کور / تازه خبرونه / په کندهار کې به داوړو بيي راټيتي شي

په کندهار کې به داوړو بيي راټيتي شي

دکندهار تجارانو او ځايي چارواکو شريکه پرېکړه کړې چې په ښار کې به په بېلا بېلو برخو کې نان باياني جوړوي او او دانان باياني به غريبو خلکوته په نيمه بيه ډوډۍ ورکوي . داپرېکړه ديوې غونډي پر مهال وشوه او دسوداګرۍ دخوني مشر عبدارازق دغونډي پر مهال وويل چې په دې وروستيو کې مندهار ته لږ ترلږه دوه زره ټنه خوراکي غنم راوړل کېږي چې داکار به داوړو پر نرخ ښه اغېزه ولري دااوړه دترکمنستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي او تر دې وړاندي پاکستان هم افغانستان ته اوړه وروکول خو اوس په پاکستان کې هم داوړو کاختي ده او افغانستان ته يې داوړو پر وړلو بنديز لګولى دى .