کور / تازه خبرونه / د هند مشهور کمونيست مشر ومړ

د هند مشهور کمونيست مشر ومړ

د هندوستان د کمونيست ګوند مشهور مشر جيوتي باسو تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ورکړه.
نوموړى له نيژدې يوې مياشتي راهيسي په بېهوښه حالت کي پروت وو او په مصنعوي تنفس پايېدئ.
جيوتي باسو د هندوستان د کمونيست ګوند هغه مشر و چي له ٢٣ کالو راهيسي د لوېديځ ايالت بنګال انتخابي وزيراعلى پاته سوئ وو.
نوموړى د هندوستان د سياسي کړيو په منځ کي خاص مقام او په ولس کي د خپلو اصلاحاتو، خدمت او زړه سوي له وجي ځانګړى محبوبيت درلود.
ډاکټران وايي جيوتي باسو د ناروغۍ پر مهال وصيت کړئ وو چي تر مړيني وروسته يې سترګي ځني و ايستل سي او بل چاته ورکړل سي.
جيوتي باسو په ١٩١٤ کال زېږېدلئ، په ١٩٣٠ کال يې په لندن کي د حقوقو پوهنځي لوستې، چي له تيرو ٢٣ کالو راهيسي يې د بنګال ايالت د منتخب وزيراعلى په توګه څو ځله پرله پسې انتخابات ګټلي دي.
د هند حکومت وايي جيوتي باسو د نړۍ يوازنى کمونيست سياستوال دئ چي د انتخاباتو له لاري يې دونه اوږده واکمني کړې ده.