کور / تازه خبرونه / د امريکا درو ولسمشرانو د هايټي سره مرسته پيل کړه

د امريکا درو ولسمشرانو د هايټي سره مرسته پيل کړه

د امريکا برحال ولسمشر باراک اوباما وايي د هايټي د زلزلې له قربانيانو سره به امريکا د خپلو بېسارو مرستو لړۍ پيل کړي.
ولسمشر باراک اوباما پرون په سپينه ماڼۍ کي يوه خبري کنفرانس ته راڅرګند سو او د دې نوي پروګرام د پيلولو خبر يې ورکړ.
ولسمشر اوباما له دوو پخوانيو ولسمشرانو جارج واکر بوش او بل کلنټن څخه وغوښتله چي له امريکايي عوامو څخه د راټولېدونکو مرستو د لړۍ څارنه وکړي.
ولسمشر اوباما ويلي له دې کاره يې موخه نړۍ ته د امريکا د يووالي څرګندول او نړۍ ته دا ښودل چي امريکا هر راز بشري مرستو ته تياره ده.
بلي خواته پخواني ولسمشر جارج واکر بوش پر امريکايانو ږغ کړئ، چي پر خوراکي توکو، کاليو او لوښو سربېره د هايټي له زيانمنو خلګو سره د نقدو پيسو مرسته هم وکړي.