چينايي انجينران له افغان ملګرو سره تښتول سوي دي

34 | جنوري 18th, 2010


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چي په فارياب ولايت کي دوه چينايي انجينران له خپلو څلورو افغان ملګرو سره يو ځاى تښتول سوي دي.
د فارياب مرستيال والي هم دغه پېښه منلې او وايي هغوى د سړک جوړوني په يوه شرکت کي کار کاوه چي نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول سول.
د تښتول سويو کسانو په هکله نور جزيات نه دي معلوم او نه يې چا تر اوسه د تښتوني مسئوليت اخيستئ دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024