کور / تازه خبرونه / کندوز : بهرنيو ځواکونو يو ملکې وګړی مړ او يو ټپي کړ

کندوز : بهرنيو ځواکونو يو ملکې وګړی مړ او يو ټپي کړ

دکندوزښارکابل بندرخاکنې ځنځير ترڅنګ بهرنيوځواکونو هغه دوه ځوانانو باندي بريد وکړ چې په يوه کرولا موټرکې دچاردرې په لورې روان وو،چې په پاېله کې ئي يومړاويوژوبل شو.

يوتن عينې شاهد چې دنوم داخيستلونه ئي ډډه کړه وويل: چې يوتن شهاب الدين دشمس الدين ځوي دامام صاحب ولسوالې اوسيدونکې وروسته دسختوټپونوڅخه دکندوزپه سميېزروغتون کې ساه ورکړه اوانعام الله چې دچاردې اوسيدونکې دي روغتيايي حالت ئي نازکه دي هغه داهم وويل چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دوي کرولا موټرچاردرې ته په لاره وه هغه زياته کړه چې دانعام الله دواده دري ورځې کيدلې اودتاخجمې دمراسمو لپاره چاردې ته روان وو ،چې بهرنيو ځواکونودهغه سپينې جامې يي ورته په سرووينو ولمبولې .

دشريف الله په نامه يوپوليس هم پېښه تائيدکړه اوزياته يي کړه چې بهرنيو ځواکونوهغه مهال بريد وکړ کله چې دوي دهغوې په امر موټرونه داروه دتيرې جمعې په ورځ هم داريبا دمخابراتې شرکت يوتن کارکوونکې په دغه ولايت کې جرمن ميشتو ځواکونو په ډزوټپې کړي وو.