کور / تازه خبرونه / پکتيا:د کرمه اجنسۍ قومي مشرانو په ګډون غونډه جوړه سوه

پکتيا:د کرمه اجنسۍ قومي مشرانو په ګډون غونډه جوړه سوه

د پکتيا ولايت د سرحدونو او قومونو د چارو د رياست لخوا ددي ولايت په مرکز ګرديز کې د قومې مشرانو لپاره يو ه ورځني غونډه د سولې او امن د راوستو په پار جوړه شوه .
پدي غونډه کې د پکتيا،پکتيکا او خوست ولايتونو سلکونو قومې مشرانو سربيره د پولي داي خوا د وزيرستان او کورمي ايجنسي مشرانو هم ګډون کړي وه .
دوي په خپلو ويناو کې په پښتنو سيمو کې په راونو حالتو خبري وکړي او زياتره ويناوالو د بهرنيو ځواکونو په خپل وخت دوتلو او افغان ملي اردو او پوليسو د ځواک منتيا او داربکيو د سيستم په بيا راژوندي کيدو ټينګار کاوه
دوي داهم وه ويل که چيري قومې مشرانو ته زيات واک ورکړل شي دا به دسولې په راوستو کې يو ښکاره ګام وي .
دي غونډي په پاي کې يو پريکړه ليک هم وړاندې شو .چې ټولو ګډونوالو يي په تائيد لاسونه پورته کړي .
د پام وړ ده چې لدي وړاندې هم په ننګرهار کې ورته غونډه جوړه شوي وه دا چې ددي ډول غونډو جوړيدل به دسولي په راوستو کې څومره رول ولري داد راتلونکې وخت خبره ده .