تیزه منډه د حویلۍ د انګړ څخه ووت .
دیوتاش دتللو وروسته دهغو دواړو څخه یې یوه یو ځل بیا رستاک ته مخ کړ او ورته یې وویل :
کاکاجانه ! اوس نو ته مونږ ته زمونږ د پوښتنې ځواب را کړه ، مونږ تا ته پخوا ویلي و چې مونږ به یوه اونۍ وروسته را ځو ، خو زمونږ د تللو وروسته چې تا د کلي د ځوانانو څخه دخپل ځان د دفاع له پاره دکومې ډله تیاری غلطي کړې وه نو مونږ به ستا دا غلطي لمړۍ غلطي و ګڼو او سترګې به ترې پټې کړو . خوکه چیرې تا ته یو ځل بیا زمونږ پر خلاف داسې کومه غلطي وکړه او یادې داسې هڅه وکړه نو لکه څنګه مو چې مجدالدین او د هغې مشر ورور اوپلار له منځه یوړل په همدې ډول به ستا ژوند هم درختم کړو . بس اوس ته مونږ ته دا ځواب راکړه چې ایا تا په دې لړ کې د ریونا سره خبرې کړې دې .؟ ااو ایا ته غواړې ریونا زمونږ ددواړو څخه کوم یوه ته واده کړی .؟ او په دې لړ کې دریونا او دهغې دمور اوزمونږ دکاني کیتهنا عکس العمل څه ډول دې ؟
ددې ټول خبرو په جریان کې څومره چې ریونا اندیښمنه وه نو د رستاک په مخ باندې هم د قهر و غضب سکروټي اوښتې را اوښتې ، بیا یې خپلو دواړو وریرونو ته مخ کړ اوورته یې وویل :
زه پوهیږم چې تاسې اوباش او غیر مسؤل ځوانان یاست . که چیرې داسې نه وایې نه هیڅکله به مو هم د عامو خلکو وژل نه کول . په دې کې هیڅ شک نه شته چې ستاسې د تللو وروسته ما د خپل ځان د دفاع له پاره د کلي د ځوانانو څخه یوه ډله د یوتاش په مشرۍ جوړه کړې وه. خو زه نه پوهیدم چې یوتاش به دومره بې زړه او بې غیرته انسان وي ، واورئ ! دفاع دهر انسان خپل حق دې او دا دفاعي ډله ما د یونا په مشورې سره جوړه کړې وه.
واورئ زما د وررو دواړو زامنو ! زه نه له تاسې ویریږم او نه په دې اړه کومه اندیښنه لرم . که چیرې تاسې په دې پوهیږئ چې زه به ستاسې دواړو بدمعاشانو اواوباشانو څخه وویریږم اوخپل فکر به بدل کړم نو دا به ستاسو ډیره ستره غلط فهمي وي . ما په دې لړ کې د ریونا سره هم خبرې کړې دي . ریونا تاسې دواړو څخه نفرت کوي ، او نه غواړې ستاسې ددواړو څخه کوم یو دخپل ژوند ملګرې کړي . په خپله زما او زما د ښځې کیتهنا فکر هم د ریونا څخه مختلف نه دې . زمونږ له آنده ستاسې دواړو څخه یې یو هم داسې نه دې چې زمونږ دلور ریونا د ملګرتوب وړ وي . که ددې نه اخوا بل کوم ځواب غواړئ نوووایاست . ما تاسې ته دخپل زړه خبره وکړه ، اوس به ووینم چې ستاسې عکس العمل څه ډول دې . خو که چیرې په دې هکله تاسې دواړو څخه کوم یو هم د زور څخه کار واخست. نو دا به یاد ساتئ چې یوه نه یوه ورڅ به تاسې خپل دغه زور پښیمانه کړي . اوکیداې شي چې ددې غلطۍ په اساس تاسې ته داسې زیان در ورسیږي چې په ټول ژوند کې به بي تلافي نه شئ کړائ . اوس ووایاست چې تاسې څه ویل غواړئ؟
د خپل کاکا رستاک ددې ګواښ نه وروسته دواړو ورونو په خپلو مینځوکې مشوره وکړه اوبیا یې یوه درې واړه آسونو د حویلۍ نه بیرون کړل او بل یې مخته را واړاندی شو او ریونا یې د لاسه ونیوله او په زور یې له ځانه سره راښکوده . په دې وخت کې رستاک مخته راغې خو هغه خپل کاکا رستاک داسې ټیل واهه چې خوارکې لرې پریوت . ریونا هم په حیرانونکي حالت کې وه . هغه ډیره زیاته هڅه کوله خپل ځان د هغوې له لاسو خلاص کړي ، لیکن توان یې نه درلود. هغه اوباش هغه را ښکودده او بیرون یې یوړه ، دواړه ورونه په خپلو آسونو سپاره شول اوریونا یې په هغه آس سپره کړه چې دهغوې د حویلۍ د اخور څخه یې را پرانستې و. بیا یې د آسونود ځغاستې تر مخه خپل کاکا رستاک ته وویل :
رستاک کاکا ! که په دې لړ کې دې زمونږ پر خلاف د کوم قدم داخستلو هڅه وکړه اویا دې د کلي ځوانان زمونږ پسې وروسته را ولیږل اویا دې په دې لړ کې علي پاشا ته خبر ورکړ نو یاد ساته چې مونږ به نه یواځي ریونا ، بلکه بیرته په راستنیدو سره به تاسې دواړه هم د مرګ کندې کی و ر وغورځوو. او په دې تر تیب به دخپل پلار د جایداد او شتمنیو نه علاوه به ستا جایداد او شتمني هم زمونږ خپله شی.
ددې خبرې سر ه سم دواړو ورونو یوه بل ته وکتل ، او آسونو ته یې لغته ورکړه او ریونا یې هم له ځانه سره لري و ځغلوله .
***** ۲۱
درستاک دواړو وریرونو به لا ریونا دکلي څخه لږه لري وړې وه چې تر مخې یي په تور رنګې آس سپور یو کس راغې ، دوې ته نژدې په رارسیدو سره یې خپله توره بیرون را وویسته او په هوا کې یې پورته کړه ، ډال یې مخته ونیو او په تحکمانه توګه یې دې دواړو ته وویل :
همدلته و دریږئ … په همدې ځای ستاسې هڅې او کوشش پاې ته ورسید. ریونا د آسه راښکته کړئ ، او دخپل انجام انتظار وکړئ.
دې دواړو ورنو وکتل چې هغه سپور چې ددوې په لاره کې ولاړ و هغه په تور رنګ آس باندې سپور و. هغه یوه ډیره نوې ذره په ځان کړې وه . په سر باندې یي فولادې خولۍ په سر ده . مخ یې په تور رنګ نقاب کې پټ و . خو سترګې یې راښکاریدې ، دهغې توره په لمر کې ډیره ښه ځلیده ، دهغې توره ډیره درنده معلومیده او ډهال یې بلکل نوې و .
لمړۍ خو دواړو ورونود دغه نوې لار نیوونکې په لور په ډیر غور سره و کتل ، بیا یې یوه وویل :
اې اجنبي ! مونږ نه پوهیږو چې ته څوک یې او ولي دې زمونږ لاره نیولې ده. شاید چې ته مونږ دواړه ورورنه و نه پیژنې ، په دې خاطر تاته مشوره درکوو چې زمونږ د لارې څخه لرې شه . نو که چیرې د لارې لرې نه شې نو یاد ساته چې خپله د نسب شجره او نوم او الفاظ به هم له یاده وکاږې . که همداسې زمونږ په لار کې ودریږې نو د مرګ په نا لیدلې سفر باندې به روان شې . مونږ هغه خلک یو چې پر خپلو دښمنانو ، پر خپلو مخالفینو باندې د ور پریوتو په چل ښه پوهیږو . که چیرې تا زما په مشوره باندې عمل و نه کړ نو یاد ساته چې بیا مونږ د برق په څیر پر تا نازلیږو .
مخه نیونکې سړې تر ډیره په ډیر غور سره دوې دواړو ته و کتل او بیا د برق په څیر و ګرځید اوپه غور نده اواز سره یې وویل :
د انسانیت قاتلینو ! ما چې ستاسې لاره نیولې هغه مې د یوه مقصد له پاره نیولې ، ما هسې په کوڅو کې ګرځیدونکې انسان مه ګڼئ ، زه د وخت په سینې باندې ستاسې ددواړو ته د بد بختیو جال ګرزیږم . واورئ ، اې انسان د انسان معبود جوړونکو ! واورئ ! تاسې دواړه به په دې غاوره واست چې د خپلې بدمعاشۍ او د خپلې اوباشئ په زور باندې د دروند رستاک لور ریونا په زوره یوسئ اودهغې د ابرو او عزت په تویولو باندې به بریالي شئ . هیڅکله هم نه ، واورئ ! ریونا یو امانت دې او زه د الله یو شکر کونکې عاجز بنده به تاسو دواړه په دې امانت کې خیانت ته پرې نږدم . واورئ د شيانې ځواکونو بړیڅو! اوس که تاسې ریونا هیره هم کړې او ددې ځایه څخه دتیښتې لارې خپله کړئ نو د پیدا کونکې رب په ذات مې سوګند چې زه به تاسې تیښتې ته پرې نه ږدم . په دې خاطر چې تاسې هغه شيطانان یاست چې په ټولنه کې مو فتنه را پیدا کړې ده او فتنه د قتل نه هم بدتره ده . نو په دې خاطر په هغه ځاې چې تاسې ولاړ یاست په همدې ځاې به تاسې دواړو ته سزا درکړم .
په لار کې د ولاړ انسان دغو ګواښونو دا دواړه ورورنه ډیر زیات ناارامه کړل ،بیا یې یوه په ډیره سخته لهجه و غړمبید او ویي ویل :
اې لار کې ولاړ اجنبیه !شاید چې ته زمو نږ د حقیقت څخه خبر نه یې ، مونږ سره ټکر کونکې هیڅکله هم د بریا فکر نه شې کولې ، کله چې زمونو اوستا تر منځ ټکر راشي نو بیا یاد ساته چې مونږ به ستا ټول تدبیرونه او ارادې ټوټې ټوټې کړو او د تقډیر په بدترین عذاب به دې ککړ کړو .
پخوا له دې چې مونږ دواړه ورونه ستا پر خلاف څه وکړو نو د مخ نه دې دا نقاب پورته کړه تر څو مونږ و پوهیږو چې ته څوک یې . خپل نوم اوخپله شجره مونږ ته ووایه ، ترڅومونږ پوه شو چې زمونږ په لار کې خنډ کونکې څوک دې . زمونږ د کاکا د لور ریونا کومک یواځې زمونږ کاکا رستاک او یا دهغې کوژدن شوې یوتاش کولې شي ، او ته نه رستاک یې او نه یوتاش .ووایه څوک یې ؟ تر څو ستا د مړینې دمخه مونږ ه پوه شو چې زمونږ سره ټکر کونکې ، زمونږ په لار کې دریدونکې او ریونا د یوتاش امانت ګڼونکې او بیرته هغه ته ورحواله کونکې شخص څوک دې ؟
دهغوې ددې خبرې سره سم په تور آس سپور خپل نقاب لرې کړ ، هغه علي پاشا و .ددې سره سم یې خپله توره په هوا کې خوزوله او ډهال ته یې حرکت ورکړ او هغوې ته یې یوځل بیا وویل :
وارورئ ابلیسانو ! په لایزال خداې مې سوګند ،چې زه به ستاسې دغه تږې شونډې وچې ژبې او وږي ستونې د تل له پاره و تړم .
علي پاشا د لږځنډ وروسته یو ځل بیا په تندې او تیزې لهجې وویل :
اې بې نومه او بې ننګه انسانانو ! واروئ ! په خپلو زړونو باندې ولیکئ او په همدې ځاې چې تاسې ولاړ یاست نو علي پاشا به تاسې د بې ځانه او بې روحه پاڼو په څیر تر پښو لاندې کړې .
علي پاشا چپ شو ، هلته ریونا چې لږ مخته د یوه ژیړ کا عذ په څیر ګرځیدلې وه د علي پاشا په کتلو سره یې یو دم څیره و غړیده . په دې وخت کې د ریونا په زړه کې یو ناڅا په کوم فکر راغې ، هغې یو دم خپل آس ته لغته ورکړه او دبرق په څیر یې خپل آس و ځغلاوه او دعلي پاشا تر څنګ و دریده . په دې وخت کې دهغو دوه بدمعاشانو څخه یوه یې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ! مونږ ستا په اړه ډیر څه اوریدلې دي ، ته په دې پوهیږې چې ددې تر مخه مونږ ستاپلار ، اودوه ورونه وژلي دي ، ستا دواړه ورونه مونږ له تیغه تیر کړې . او اوس به دلته ستا سر هم قلم کړو . خو واوره علي پاشا! زمونږ په تورو باندې برق لوبې کوي ،زمونږ د ډهالونو په خوزیدو سره د زلزلو اوازونه را پورته کیږی.
علي پاشا ! له ځانه سره یې و لیکه چې : ته به هیڅکله هم زمونږ څخه د خپل پلار او ورونو د بدلې په اخستو کې بریالې نه شئ مونږ ستا ممنون یو چې تا په دې ځاې کې د ریونا د کومک له پاره زمونږ لاره و نیوله . په مسیح سوګند چې مونږ همدا ستا په لټه کې و. او مونږ د ریونا پلار ته هم په دې هکله ویلي و چې د علي پاشا وژل اوس زمونږ یو ستر هدف دې . واوره علي پاشا ! اوس نو په دې زمکو باندې زمونږ د دواړو ورونو په لاسو د وژلو له پاره تیار اوسه .
ددې خبرې سره سم دواړو ورونو یو بل ته په ډیر معنې داره توګه و کتل او تورې یې په هوا کې وخوزولې او په علي پاشا باندې را منډه کړه . په دې وخت کې علي پاشا د ډیرې پوهې او عقل نه کار واخست ، ریونا یې خپل شاته کړه او بیا یې خپل آس ته لغته ورکړه او ددوې په لور راغې .
تر لږه وخته پورې علي پاشا دهغوې کلکه مقابله وکړه ، هغوې دواړه به کله د مخ څخه اوکله کله به د چپ او ښې اړخ څخه یرغل راوست او غوښتل یې چې علي پاشا په خپل مخکې بې وسې او ناتوانه کړي . خو سوکه سوکه دهغوې په څیرو باندې د غم لکیرې را ښکاره شوې ځکه چې هغوې خپلې ټولې هلې ځلې وکړې خو علي پاشا باندې د لاس د پورته کولو وس یې پیدا نه کړ . هغوې په همدې فکر کې و چې د علي پاشا متقابل حمله به په دوې باندې تباه کونکي ثابته شی .
دلږ ساعت پورې علي پاشا د هغوې مقابله او دځانه دفاع وکړه او یو ناڅاپه یې خپل تور رنګی اس ته لغته ورکړه او د ښې لورې یې په یوه ګذار دهغوې دواړو څخه یو پر ځمکه را ویشتلې و .
ددې سره سم یو انقلاب راغې ، علي پاشا هم په یوه ټوب د خپل آسه را ښکته شو ، ددې حال په کتلو سره هغه بل ورور هم له آسه را ښکته شو خو تر دې وخت پورې علي پاشا د توپان په څیر مخته ورغې اوهغه يې چې په زمکه باندې را پرځولې و دهغه سر یي له تنې نه په یوه کلک ګذار باندي جدا کړ. اوس نو دهغې د مقابلې له پاره یواځې یو کس پاته و . ددې بریا په پایلو کې نه یواځې علي پاشا بلکه لرې په آس سپره ولاړه ریونا هم خوشحاله شوه .
هغه پاته اوباش او بدمعاش ځانته اندیښمن او خفه ولاړ پاته شو . دهغه مخ تک زیړ ګرځیدلې و، په دې وخت کې علي پاشا په داسې حال کې چې خپله توره یې په هوا کې خوزوله او ډهال یې مخته نیولې د هغه په لور ور روان شو. اوپه ډیره ګواښنه توګه یې هغه ته وویل :
درستاک وراره واوره ! ستا د ورور کار مې پاې ته ورساوه ،پخوا تاسې زما په مقابل کې دوه واست ،هغه وخت ما هم په پوره میړانه ستاسې مقابله وکړه ، اوس تا وکتل چې ما یوه ستنه له بیخه را پریوستله ، او اوس زما تر مخه یوازې یوه ستنه ولاړه ده او هغه هم په دې وخت کې لړزې اخستې ده . د ګنده او ناولي ذهن انسانه واوره ! زما سره د ټکر له پاره تیار اوسه ، لکه څنګه مې چې ستا د ورور مرۍ پرې کړه په همدې ځاې به پرتا هم زما توره را خلاصه شی او پر زمکه به دې پریکړې را پریباسم .
د علي پاشا دې خبرو د ریونا د کاکا زوې و لړزاوه ،د هغه پر مخ او وجود باندې د ویرې او وحشت خولې را ماتې وې ، د علي پاشا حملو پر هغه باندې داسې وحشت راکیوستې و چې هغه په حملې کولو کې لمړیتوب ونکړ . په خپل ځاې ولاړ پاته شو . علي پاشا ته دا حال ډیر زیات د ډاډ وړ و . په دې وخت کې دعلي پاشا په مخ باندې د خندا نښې راپیدا شوې اوبیا مخته ورغې او ډیره سخته حمله یې پرې وکړه .
د علي پاشا په حملو کې تازه والې ، زور او قوت و چې د رستاک دې وراره په مشکله سره کنترولولاې شو. خو هغه دعلي پاشا په مقابل کې ډیر تم نه شو ، د علي پاشا توره پرې یو ځل را پریوته ،خوهغه په ډال باندې ووهله ، علي پاشا د هغې ډال په ډال باندې وواهه او لرې یې ترې وغورځاوه ، دهغې د ډال د غورځیدو سره سم دعلي پاشا توره دهغې به څټ باندې سپره شوه او دوه ټوټې یې کړ . او په دې تر تیب علي پاشا خپل دواړه دښمنان پر خپل مخکې مړه وکتل .
پرزمکه باندې د کیناستو سره سم علي پاشا خپله توره د یوه په کالیو باندې پاکه کړه او بیرته یې په تیکې کې کیښوده . په دې وخت کې ریونا په عجیب حیرانونکي حالت کې ولاړه وه . هغه د علي پاشا په بریاو باندې ډیره زیاته خوشحاله وه او دهغې مخ دهغې د خوشحالۍ څرګندونه کوله، او دهمدې خوشحالیو په نشې کې هغې را منډه کړه ،مخته راغله او په پوره توان سره یې علي پاشا په غیږ کې و نیوه .
دا حال یوڅو ثانیي همداسې و خو داسې معلومه شوه چې ریونا ته د خپلې غلطۍ احساس شوې وې ، سمدستې یې ځان جدا کړ ، تر یوه وخته پورې یې سر د خجالت نه ټیټ کړې و او بیا يې په نرم او خوږ اواز سره علي پاشا ته ووایل :
علي پاشا ! ستا ډیره مننه . د مصیبت او غم په دې وخت کې ته په یقین سره زما د ازادۍ ، فکري سکون او بدبختي په نیک بختۍ باندې بدلیدونکې و ګرزیدې . علي پاشا ! تا زه د ګناهونو میوه ، د ننګ او عار پیداوار ،او د غرض دزندیو نه خلاصه کړم زما جسم دې د ککړتیاو څخه خوندې کړ او زما روح دې پاک وساته .
ریونا لږ ځنډ وکړ او بیایې علي پاشا ته وویل : علي پاشا ! دلته زمونږ دریدل او په دې ډول خبرې کول ښه نه ښکاري ، له ماسره کورته ولاړه شه ، هلته د کیناستو وروسته زه له تانه ډیرې پوښتنې کول غواړم. ته څرنګه دلته راورسیدې ؟ تا ته چا وویل ؟ څنګه خبر در ورسید چې دا وحشیان ما له ځانه سره په زور وړي ؟ تا ته څنګه دا معلوما ت وشو چې په دې وخت کې دلته را ورسیږی او زما سره کومک وکړې ؟ له ماسره ولاړ شه ، زما په ذهن کې ډیر زیاتې پوښتنې دې چې زه غواړم هغوې ته ځواب پیدا کړم .
د ریونا ددې خبرو په ځواب کې علي پاشا لږ څه فکر وکړ ، تر لږ وخته پورې یې سر ښکته و اوبیا یې ریونا ته وویل :
ریونا ستا کلې هغه دې ددې ځایه اوچت ښکاریږي ، ډیر نژدې دې ستا دکلي خلک په خپلو زمکو کې ښکاري چې خپل خپل کارونه کوي ، ته خپل کور ته ولاړه شه اوس تاته هیڅ ګواښ نه شته . هغه وحشیان چې ستا د عزت په فکر کې وو هغوې له منځه ولاړ ل. اوس نو ته خپل کور ته ولاړه شه. دا چې ته زما په بریا اوکامیابيو باندې خوشحاله یې او یو ناڅاپه دې رامنډه کړه او زه دې په غیږ کې و نیولم ، دا لحظه او دا ساعت همدلته هیر کړه . ځکه چې ستا کوژدن شوې ده . ته د یو چا غوښتنه یې ،او د یو چا امانت یې . ریونا ! ورځه خپل کور ته ولاړه شه . ستا مور او ستا پلار په ډیره نا قرارۍ سره ستا انتظار کوي . هغوې به ډیر زیات پریشانه او غم ځپلې وي نو کله چې ته بیرته هغوې ته ورستنه شې نو دهغوې په خوشحالیو او ډاډ کې به ډیر زیات زیاتوالې راشي . ولاړه شه او هغوې ته ووایه چې تاسې خلکو سره دښمنې کونکو ته له ځانه سره پورته کړې او یوړی یې . خو هغه خلک چې ستا سې ساتنه ، ستاسې د شرافت او عزت ساتونکي دي هغوې ته په پوره حفاظت سره دهغوې څخه خلاصه کړې ، ورځه کور ته ، ورځه ! زه اوس له دې ځایه بیرته خپل لښکر ته ورځم . ځکه چې له ماسره وخت نه شته ، ما ډیر لږ وخت ستا د خلاصون په خاطر پیدا کړې و او دلته راغلم .ته ولاړه شه ، په خپل آس سپره شه ، او ددواړو مړو آسونه له ځانه سره کلي ته یوسه ، زه په خپل آس سپریږم او دخپل لښکر په لور ورځم .زما لښکر ددې ځایه څو میله لرې دې .
د علي پاشا په دې خبرو ریونا ډیره خفه ، اندیښمنه او ورانه ویجاړه شوه . تر لږ ساعته پر خپل ځاې ولاړه وه بیا سوکه سوکه په بندو قدمونو سر ښکته او پریشانه لږ څه مخته ولاړه او بلکل د علي پاشا تر څنګ و دریده. خو علي پاشا ترې څو قدمه وروسته ولاړ . هغه په دې فکر کې شو چې هسې نه چې یو ځل بیا ریونا ترې غیږه چاپیره کړي. ریونا چې دا حال وکوت نو سوکه سوکه یې په څیرې باندې مسکا را پیدا شوه . خو ژر بیرته متوجه شوه .علي پاشا ته نژدې را غله خپل دواړه لاسونه یې ورته جوړه کړل او په پوره عذر او زارۍ سره یې ورته وویل :
علي پاشا ! د خداې له پاره هغه څه چې مې وویل همغسې وکړه . انکار مه کوه ، زما سره تر کوره پورې ولاړ شه. زه له تاسره وعده کوم چې زه به تا ډیر وخت معطل نه کړم . زه تا ته داخبره هم کول غواړم چې زه اوس د هیچا امانت نه یم ، د خداې له پاره له ماسره تر کوره پورې ولاړ شه . یوازې څو لحظې هلته تم شه ، زما خبره و منه او یوازې یو ځل له ماسره زما تر کوره پورې له ماسره ولاړ شه . هلته ستا له ماسره تګ زما د ژوند اومرګ سوال دې ، زه هیله لرم چې ته به ما نا هیلې نه کړې .
د ریونا دې خبرو علي پاشا ویلې کړې و . د لږڅه وخت له پاره یې ریونا ته وکتل . ریونا دهغه سترګو ته و نه شوکتلاې نوسمدستې یې خپلې سترګې ښکته کړې ، بیا علي پاشا ورته وویلې :
ریونا ! که ته ضد کوې نو زه له تا سره تللو ته تیار یم . ورځه اوپه خپل آس سپره شه .
د علي پاشا دې خبرې د ریونا په څیرې باندې د دنیا ټولې نڅاوې را یوځاې کړې ، اوبیا یې په یوه منډه به خپل آس ور خیز کړ او پرې سپره شوه، علي پاشا هم په خپل آس سپور شو او د مړو شوو کسانو دواړه آسونه یې د واګو څخه نیولې د کلي په لور روان شول .
دلږځنډ ووسته علی پاشا د ریونا سره ی ځاې د هغې کورته ورننوت ، کله چې هغه دحویلۍ انګړ ته راغې او دخپله آسه ښکته شو نو هغه حیران پاته شو ،ځکه چې هغه وکتل چې هلته په انګړ کې ورته د ریونا پلار رستاک ، دهغې مور کیتهنا نه علاوه د هغه خور نریوس ، دهغې مور پربیسا ، زامن یې هریو کندام او خیسار هم ولاړ و . د ریونا له پاره هم دا حالات د تعجب اوحیرانتیا وړ و . خو بیا هم هغې د ټولو تر مخه منډه کړه او دخپلې مور سره غاړي وتله ، بیا د نریوس سره او د هغې وروسته یې دخپل پلار سره روغبړ وکړ ، دهغې پلار هغه دخپله ځانه سره په غیږ کې و نیوله او مینه یې ورسره وکړه. او بیایې په ډیره خوشحالۍ سره ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
ریونا ! دا زما خوش قمستي ده چې ستاد ساتنې او ستا خوندیتوب له پاره علي پاشا دلته را ورسید . لورجانې ! دا د علي پاشا پر مونږ باندې احسان دې چې ته یې هلته د یوې اونۍ له پاره د ځانه سره ډیره درنه میلمنه و ساتلې ، او بیا یې په ډیر درنښت سره دلته کور ته را ورسولې ، او اوس پر مونږ دهغه تر ټولو لوې او ډیر احسان دې چې هغه زما د خپلو خپلوانو په لاسو ته د رسوایې او د بې ابرو کیدو څخه خوندی کړې. ټولو وکتل چې علي پاشا لا تر اوسه په انګړ کې د خپلو اسوونو وواګي په لاس ولاړدې . هغه په داسې حال کې په دریدلو او لیدلو سره ریونا د غم په اور کې ویلې شوې وه . بیا هغه علي پاشا ته را نژدې شوه . او په خپل خوږ اوازا سره یې هغه ته وویلې :
علي پاشا ! دا په تا څه وشول ؟ ته خو د پردیو په څیر د انګړ په منځ کې ولاړ یې ؟ دهغې په دې خبره علي پاشا په دروند اوازا وویل : زما مقصد ستا تر کوره پورې ستا را رسول و. اوس زه بیرته تر خپل لښکر پورې ورځم .ما تاته پخوا هم ویلي و چې زه ډیر په بیړه او عجله کي یم .
علي پاشا همدومره وویل ،خودهغې د وینا سره سم ټول دهغې لورې ته راغلل ، ترټولوو دمخه رستاک دعلي پاشا څخه غیږه چاپیره کړه اوهغه ته یې په ډیره مینه او شفقت سره وویل :
علي پاشا ززویه ! ته زمونږ د ویني سره د شپې دتیارو د عزت اوووقارد نور په څیر مخته راغلی يې . زما زویه! زما د حویلۍ په دغه انګړکې ته زمونږ لپاره د امن او خوندیتوب نښه راغلی یې. علی پاشا ! زما محسنه ! تا مونږ ته د غرض د بندګانو څخه نجات راکړ ، په داسې حال کې چې زما خپلو وریرونو غوښتل زمونږ د نفس پاکې آینې دې د نا امیدۍ، ویرې او تریخوالي نه ډکې وي ، زه ستا ممنون یم چې تا دخپلې بهادرۍ په اسا س مونږ ته ددې اندیښنې نه نجات را کړ.
زویه ! ریونا سهي خبره کوي ، دا کور همستا دې او ته ددې کور له پاره پردې نه یې . ته ولې د پردیو په څیر په انګړ کې ولاړ یې ؟ زه پوهیږم چې ته بیرته تللو ته بې قراره یې . خو زما زویه ! لږڅه زمونږه سره کینه اوبیا خپل لورې ته ولاړ شه . په مسیح سوګند چې اوس به ستا بیلتون زمونږ له پاره ډیر تریخ وي ؟
درستاک ددې خبرو وروسته ریونا په ناست اواز باندې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ! ما تا ته ډیر عذر او زارۍ کړې وې چې ته د لږ وخت له پاره زمونږ کور ته له ماسره ولاړ شه .ځکه دلته زه له تا څخه څو پوښتنې لرم .
علي پاشا یو ځل بیا ریونا ته وکتل او ورته یې وویل : ریونا واوره ! هغه څه چې ته له ماڅخه پوښتل غواړې نو ستا د هغې ټولو پوښتنو ځوابونه نریوس په ډیره ښه او احسنه توګه درکولې شي . هغه پوهیږي چې زه څنګه ، اوکله ستا کومک ته را ورسیدم . اوس نو ماته اجازه راکړه چې پر ما ناوخته کیږي .
دعلي پاشا په دې غوڅو خبرو باندې ریونا ډیره غمګینه شوه . خپل پلار ته یې شا کړه او یو ځل بیا یې خپل لاسونه سره جوړه کړه او په سلګۍ کونکې اواز سره یې وویل : ته خو لږ کینه بیا ځه ! د ریونا په دې غوښتنه د علي پاشا په څیره کې مسکا را پیدا شوه . دخپل اس واګۍ یې پريښودې او د میلمستون په لور روان شو . تر څنګ یې رستاک، کیتهنا ، نریوس ، پربیسا ، کندام او خیسار ټول ورسره یو ځاې ولاړل. خو ریونا ټول آسونه د واګو څخه و نیول او تر اخوره پورې یې یوړل . بیا هغه هم میلمستون ته راغله ، دهغې تر راتلو پورې په میلمستون کې چپه چپتیا وه . بیا نو ریونا دخبرو پیل وکړ او علي پاشا ته یې وویل :
زما محسنه ، علي پاشا ! تر ټولو لمړۍ دا را ته ووایه چې ته خو د خپل لښکر سره ددې ځایه ډیر لرې پړاو کې پروت یې ، نو ته څنګه پوه شوې چې یو څوک پر مونږ باندې تیرې کونکې دې ؟ اوبیا څه ډول تا زما سره د زیاتي کونکو لاره و نیوله ؟ او هلته بیا زه څومره احمقه وم چې تر اوسه پورې ما خپل مور او پلار ته دا نه دې ویلې چې زما هغه د کاکا زامنو چې زه یې په زور له ځانه سره وړلم نوعلي پاشا دهغوې دواړو مرۍ ورغوڅې کړې دي .
دریونا د خبرو په ځواب کې رستاک په خندا سره وویل :
ریونا لورې ! که تا مونږ ته داخبره نه واې کړې هم ، مونږ په دې پوه شوی و ، په دې خاطر چې د علي پاشا له تاسره دا ډول راتلل او دوه زیاتې آسونه له ځانه سره راوړل دا څرګندوي چې هغه د هغوې دوواړو بدمعاشانو اوباشانو ژوند ور ختم کړي دي .
د رستاک د چپ کیدو سمدستي وروسته علي پاشا د ریونا په لور وکتل او ویې ویل :
ریونا ! تا چې کومه پوښتنه له مانه کړې دهغې ځواب به زما خور نریوس تا ته ووایې.
د علي پاشا ددې خبرې په ځواب کې ریونا په پوښتنه کونکې توګه نریوس ته وکتل ، خو نریوس دهغې په مطلب پوه شوې وه ، بیا نو نریوس ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل .
ریونا خورجانې ! ما علي پاشا ستا دکومک او ساتنې له پاره را غوښتې و . او هغه داسې چې کله چې یوه اونۍ مخته ستا دکاکا زامن دلته راغلل او ستا پلار ته یې یوه اونۍ وخت او ګواښ وکړ نو زه په همغه وخت کې دې ته خبرې ته متوجه شوې و م. شاید ماتا ته پخوا دا خبره نه وه کړې چې دعلي پاشا د لښکر چې کوم مخبران دې دهغوې یوڅوکسو ته علي پاشا زمونږ د خوندي ساتنې د نده هم ورسپارلې ده او ورته یې حکم کړې دې چې کله هم کوم یو ددې سیمو څخه تیریږي نو زمونو د خیریت احوال دې خامخا واخلي . په کومه ورځ چې ستا دکاکا زامنو ګوښ وکړ او ولاړل نو دعلي پاشا یو مخبر هلته کورته راغلي و ما دهغې په لاس علي پاشا ته دا ټول داستان ور ولیږه ، او علي پاشا دهمغې اطلاع پواسطه بیګاه شپه دلته راغې . هغه هملته زمونږ په ځاې کې پاته شو ما تاسو ته دهغه د راتلو په هکله خبر در نه کړ ، ما غوښتل تاسې په حیرانتیا کې وا چوم . بیا نن سهار وختي زه اوعلي پاشا دواړه خور اوورور را ووتو ، کله چې ستا دکاکا زامن دلته راغلل نو ما علي پاشا ته دهغوې مخونه او قوارې ور وښودې . دهغې وروسته مونږ خور او ورور د هغه ځایه څنګ ته شو.
پرلپسې لري …