کور / تازه خبرونه / د افغانستان او عراق پوځي مصارف یو ټریلیون ‌ډالره سول

د افغانستان او عراق پوځي مصارف یو ټریلیون ‌ډالره سول

رویټر د امریکا د کانګریس په حواله خبر ورکوي چي واشنګټن رسمأ دا ومنل چي د عراق او افغانستان په جګړو کي یې څه باندي یو ټریلیون ډالره مصرف کړي دي حال دا چی اوباما د افغانستان لپاره نور عاجل ۳۳ بلیونه ډالره هم غوښتي دي .

راپور وایی چی واشنګټن د پوځی پلوه په عراق کي ۷۴۷٫۳ بلیونه ډالره او په افغانستان کي هم ۲۹۹ بلیونه ډالره خرڅ کړي دي .

راپور زیاتوي چي روان ۲۰۱۰ کال به لومړنی کال وي چي د افغانستان لپاره به پوځي مصارف تر عراق ډیر سی ، یعني دلته به ۷۲٫۳ او هلته به ۶۴٫۵ بلیونه ډالره مصرف سي .

راپور زیاتوي چي پر سپیني ماڼۍ سیاسي فشارونه ورځ په ورځ ډیریږي تر څو افغان جنګ پراخ نه بلکي محدود کړي ، خو اوباما هغه په باک نه راوړي حال دا چي په افغانستان کي د هر امریکایي عسکر د یو کال مصارف د پنځو لکو څخه تر یو ملیون ډالرو پوري دي چي دا خورا ملا ماتونکي تمامیږي .

تبصره نسته

  1. امریکايي متقاعده جنرال بري مک کفري څه موده مخکې ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې راروان دوبی به د امریکايي ځواکونومیاشتنی پوځي لګښت پنځه نیم میلیارده ډالر شي او د مړو شمیر به یې په میاشت کې تر پنځوسو ورسیږي نوموړی جنرال پخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونود جنګي اجرااتو څېړونکی وو.

  2. ډیر عالي او دلچسپه !

  3. امريکا په 2025 کال کې د نړۍ په پنځم طاقت بدلېږي چې لومړى طاقت به چين، دويم روس، دريم هند، څلورم انګليس وي.
    امريکا په 2012 کې له فغانستان څخه وځي خو وروستى عسکر به يې په 2017 کې افغانستان پرېږدي. دا هغه مهال دى چې امريکا به 4000 مليارده پوروړى وي او هر کال به 1000 مليارده د خپلو پورونو سود ورکوي. دا په داسې حال کې چې په 1999 کې د امريکې کلني عايدات 5000 مليارده ډالر وو، په 2004 کې 3000 ملياردو ته راپرېوتل او په 2008 کې 2500 مليارده وو. په 2017 کې به دا شمېره نوره هم راپرېوځي او په 2025 که به 1500 ملياردو ډالرو ته راپرېوځي.
    که د امريکې د بودجې زوال ته وکتل شي، نو داسې ښکاري چې د امريکې مخالفين به د امريکې پر ضد د افغانستان جګړې ته ادامه ورکړي او دغه جګړه به په 2012 کې د فارس خليج هيوادونو او اقريقا ته هم وغځېږي.
    دا به دريم امپرياليستي ماته وي چې په افغانستان کې له انګليس او شوروي وروسته امپرياليستي سترې امپراطورۍ يې په افغانستان کې خوري.