کور / تازه خبرونه / افغان چارواکو دسختي جګړېخبرورکړ

افغان چارواکو دسختي جګړېخبرورکړ

دزابل ولايت په مېزانه ولسوالي کې دوسله والو طالبانو اوافغان امنيتي ساتونکو ترميانځ په يوه وسله واله نښته کې دچارواکو په وينا 3 وسله وال طالبان وژل شوي او 4 نور ټپيان دي . جګړه دزابل دمېزاني ولسوالي په شيکان سيمه کې شوې ده . دمېزاني ولسوال محمد يونس اندزاده لراوبر ويپاڼي ته وويل چې نړۍ والو ځواکونو افغان پوځ او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى خو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دولسوال په وينا حکومت او نړۍ والو ځواکونو ته دطالبانو دشتون خبر وو چې عمليات ورباندي وشول . بل لوري ته په زابل کې دطالبانو يوه لوړ پوړي قومتندان وويل چې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې يوازي او يوازي جګړه شوې خو ده بيا دنړۍ والو ځواکونو او افغان امنيتي ساتونکو دمرګ ژوبلي خبر ورکړ.