کور / تازه خبرونه / اسرائيل له نړيوالو اصولو څخه په سرغړونه تورن سول

اسرائيل له نړيوالو اصولو څخه په سرغړونه تورن سول

د منځني ختيځ او افريقا دپاره د بخښني د نړيوال سازمان مشر ماکولم سماټ وايي اسرائيل د نړيوالو اصولو څخه سرغړونه کوي او د غزې د سرحد په تړلو ټولو فلسطينيانو ته سزا ورکوي.
د نوموړي په وينا د غزې د سرحد تړل وسله والو ډلو ته سزا نه، بلکي ټولو فلسطينيانو ته سزا ده، چي دا کار د نړيوالو اصولو او بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
د غزې د سرحد له تړلو سره سم د فلسطين اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او د ژوند له نورو اړتيا وړ موادو څخه بې برخي سوي دي.
پر اسرائيلو باندي تر دې دمخه هم څو ځله د بشري حقونو څخه د سرغړوني تورونه لګول سوي دي.