" /> " /> " /> " /> د کابل د حملو د مرګ ژوبلي جزيات – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د کابل د حملو د مرګ ژوبلي جزيات video

د کابل د حملو د مرګ ژوبلي جزيات video

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د کابل په نننيو حملو کي د ١٠ په شاوخوا کي ملکي کسان وژل سوي دي.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي په وژل سويو کسانو کي يو ماشوم هم شامل دئ.

بلي خواته د دفاع وزارت له خوا يوه خبرپاڼه هم خپره سوې چي د مرګ ژوبلي په هکله يې نوي ارقام خپاره کړي، په خبر پاڼه کي راغلي چي ١٠ ځانمرګي يې وژلي، پنځه کلاشينکوفونه يې نيولي، دوه پوليس د ١٠ ملکي کسانو په ګډون مړه دي، د پوځ ١٠ عسکر او د پوليسو ١٧ تنه ټپيان دي. همدا راز ٣٥ تنه ملکي کسان چي ښځي او ماشومان پکښي شامل دي ټپيان سوي دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼي له مخي د وسله والو مقاومت يې ځپلى، اوس حالات نارمل دي او حالات د امنيتي ځواکونو په کنټرول کي دي.

طالبانو لا تر اوسه د مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ويلي خو ترسهار يې د پېښي مسئوليت واخيستئ او ويل ٢٠ وسله والو ځانمرګو د جمهوري رياست او عدليې وزارت په ګډون پر دولتي ودانيو حمله کړې ده.

وېډيوګاني :