کور / تازه خبرونه / پاکستاني وزير نوي افغان سيال ته مبارکي ورکړه

پاکستاني وزير نوي افغان سيال ته مبارکي ورکړه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان د بهرنيو چارو نوي وزير ډاکټر زلمي رسول ته مبارکي ورکړې او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو هيله ورته څرګنده کړې ده.
شاه محمود قريشي هيله ښودلې چي د ډاکټر زلمي رسول د ماموريت پر مهال به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضاء نوره هم ټينګه او د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ به همکارۍ نوري هم زياتي سي.
ډاکټر زلمى رسول چي دمخه د ملي امنيت په چارو کي د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وو، پرون يې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په حيث له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړه.