کور / تازه خبرونه / کندهار:لس وسله وال وژل شوی

کندهار:لس وسله وال وژل شوی

د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی په مربوطاتو کی افغان او آیساف ځواکونو د عملیاتو په لړ کی ۳۵۰۰ کیلوګرام مخدره توکی او یوه اندازه نغدی پیسی د وسله والو د یوه پټنځای څخه ترلاسه کړی او د وسله والو سره بیا په نښته کی لس تنه وسله وال وژل شوی او پنځه نور نیول شوی دی .
د آیساف ځواکونو مطبوعاتی اعلامیه کی د دی خبر برڅیره ویل شوی دی : عملیات تیره ورځ د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالی په مربوطاتو کی تر سره شوی دی ، چی په عملیاتو کی پلویو او هوایی ځواکونو هم برخه در لوده.
د اعلامی په قول: د عملیاتو په بهیرکی ملکی خلکو او د هغوی کورنو ته کوم زیان ندی رسیدلی ، او په عملیاتو کی ښکیلو ځواکونو لس میرمنی یی هم ژغورلی دی .
د آیساف ځواکونو په اعلامیه کی ویلی شوی دی : تر لاسه شوی مخدره توکی په هماغه ځای کی له منځه وړل شوی او نغدی پیسی افغان مسوولینو ته سپارل شوی دی .