کور / تازه خبرونه / هلمند:پنځه وسله وال وژل شوی دی

هلمند:پنځه وسله وال وژل شوی دی

افغان کوماندو ځواکونو د هلمند ولایت د مارجه ولسوالی په مربوطاتو کی د وسله والو مخالفینو په وړاندی محاربه وی عملیات تر سره کړل چی د عملیاتو په لړ کی پنځه وسله وال وژل شوی . وسلی او مهمات یی افغان کوماندو ځواکونو ته لاس ته ورغلی دی .
د افغانستان دفاع وزارت په خپری شوی اعلامیه کی د دی خبر د تایید برسیره ویل شوی دی : د ۲۰۵ اتل قول اردو کوماندو ځواکونو د شنبه په ورځ د محاربه وی وظیفی په لړ کی د وسله والو مخالفینو سره هغه وخت په نښته کی ښکیل شول چی د کوماندو ځواکونو سره د آیساف ځواکونو هوایی ملاتړ هم موجود وه ، چی په جګړه کی پنځه مخالفین وژل شوی خو افغان ځواکونو ته مرګ ژبله نده اوښتی .