کرکټ : انګلستان ځان هدف ته ورسوئ

د لراوبر اداره | جنوري 18th, 2010


په نيوزېلنډ کښي د روانو کرکټ سياليو په ترڅ کښي نن افغان ۱۹ کلنو ځوانانو خپله دوهمه لوبه ( د افغانستان پر وخت د شپې پر دوې بجې ) د انګلستان سره پېل کړل .لومړۍ هغه يې د هندوستان سره ول چي هغوی و ګټل .

انګلستان پچه وګټل او فيلډ کول یې غوره کړل .

افغان ځوانانو د (۴۷,۲) اورونو په لړ کښي د (۱۰) لوبغاړو په سوځېدو ټولټال (۱۲۶) منډي جوړي کړلې او انګلستان ته يې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکئ .


افغانستان انګلستان ته ۱۲۷ منډي هدف ټاکلئ دئ .

انګلستان لوبه پېل کړه .

انګلستان وکولائ سول چي د (۲۵،۵) اورونو په لړ کښي يواځي د يوه لوبغاړي په سر سره هدف ته ځان ورسوي او خپلي (۱۲۷) منډي يې جوړي کړلې چي د لوبي ګټونکی اعلان سو او پدې سره لوبه پای ته ورسېدل .

د لوبي جزيات :

http://www.cricinfo.com/u19wc2010/engine/current/match/432006.html

Copyright Larawbar 2007-2024