کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د افغانستان په اړه د لندن جوړيدونكې غونډې ته په اشارې په يو مطلب كې دا ډول غونډې يى د ډاكټرانو هغې نسخې ته ورته بللې، چې په كې د هر مرض لپاره سيبازول ټابليټ وركول كيږي.
د ورځپاڼې په وينا كه په افغانستان كې وژنې وي او كه نورې ستونزې نو ولسمشر كرزې ورته د كمسيونونو له سيبلازول كار اخلي او لويديځوال بيا د غونډو له سيبازول، چې د ورځپاڼې په وينا تراوسه يى كومه نتيجه نده لرلې.
په ورځپاڼه كې د نويو نومانده وزيرانو د ټاكلو مسئله هم راخستل شوې او د ولسي جرګې د يو غړي په حواله، چې نوم يى ندې ښودل شوې ليكل شوي، چې نوي وزيران به له ولسي جرګې نه ټاكل كيږي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هغو نومانده وزيرانو ته، چې له ولسي جرګې نه يى د باور رايه ترلاسه كړې دا سپارښتنه كړې، چې خپلې چارې بايد د معاصرې حكومت دارۍ له معيارو سره سم پر مخ بوزي.
ورځپاڼې ليكلي، چې ښه حكومت دارۍ د خلكو د باور او همكاريو په جلبولو كې مهم رول لوبوي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د لندن د غونډې لپاره روانو تياريو ته كتنه كړې او د حكومت اجنډا يى څيړلې ده.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې له وسلوالو طالبانو سره د پخلاينې لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ كوي، خو د تور لسټ په اړه يو څه خبرې شته.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د ريچارډ هالبروك په څرګندونو تبصره كړې او د هغه دا اعتراف يى راخستې، چې يو شمير افغاني الاصله امريكايان په اداري فساد كې ښكيل دي او بهرنيو ځواكونو د فساد كچه لوړه كړې ده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په ولسي جرګه كې د نومانده وزيرانو په ردولو بحث كړې او ليكلي، چې ممكن ددې پريكړې ناوړه پايلې يو ځلې بيا په افغانستان كې قومي مسايل راپورته كړي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د دولت اقتصادي پروګرامونه څيړلي او په هغو كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، چې په روان اقتصادي سياست بايد له سره نظر واچولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د دولت هڅې څيړلي او د لندن په غونډه كې ددې موضوع د پورته كولو لپاره كيدونكو بحثونو ته په اشارې ليكلي، چې په ملي ګټو عمل كول د نړيوالې ټولنې پريكړې ته اړتيا نلري.
په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د افغان طالبانو لپاره د فعاليت د زمينو په اړه هم بحث شوې او ليكل شوي، چې د كراچۍ ښار د طالب جنګياليو لپاره په يو خوندي پټن ځاى بدل شوې دې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ماشومانو په حقوقو د تيريو مسئله راخستې او ددې ستونزې د مخنيوي لپاره يى د ماشومانو په خلاف په جنايتونو كې د ښكيلو كسانو د مجازاتو غوښتنه يى كړې.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې له ولسي جرګې نه غوښتې دي، چې په هيواد كې د نورو ستونزو د پورته كيدو د مخنيوي لپاره بايد د راى وركولو په دريم پړاو كې د هيواد د روانو حالاتو په پام كې ساتلو سره پريكړه وكړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې روانه امنيتي پيښه څيړلې او د تيرو اتو كلونو پيښو ته په اشارې ليكلي، چې د بهرنيو ځواكونو په شمير كې له زياتوالي سره سره هر كال په افغانستان كې نا امنۍ لا پسې زياتيږي.
ورځپاڼې په دوام كې حكومت ته سپارښتنه كړې، چې د خلكو په وړاندې خپل مسؤليتونو ته متوجه شي او پخپلو عاجولانه ستراتيژيو له سره كتنه وكړي.
په ورځپاڼه كې د شمال امنيتي وضعې په دغو سيمو كې د طالبانو فعاليتونو په اړه هم بحث شوې او ليكل شوي، چې په شمال كې د امنيتي وضعې د كنټرول لپاره پكار ده، چې د طالبانو اډې له منځه يوړلې شي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو او نيمګړتياو ته هم كتنه شوې او پوښتل شوي، چې ايا دا نتخابات به پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.