کور / تازه خبرونه / له ننگرهارڅخه ديوه لوړ پوړي امريکايي چارواکې ليدنه

له ننگرهارڅخه ديوه لوړ پوړي امريکايي چارواکې ليدنه

دائتلاف په چوکاټ کې دامريکايې ځواکونو عمومي قومندان ويليم فاول  له ننگرهارولايت څخه ليدنه وکړه .
دامريکايي ځواکونو دغه لوړپوړي چارواکې  نن سهار لمړي د ننگرهارله والي گل اغا شيرزي او ورپسي  دولايتي شوراي ديو شمير غړو سره  خبري وکړي .
جنرال ويليم فاول په يوه خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل  چي افغانستان په ځانگړي ډول په ننگرها ولايت کي ځني کارونه شوي  خو دډيرو کارونو دتر سره کيدو اړ تيا ده .
 دي وايي موږ او افغان چارواکي په گډه کارکوو تر څو  په دغه هيواد کې شته ستونز له منځه لاړي شي .
نوموړې همداراز وويل چي  په افغانستان کې دامنيت دټينگښت په موخه يي پرون دپاکستانيې چارواکو سره هم خبري کړي ،
دده په وينا په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دپاکستان مرستي ډيري اړيني دي .
 دامريکايي ځواکونو دغه لوړ پوړي غړي په داسي حال کي دافغانستان څخه ليدنه کوي  چي دراتلونکي کال لپاره ددولت دمخاليفينو د ځپلو لپاره دغه هيواد دڅه باندي دريو زرو تازه دمو سرتيرودراتگ سره موافقه کړي .