کور / تازه خبرونه / کندوز:طالب وياندقاري ذبيح الله مجاهد په دري چاودونوکې ١٤ بهرنې سرتيرې مووژلي دي.

کندوز:طالب وياندقاري ذبيح الله مجاهد په دري چاودونوکې ١٤ بهرنې سرتيرې مووژلي دي.

دوسلوالوطالبانو وياند قاري ذبيح الله مجاهد وايي: چې نن څلوربجې دکندوزدګورتيپې اوباغ شرکت په سېمه کې په دريوبيلابيلوچاودونوکې چې دبهرنيو سرتيروپه پلې ګزمه سرته رسيدلې ١٤ بهرنې سرتيرې وژلې اويوټانک ئي ويجاړکړيدي . خوله بلې خوا دکندوزامنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې دطالب وياند دغه ادعاوې بې اساسه وګڼلې اوزياته يي کړه چې دافغان دولت ځواکونو دطالبانوسره په مخامخ جګړه کې دطالبانو ديومشرشفيع الله په نامه درې تنه وژلې اوپنځه ئي ټپيان کړيدي .سربيره پردي وتن ځايي اوسيدونکې چې نه يي غوښتل نوم ئي واخيستل شئ وويل چې نوموړي په سېمه کې دچاودنو شاهد وواودوه مړې يي په خپلوسترګو ليدلي وو خوهغه داهم وويل چې دپوليسوله لورې ورته ويل شوي ووچې دغه چاودنې دوې کړيدئ .