کور / د ډيورنډ کرښه / د فخرافغان ياد

د فخرافغان ياد

ليکنه: غلام محمد زرملوال

“زما جنازې ته مه راځئ، زما پيغام د ولسونو په منځ کې خپور کړئ” باچاخان

د افغان د ازادۍ د لارې لوى خدمتګار، فخر افغان باچاخان چې په اسيا او نيمه وچه کې د برتانوي ښکېلاک او د هغه د لاسپوڅو، پنجابي راجه-جرنيلانو او بيروکراسي هوډمن دښمن و، د ١٩٨٨ کال د جنورۍ پر ٢٠ نېټه له دې نيمه خوا نړۍ څخه سترګې پټې کړې. له ځان د افغان ملي سمون او پرتم ستر ارمان يې له ځانه سره يووړ. د لوى افغان او د هند دنيمې وچې ولسونو د دوى د ازادۍ دې ستر سالار او د ګرد بشريت د خدمتګار په مړينه خواشيني او ويرجن شول.
د افغان د ستر کهول نوميالى زوى او خدمتګار او د ايشيا د لويې وچې پېژندل شوى شخصيت، باچاخان په ١٨٩٠ کال پېښور ته نږدې د اتمانزو په کلي کې زېږېدلى و. د خپل اوږده پتمن ژوند ٧٥ کلونه يې د پرنګي امپيرياليزم او بيا د هغه د لاسپوڅو پنجابي واکدارانو د فجايعو او استبداد پر ضد د خپل کام او ولس د ازادۍ لپاره په مبارزه کې تېر کړي وو.
باچاخان په خپل کتاب [زما ژوند او مبارزه] کې وايي چې د پېښور چوڼۍ ته لاړ چې له خپل يوه دوست سره وګوري او په پوځي خدمت کې د ځان د شاملولو په هکله خوښه ورسره وکړي. کله چې يې له هغه دوست سره د تاڼې مخ ته خبرې کولې نو يوه انګرېز پوځي د باچاخان دوست ته، چې لوڅ سر ولاړ او ويښتان يې اړولي وو، په سپکه خوله وويل چې ته هم، خان صاحب، اوس غواړې چې له انګرېزانو سره برابر وې!!، يانې دا چې ته خو له انګريزانو څخه په توکم او کام کې ټيټ يې، نو څنګه کولاى شې ځان ته د داسې څه کولو حق ورکړې چې يواځې پرنګى يې د کولو وړ وي! دې پېښې د باچاخان ملي غرور وننګاوه؛ له هماغې نېټې يې په زړه کې د انګرېزانو پرخلاف کرکه راپورته شوه. هغه سپکاوى يې نه يواځې د يوه سړي، بلکې د ګرد افغان پر وړاندې وباله؛ په پوځ کې له شاملېدو او لندن ته د زدکړو لپاره له تګ څخه هم منصرف شو.
د يوه ژمن متفکر په توګه، باچاخان له هماغې نېټې راهيسې خپل هيواد او ملت ته د خدمت ملا وتړله. په ډېره خامه ځوانۍ کې ـ چې عمر يې لا شلو کلو ته نه و رسېدلى ـ د خپلو خلکو پر ضد د متکبر او مکار پرنګي نادودو ته ژور پام شوى و. ده د خپل وجود په هره ژونکه، وينو او هډوکو کې د انګرېزانو د هغه استبداد احساس کړى و چې پر افغان ملت يې روان بلئ.
نو د هماغه ځوانۍ له کلونو يې ټينګه ملا تړلې وه چې نه يواځې افغانان، بلکې ټول هند د پرنګي له ظالمو منګولو وژغوري. او دا يې تشخيص کړې وه چې له دې تاړاکونو د وتلو يواځنۍ لار ولسونو ته د سپين مخي مکار انګرېزد تور استبدادي مخ د بربنډولو؛ او د هغه پرخلاف د خپل ملت د يووالي له لارې شوني وو ـ او افغانان يواځې هغه وخت د يو کېدلو او اتحاد په مانا پوهېداى شواى چې د ځان پېژندنې، پوهې او پوهنې لورى يې خپل کړى واى. د دې سپېڅلې موخې پرخوا، باچاخان، د هغو پرنګي اجنټانو د تکل شنډولو پر لور چې په افغانانو کې د جهالت پر هڅولو او خپرولو بوخت وو، په خپل ولس کې د پوهنې پر خپرولو لاس پورې کړ. د پښتونخوا په کليو او بانډو کې د غونډو او جرګو په ترڅ کې يې تل پدې ټينګار کاوه چې “د علم زدکړه پر هر نارينه او ښځه فرض ده … او د نبي عليه السلام له ارشاداتو سره سم د علم په لټه کې شئ که حتى هغه په چين کې هم وي.”
په پښتونخوا کې د پوهنې د خپرولو په کار کې له باچاخان سره د ترنګزيو حاجي صاحب ستره مرسته وکړه. اُتمانزو ته نږدې، حاجي صاحب ترنګزي پر ١٩١١ کال په خپل کلي کې د ټولنيزو سمونو لپاره خپل ښوونځى پرانستى و. د نوموړي په ملاتړ، باچاخان او ملګرو يې “دارالعلوم” پرانست چې مولوي تاج محمد يې مشر؛ او د ديوبند د مدرسې فارغان، مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمد مخفي يې مرستيالان وو. د هغوى دنده دا وه چې پوهنه خپره او په کليو کې ښوونځي پرانېزي. باچاخان او مولوي عبدالعزيز په ١٩١٠ کال په خپل کلي، اُتمانزو، کې يو ښوونځى پرانستى و.
خو انګريزانو، چې په افغانانو کې د پوهې له خپرولو څخه يې وېره لرله، د باچاخان د دې کار پرخلاف شديد غبرګون وښود. هغوى او په پښتني سيمو کې سياسي اجنټانو يې په لسګونو کلونه د پوهنې پرخلاف له هره ناروا وسيلو کار اخستى و. هغوى قبايلي سيمې “د دوزخ دروازه” بللې او د دې دروازو د ساتلو لپاره يې بايد پرې دوزخي پيره کوونکي درولي واى. له همدې کبله وو چې قبايل يې بې علمه، وږي-تږي، تر تل نه شلېدونکي فشار او پوځي يرغلونو لاندې ساتل ترڅو په هر پړاو کې يې د خپلو ناپاکو غرضونو لپاره استعمال کاندي. پاکستاني راجه=جرنيلانو د پرنګي تر لارښوونې لاندې هماغه پاليسي غوره کړې وه؛ پر سوات، وزيرستان او نورو افغان خاورو د پنجابي پوځ د ٢٠٠٩ کال د دوبي او ژمي يرغلونه د هماغې پالسۍ کړۍ وه.
پر همدې بنسټ وو چې پرنګيانو په ١٩١٤ کال د لومړۍ “نړيوالې جګړې” په بهير کې په پښتونخوا کې د پوهنې د رڼا له خپرونکو او ازادۍ د مبارزينو پر ځپلو لاس پورې کړ. د ديوبند مولانا محمد الحسن د حج په نيت مکې ته تللى و، په هغه ځاى کې بندي او انګريزانو ته وسپارل شو. عبيدالله سندهي افغانستان ته ولاړ. د ترنګزيو حاجي صاحب، “د عبدالغفار له ګڼ شمېر نږدې ملګرو سره” بونېر ته ولاړ خو کله چې يې پرنګي ته د پر لاس ورکولو په اړه د پرنګي د اجنټانو پر توطيه خبر شو، نو مهمندو ته ولاړ. انګرېزانو د هغوى ټول ښوونځي وتړل او ښوونکي يې د جيلونو د تمبو شاته واچول.
له لومړۍ “نړيوالې جګړې” وروسته، په هند کې حالات خورا ترينګلي شول. د پرنګي پر لاس د عثماني خلافت له پښو غورځولو د هند مسلمانان خورا بوږنولي وو. او په ١٩١٩ کال د انګريزانو پرخلاف د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانانو بريالي پاڅون په ټول هند کې ازادي غوښتونکو ته لا نور هم زړه ورکړ چې د پرنګي ګرېوان ته لاس واچوي. دې وضع انګرېزان وترهول او پر هند يې د استبداد تورتم لا نور هم وغوړاوه. د “هند د دفاع” په پلمه يې د “رولت-اکټ” په نوم ظالمانه قانون د ولسونو د غږ چوپولو لپاره اعلان کړ. تر دې لايحې لاندې هر هغه نيوکه چې به د حکومت د چارو په اړه چا کوله، او د هر مشروع حق غوښتنه “فتنه” بلل کېدل او جزا يې بنديخانه وه.
د هماغه کال د اپريل په ٦ باچاخان په اتمانزو کې د خپلو کليوالو يوې غونډې ته د دې استبدادي لايحې پرخلاف خبرې کولې. دا مهال پرنګي په پېښور کې مارشل-لا اعلان کړې وه. پوليسو باچاخان ونيو او د مردان په يوه جېل کې يې واچاوه. پر دا سبا يې د پرنګي “سُپرانټينډنت” مخې ته ودراوه؛ هغه يې په پښو کې د ځنځير کړۍ ور واچولې. پوليسو په جېل کې “دومره غټې کړۍ نه شوې موندلاى” چې د باچاخان په پښو کې جوړې شي، “نو په زور يې هغه کوچنۍ کړۍ په پښو کې ور واچولې” چې په پايله کې يې له ښنګريو وينې روانې وې. بېر ته يې جېل ته واستاوه او د “کانټونمينټ” په هغو پوځي بارکونو کې يې وغورځاوه چې نور ډېر پښتانه هم پکې بنديان وو.
د باچاخان په نيولو پسې، برتانوي ګُرخه پوځونه له کلي راتاو شول؛ کليوال يې په ځمکه کېنولي وو او د وېرولو په موخه يې د توپونو خولې پرې سپرې کړې وې. پوځيانو د خلکو کورونه هم لوټل؛ او پر کليوالو يې دېرش زره روپۍ ناغه ولګوله. د ناغې تر پرېکولو پورې يې تر ١٥٠ تنو څخه ډېر کليوال په جيل کې د يرغمل په توګه بنديان کړي وو. د باچاخان ٩٠- کلن پلار، بهرام خان، او نور خپلوان يې هم درۍ مياشتې په هماغه جېل کې وو. بهرام خان وايي: “زه خوښ وم چې له زوى سره مې يوځاى په جېل کې وم، که نه نو خداى خبر چې هغه به مې په ورځو او کلونو کې ليدلى واى.”
له جېل څخه له وتو وروسته، په ١٩٢١ کال فخر افغان، باچاخان، د “انجمن اصلاح افاغنه” تحريک پيل کړ چې موخه يې د خپل ولس ټولنيزه او ذهني وده او ناسياسي غورځنګ و. د هغه تر څنګ يې په اتمانزو کې د “ازاد هاى سکول” بيا پرانېزه؛ قاضى عطالله، ميان احمدشاه، حاجى عبدالغفار خان، خان احمد خان، عبدالاکبرخان، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر پکې خدمت ته ملا تړلې وه. د ښوونځي درسونه په پښتو ژبه وو؛ اسلامي احکام؛ د پښتنو تاريخ او تمدن او نور مضامين پکې تدريسېدل. دې کار پرنګيان ولړزول.
د اتمانزو د “ازاد هاى سکول” د بنسټ اېښودو شپږمه مياشت وه چې د پېښور چيف کميشنر، سر جان مافي، د باچا خان پلار ـ چې خورا ديندار سړى و ـ وروغوښت او ترې يې له دې فعاليتونو د خپل زوى د منع کولو او د ښوونځي د تړلو غوښتنه وکړه. برتانويان پر بهرام خان ډېر ګران وو. هغوى به ورته د چاچا خطاب کاوه. او بهرام خان به ويل چې هغوى د “ملايکو په څېر، خداى زموږ د ښېګڼې لپاره را استولي وو.” بهرام خان خپل زوى ور وغوښت او له چيف کميشنر سره يې د خپلو ليدلو په اړه خبر کړ ـ ورته يې وويل چې کرار دې په کور کې کيني.
باچاخان وايي چې ګوره مکار پرنګى پلار او زوى هم د يوه او بل په ګرېوان کې سره اچوي. زياتوي چې زه له خپل پلاره خورا وشرمېدم، خو ورته ومې ويل چې پلاره که نورڅوک لمونځ نه کوي، نو زه يې هم پرېږدم او له خپلو فرضو لاس پر سر شم؟ ويل يې هېڅ کله نه! “ښه نو پلاره، خپله ملي پوهنه خپرول خو لکه د لمونځ په شانې ده. که زه له لمانځه کولو لاس واخلم، نو له ښوونځي به هم لاس پر سر شم. لکه څنګه چې لمونځ فرض دى، په هماغه ډول خلکو ته تعليم ورکول او خدمت کول يې هم فرض دي.” پلار مې راغبرګه کړه، ويل ښه: “چې داسې ده، ته رښتيا وايې، که دا فرض ده، نو کوه يې.” بهرام خان د خپل زوى ملا وتړله او چيف کميشنر ته يې وويل چې ته نو نه شې کولاى څوک له فرض ادا کولو منع کړې.
باچاخان وايي چې کله يې له پرنګي حاکمانو پخپله مخامخ وپوښتل چې پوهنه خو کوم جرم نه و، او پدې توګه يې اساساً له حکومت سره مرسته کوله، نو د هغوى ځواب دا و چې: “که تا ته اجازه درکړ شي چې پښتانه د ټولنيز سمون له لارې سره منظم کړې، ايا کوم داسې تضمين شته چې دا سازمان به د حکومت او د هغه د ګټو پر خلاف استعمال نه شي … ته بايد بښنه وغواړې او ضمانت راکړې چې دا کار [يا نې خلکو ته تعليم ورکول] به بيا نه کوې… دا خدمت نه دى، بغاوت دى.”
لنډه موده وروسته، د ١٩٢١ کال د دسامبر پر ١٧، باچاخان د “سرحد جرايمو قانون” تر ٤٠ مادې لاندې په درۍ کاله مشقت بند محکوم، د پېښور جېل ته واچول شو ـ او پداسې حال کې چې د بندي په پښو کې به ځنځيرونه پراته، او په غاړه کې به يې پولادي کړۍ پرتې وې، د “کوټه قلفي” له قانون سره سم “.. مجبور و چې هره ورځ څلوېښت سېره جوار مېچن کړي.”
په ١٩٢٤ کال له جېل څخه خوشى؛ له هغه يو کال د مخه يې مور “چې د وروستۍ سلګۍ په مهال يې يواځنۍ خبره د عبدالغفار نوم و” مړه شوې او په ١٩٢٦ کال د نږدې سل کلونو په عمريې پلار، بهرام خان، ومړ. باچا خان په همدې کال ـ د خپلې مېرمنې او خور په ګډون ـ حج ته ولاړ.
باچاخان وايي چې په طايف کې يوه ږيرور قباپوښ سړۍ پرې غږ وکړ او مخې ته يې پر ځمکه يوه ځاى ته ګوته ونيوله، ويل: “دلې د پيغمبر (ع) د ږيرې يو وېښته او د پښو پل ځاى لري.” باچا خان يې په ځواب کې وايي چې زه دلته د دې لپاره نه، “بلکې په خپله روح کې د نبي (ع) د هغه صبر او زړورتيا د ياد تاندولو لپاره راغلى يم کوم چې له ٧٥ ميله لرې واټن، مکې، څخه به د تايف د خلکو د خدمت لپاره را روان و او پر لارې به خلکو په تيږو ويشت، د تايف خلکو به سپي پسې شکارل او واهه به يې. خو پيغمبر (ع) به صبر کاوه، او دُعا به يې کوله چې اې الله زما ولس پر سيخه لار روان کړې.”
فخر افغان، باچاخان، افغان ملت ته د خدمت له لارې نه پرنګي او نه د پرنګي مزدورانو وګرځولى شو. تل يې په ذهن او له خپلو خلکو سره په خبرو او جرګو کې دا پوښتنه ساتله چې موږ بايد پدې خبره سوچ وکړو چې ولې موږ بېوسه او له نورو ملتونو وروسته پاتې يو. خداى خو وعده کړې چې هر هغه څوک چې ايمان لري او پرې عمل کوي، د خداى د برکتونو مستحق به وي. موږ بايد خپلو پوښتنو ته د اسلامي ښوونو په رڼا کې ځواب ومومو. الله پاک وايي: “دروغ مه وايه؛ قتل مه کوه؛ غلا مه کوه؛ ځورونه مه کوه؛ استبدادي عمل مه کوه؛ د بل چا مال ترې مه شوکوه؛ ښه کوه؛ له بدو لرې ګرځه؛ خپل بدن، کالي او ځاى دې پاک ساته؛ او له نورو سره داسې څه مه کوه چې ته يې پرځان پېرزو نه ګڼې. دا د خداى پاک اوامر دي چې قُرآن يې موږ ته راښيي.”
په ١٩٢٨ کال د ميې په مياشت کې يې د پښتون مياشتنۍ په خپرونه پيل وکړ، مخ-پاڼه يې د غني خان پر شعر ـ چې خازې شنې مې پر قبر وي ولاړې که غلام مړ وم راځئ تُو کړئ پرې لاړې ـ ښکلې شوې وه. په ١٩٢٩ کال يې د خدايي خدمتګار غورځنګ پيل او افغا ملت يې د خپلې دوديزې فلسفې، عدم تشدد، پر لار روان کړ. د خدايي خدمتګاران د غورځنګ د موخه-ليک په يوه ماده کې ويل کېږي چې “هر خدايي خدمتګار به په کام او وطن مين وي او په ايماندارۍ به يې خدمت کوي؛ کام او وطن به په پيسو او منصب نه پلوري؛ د کام او وطن لپاره به د هېڅ ډول قربانۍ نه درېغ نه کوي.” باچاخان تر پايه پر دې لوړو انساني معيارونو ولاړ او متعهد پاتې شو؛ د وفات په وروستۍ سلګۍ کې يې هم ويل چې “زما جنازې ته مه راځئ، زما پيغام د ولسونو په منځ کې خپور کړئ.”
پدې ډول پرنګى د افغان مبارزينو ـ خدايي خدمتګار تحريک ـ د ځپلو لپاره له هېڅ ډول جنايت څخه لاس پر سر نه شو. فخر افغان، باچاخان، د خپل ژوند ٣٣ کاله ـ ١٨ کاله د پرنګي او ١٥ کاله بيا د پرنګي لاسپوڅو راجه-جرنيلي او فرمايشي “سجاده نشين” پنجابي واکدارانو په جېلونو کې تېر کړل. باچاخان ليکي چې برتانويانو د شکنجې نوي مېتودونه اختراع کړل: “ځوانکي هلکان يې په جېل کې ٣٠ دُورې وهل. رضاکار خدايي خدمتګار يې د ځوځانو پر کوَټو کېنول؛ جامې يې ترې يستلې؛ پر ې يې په تورو شاوو غټې ډبرې د يوې غونډۍ سر ته خېژولې چې د خپل يوه مشر پر قبر يې غونډې کړي…” هغو ډبرو ته په اشاره چې د برچې پر زور يې پرې خېژولې وې، پرې يې په ستغه ژبه نارې وهلې چې “تر هغو ډبرو لاندې هغه [ستاسو] الله اکبر پروت دى.”

په خپل وار پنجابي حاکمانو هم باچاخان تر هر بل چا خپل “سرسخت” دښمن باله. پدې هکله دی ليکي چې زه د انګرېزانو په جېلخانو کې کلونه کلونه ناست وم ، ولې څه چې پرما د پاکستان په زندانونوکې وشول ، هغه د ټولو شکنجو او ظلمو څخه تېرې کوي.” خو دې ګردو شکنجو، ګواښونو، سپورو ستغو او سپکاويو د خپل هدف او مرام پر لور د باچاخان د يون په لار کې کوم خنډ وانه چولاى شو، ځکه چې هدف يې څرګند، مرام يې سپېڅلى او تکيه پر پاک رب وه: هدف يې د واحد افغان ملت پر مټو له غلامۍ او استبداد نه د افغان ملت ژغورل او ټول بشريت ته د خدمت له لاري د خداى رضا حاصلول وو.
باچاخان وايي:
“په زرګونو پښتانه د پخوانيو [پرنګي] استبدادګرو پر لاس وژل شوي دي. او د برتانوي او پاکستاني پاليسيو په پايله کې، په لکونو پښتانه ـ چې په اسيا کې د يوه پياوړي ملت په توګه به يې د بشر خدمت کړى واى ـ وېشل شوي، ويجاړ شوي او په تدريجي توګه د نړۍ د نخچې له مخې د ورکولو له تکل سره مخ دي. زما د نن ورځې مبارزه د دې نا عدالتيو پر خلاف ده. په زرګونو پښتانه د پخوانيو [پرنګي] استبدادګرو پر لاس وژل شوي دي. او د برتانوي او پاکستاني پاليسيو په پايله کې، په لکونو پښتانه ـ چې په اسيا کې د يوه پياوړي ملت په توګه به يې د بشر خدمت کړى واى ـ وېشل شوي، ويجاړ شوي او په تدريجي توګه د نړۍ د نخچې له مخې د ورکولو له تکل سره مخ دي. زما د نن ورځې مبارزه د دې نا عدالتيو پر خلاف ده. ايا پښتنو کومه ګناه کړې ده چې د هغې له کبله دې د تاريخ له پاڼو ورک شي ـ له خپلو خاورو دې محروم؛ او د غلامولو په ترڅ کې د نابودۍ ګړنګ ته ورټېله شي.
زه غواړم چې له بلوچستان تر چترال پورې خواراه-واره پښتانه په يوه ټولنه، يوه ورورولۍ کې سره وپېيم ترڅو په خپل غم او ښادي کې سره شريک او د بشر په خدمت کې حياتي رول ولوبوي. موږ د دښمن له خوا په نړۍ کې تور انځور شوي يو. بهرني ورونه پر موږ تړل شوي دي، هيڅوک اجازه نه لري چې موږ ته راورسېږي ـ او موږ د نامتمدينو وحشي قبايلو په څېره انځور کړل شوي يو…
له مغُلو تر انګرېزانو او بيا تر پاکستاني رژيم پورې، د پېړيو اوږدو تياره شپو په بهير کې زموږ بېګناه ولس تر استبداد لاندې دى… هغوى په نادره توګه په سوله کې ژوند ته پرېښودل شوي دي … دوى په پېړيو- پېړيو سوله نه ده ليدلې؛ په پرله پسې توګه د بمونو، جګړو او ډلوژنو نښه شوي دي. نه ښوونځى لري او نه روغتون. لکه د غرلمنو سارايي ګلانو پر څېر، هغوى پخپله غوړېږي او [له يوې خولې خندا] وروسته مړاوي، او ((رژېدلې ګلپاڼې)) يې زېړېږي… نه پوهېږم چې دا ناکاره نړۍ ترې څه غواړي. نړۍ بايد پر دې ښکلو، ځوانکيو او تندرستو نجونو او هلکانو ـ پرې د سړي-خورو د ورخوشي کولو پرځاى چې ويې داړي ـ مينه او زړه-سوى کړى واى. زه پدې ارمان يم چې دا زړور، وطنپال او غيرتمن پښتانه د اجنبيانو له استبداده وژغورم؛ او ورته يوه ازاده نړۍ جوړه کړم چېرته چې په سوله، ښېرازۍ او خوښۍ کې ژوند وکړاى شي.
غواړم هغه ځمکه ښکل کړم چې د ظالمانو پر لاس د نړېدلو کوررونو پر سر يې هواره ده. غواړم چې په خپلو لاسونو په وينو رنګ جامې يې ومينځم. غواړم چې د هغوى کوڅې او غريبانه جونګړې جارو کړم. غواړم چې د ګردې نړۍ پر وړاندې هغوى پر لوړ سر پر خپلو پښو ودرېږي، او ورپسې غواړم نړيوالو ته چلنج ورکړم چې ((ماته د دوى په شان بل پتمن، ارام او باکلتوره توکم [نژاد] راوښياست.))
باچاخان چې له هېڅ شک پرته يې خپل ټول ژوند، هڅې او هاند لوى خداى ته د خدمت په لار کې د بشر خدمت ته وقف کړى و، دې سپېڅلي ارمان ته د رسېدو په لار کې د پرنګي تورې امپراتورۍ او د هغې د ګوډاګي وېول-جناح پاکستان پر وړاندې غاړه ټيټه نکړه، پرضد يې هوډمنه مبارزه وکړه، او تر پايه پورې يې سازش ور سره ونه کړ.
د ١٩٨٨ کال د جنورۍ پر ٢٢ نېټه، د جمعې د ورځې پر سهار چې له نري باران وروسته د افغان په غيرتي اسمان کې تاوده لمر غېږه خپره کړې وه، د لوى افغان د دې ستر بچي جنازه – د ده له وصيت سره سم – د جلال اباد پر لور د سلګونو زرو کسانو له خوا بدرګه شوله. مقبره او پيغام به يې د ازاد افغان د راتلونکو نسلونو او د ګردې نړۍ لپاره د برم او ازادۍ الهام وي.
د خوښۍ ځاى دى چې د عدم تشدد د پلې کوونکې په توګه، د فخر افغان سولييزې فلسفې او “ارادې ميراث ته” – چې د افغانانو او حتى د باچاخان د نيږدې دوستانو پر شمول پرې سترګې پټې شوې وې، له اته لسيزو مودې وروسته د نړيوالو د پام وړاو د هغه په اړه يې د “اسلام د سولييز سرتېرى” پر نوم يو يوه-نيمه ګړۍ اوږد انځوريز کره فلم جوړ کړى دى. دغه فلم يو څه د مخه د پښتونخوا په حکومتي استوګنځۍ کې وښودل شو . پر فلم باندې د فلم جوړونکې پر استازۍ يو ليکوال وايي چې “محمد دين د خدايي خدمتګار د تحريک يو غړې و، کله چې ده دغه فلم ليدلو له سترګو يې اوښکې تويېدي. د فلم په پاۍ کې ده وويل چې بالاخره يو چا زموږ تاريخ په فلم کې ثبت کړو.”
ليکوال ليکي” دا يو تاريخ دی چې نږدې و له ياده ووځي . دا تاريخ له هغه څه خبرې کوي کوم چې يو ننګيالى، توريالى او غيرتمن د غرونو په شان کلک پښتون ولس ته دعدم تشدد خطاب کوي… په ۱۹۲۹کال د چارسدې لوړ، پوخ، د پراخه اوږو او ټټر خاوند باچا خان له يوې خوا د ازاد ښوونځی بنسټ کېښود چې جنکيو هم پکې زده کړه کوله او له بلې خوا يې خواره- واره په تربګنيو کې اخته پښتانه د انګريزانو کلونيل ځواک پر وړاندې يووالي او د عدم تشدد مبارزې له لارې مقاومت ته راوبلل. د پخوانيو تجربو پر بنسټ د خېبردرې په شاوخوا کې د هر څه انتظار کېده، خو په سرو کالېو کې له “سرخ پوښان” څخه د سوله- پالو انتظار نه کېده. دې مېړنو خپل سره کميسونه پر خپل ټتر څيرې کول او د انګرېزانو ماشينګنو او توپو نو ته به يې ځانونه ورغورځول. دې ډول هوډ، ارادې او مبارزي ته دلندن امپراتورۍ په جنګې تکتيکې پلان کې فکر نه و شوي.”
فلم پر دې جمله چې “باچا خان د يو خپلواک ازاد پښتونستان هيله په زړه کې درلوده”، پاى ته رسېږي؛ او دا سپېڅلى ارمان به يې، ان شاالله تعالى، ډير ژر سر ته ورسېږي.

“پښتنو کومه ګناه کړې ده چې د هغې له کبله دې د تاريخ له پاڼو ورک شي ـ له خپلو خاورو دې محروم؛ او د غلامولو په ترڅ کې د نابودۍ ګړنګ ته ورټېله شي.” فخر افغان

يا ربه توفيق!

.