په هرات کی پنځه حکومتی کسان ووژل سول
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن ( یکشنبه ) طالبانو د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالي کی د یو کمین په ترڅ کی پر هغه کاروان ناببره سخته حمله وکړه چی حکومتی کسان پکښی سپاره وو . په دې حمله کی ولسوال ، جنایی آمر ، یو بل کارمند ، یو باډي ګارډ او دوه پولیس ځای پر ځای ووژل سول او طالبان ولاړل .