کور / شعر / د غرور زولنې

د غرور زولنې

موږ د مست خمار په غيــــــــــــږ كي ولوېدو
مــــــــــــــــــــــوږ ته مو نصيب کی تيارې ملي دي

موږ ياغي موجونـــــــــــــــــــــــــــــو زېږولي يو
موږ تــــــــــــــــــــــــــه د وختو توپان ويلي دي

موږ به په محفل كي د جــــــــــــــــــــــامونويو
څيـــــــــــــــــــــــــري به پردې كړو دحيا په نوم

وېښ به كوثـــــــــــــــــــــــــــــرونه شرابونه كړو
ماتي به توبې كړو د تـــــــــــــــــــــــــقوا په نوم

حـــــــــــــــــــــــــــسن به بادېږي خرابات به وي
شور دزولنوبـــــــــــــــــــــــــه وي شرنګېږي به

موږ به سوركۍ شونډي څنــــــــګه وزبېښو
ويــــــــــــــــــــــــــني به بهېږي چيښل كېږي به

پاته به كيسې سي د آزل ســـــــــــــــــــــــــــــــره
هېري به ســــــــــــــــــــــجدې د محر ابونو سي

هېر بــــــــــــــــــــه مو دوږخ سي د وصال سره
شرنګ به په رباب كــــــــــــــــي د تارونو سي

مــــــــــــــــــــــوږ به غرغړې وهو مستان به يو
ړنګ به ددښمن سره فــــــــــــــــــــــكرونه وي

بل به مو ا ورونه وي په كليو كي
ډك به مو سيندونه له موجونو وي