کور / تازه خبرونه / انډونيزيا د سونامي له خطر سره مخ ده

انډونيزيا د سونامي له خطر سره مخ ده

د طبعي علومو يوې څېړنيزي ادارې خبر ورکړئ چي د انډونيزيا د سوماټرا جزيره د يوې بلي سونامي له خطر سره مخ ده.
د نيچر جيوساينس ادارې په وينا دغه سيمه په نړۍ کي د زلزلې تر ټولو خطرناک مرکز دئ. په ٢٠٠٥ کال د سونامي په هکله د دې ادارې وړاندوينه رښتيا سوې وه چي په سلهاوو زره کسان يې مړه او بې کوره کړل.
د راپور له مخي د سوماټرا، پاډانګ، او ميناډاى جزيرې د سونامي له خطر سره مخ دي چي بايد د سمندر د غاړي خلګ له ساحلي سيمو څخه ليري ځايونو ته انتقال سي.