د کابل نوي ښاروال او په وړاندې یې پخوانۍ او نوې ننګونې

د لراوبر اداره | جنوري 16th, 2010


د کابل ښار چې د افغانستان د مرکز او پایتخت په نوم یادېږي او که حقیقت ته ځېر شو، نو د یو هېواد مرکز د ټول هېواد څخه نمایندګي کوي، که د یو هېواد مرکز او پایتخت ښکلی، پاک، صفا او د ژوند ټولې اسانتیاوې ولري، نو ددې ښار خلک ویاړي چې مونږ داسې یو ښار او پایتخت لرو، او که چېرې څوک له بهره راشي او وګوري چې ډېر ښکلی، ښایسته، شین، صفا او عصري ښار دی نو وایي چې د ددغه هېواد مرکز ډېر ښکلی دی، خو که څوک کابل ته راشي نو ټول شیان برعکس دي.
بل دا چې د ۲۰۰۲ کال را وروسته افغانستان د پرمختګ په لوري په چټکه توګه ګامونه اخلي او د افغانستان د ولایاتو خلک داسې فکر کوي چې ګوندې کابل به تر ولایاتو ډېر پرمختللی او د نړۍ له لوکسو، ښکلیو او پاکو ښارونو ځینې وي، خو کله چې کابل ته راشي نو په خپل ولایت او ښار باندې شکر وباسي او د کابل ښار د لیدو ارمان نه کوي.
ډېری افغانان د خپلو خپلوانو او دوستانو سره په بهرنیو هېوادونو کې اړیکې لري او هغوی تل دا پوښتنه کوي چې د کابل ښار اباد شوی او کنه، ایا کابل تر پخوا ډېر ښکلی او عصری شوی او …. بیا هغوی وایی چې کابل مو ډېر په زړه ګرځي کله به وي چې یو ځلې یې له نژدې څخه د کابل ښار وګورو، کله چې کابل ته راشي او د یوې او دوو میاشتو د پاتې کېدو پروګرام ولري، خو چې په کابل کې ګردونه، نیمه خراب او کنډر و کپر سړکونه، ترافیکې ستونزې او د وخت ضایع کېدل، بې نظمۍ، د دریورانو بې نزاکتي او سپین سترګې توپ، د زور مندانو او دولتي وسایطو وحشیانه او غیر انساني سلوک او رفتار او د ښار بد حالت وګوري، نو وروسته له څو ورځو څخه د کابل له ښاره تښتي او چې د ژر بېرته تګ پوښتنه له دوی نه وشي، نو وایي افرین مو چې په داسې ښار له داسې بې کفایته، بې غوره، او بې غمه ښاروال سره تاسې ژوند تېروۍ افرین صد افرین، مونږ له تاسو ځو خو خدای خبر که بیا داسې چټل او له ګردونو او د خرابو سړکونو او د ترافیکي ستونزو او بې نظمه ښار ته بیا را شو.
زه په پخوانۍ کابل تبصره نه کوم، راځم تېرو اتو کلونو ته چې باید د کابل ښاروالۍ ددغې ښار په بیا رغوونه او جوړونه کې باید خپله رښتنې، صادقانه، امانتدارانه، ایماندارانه مسولیتونه تر سره کړای وای، خو افسوس چې هر نوی ښاروال راشي، نو ډېرې لاپې وکړي او ډېر زیاتې وعدې او ژمنې د افغانستان ملت په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو ته ورکړي، خو چې څو ورځې تېرې شي بیا نو په خپلو مزو او چړچو کې بوخت شي بیا نه خپلې وعدې ور په یاد وي او نه ملت ته ژمنې، نه یې څوک پوښتنه کوي چې دا ښاغلی څه کوي، ایا خپل کار کې صداقت او ایمانداري لری او کنه، ایا کوم ماموریت مو چې ورسپارلی هغوی ته یې پاملرنه کړې ده او کنه، خو بس کله چې لوی څارنوالی او یا له کومۍ رسنۍ لخوا په دو پیسو شي بیا د مشرانو هم ورته پام شي.
زما په اند څه چې تېر شول هغه خو نه شو تر لاسه کولای مګر د راتلوونکې لپاره باید له تېرو تېروتنو او نیمګړتیاوو ځینې عبرت او پند واخلو او کوښښ وکړو چې خپلو خلکو او خپلې خاورې ته خدمت وکړو، داسې نه چې له تګ نه مو وروسته هر یو ووایي، ښه شو چې لاړو دا خو دومره بې کفایته انسان و چې په ټولې نړۍ کې نه و، خدای دې ددې ملت د حق پوښتنه ځنې وکړي او ښه دې چې رنګ یې زمونږ له مخې لیرې شو.
څو ورځې مخکې د افغانستان د ولسمشر جلالتماب ښاغلي حامد کرزي لخوا نوی ښاروال ښاغلی انجینر محمد یونس نواندیش د ځانګړي فرمان له مخې مقرر او د کابل د نوي ښاروال په توګه په دنده وګمارل شو، زه نوی ښاروال ته د نوې دندې مبارکې وایم او ورسره ورسره لاندې څو غوښتنې او وړاندېزونه هم لرم، هیله ده چې په اخلاص، رڼو سترګو، خلاصو غوږونو او په پاملرنې سره ورته پاملرنه وکړي.
غوښتنې او وړاندېزونه:
۱- په لومړي ګام کې باید ځان د ښاروالۍ په معنا او مفهوم پوه کړي چې ښاروالي یانې څه او د څه شي لپاره دغه اداره په یوه هېواد کې جوړېږي.
۲- ځان د ښاروالۍ پر مسولیتونو او دندو پوه کړي چې ددغې ادارې مسولیتونه او دندې د ملت او خلکو پر وړاندې څه دي.
۳- د ښاروالۍ د ریاست اړوندو ادارو او ریاستونو معنا او د هغوی مسولیتونه او دندو باندې ځان پوهول.
۴- د ښاروالۍ د موجوده مسلکې او غیر مسلکې مامورینو غورچاڼ په ښه توګه وکړي، تر څو نوی ښاروال صاحب په دې پوه شي چې څومره مسلکي او څومره غیر مسلکي مامورین او کارمندان لري.
۵- د ښاروالۍ د ریاستي ناحیو شمېر او د هغوی مسلکې او غیر مسلکې مامورین پېژندل او د هغوی مسوولیتونه او ورځنۍ عملي کارونو د تر سره کولو مهال ویش کتل او جوړول.
۶- د ښاروالۍ د کاري او فعال افزارو، ماشین الاتو او وسایطو شمیراو ډول چې څومره دي، چېرته دي ایا د کوم مامور یا اجیر په جمع کې قید دي او که نه ( ځکه ځینې ډونرانو ماشین الات او وسایط اخستی کېدای شي چې د چا په جمع کې قید نه وي) په کومو کارونو بوخت دي او… ځکه خلک داسې وايي چې د ښاروالۍ مامورین او د هغوي خپل او خپلوان د ښاروالۍ له وسایطو، ماشینرۍ او فزیکي قوې څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخلی.
۷- نوی ښاروال باید د خپل ځانګړې مدیریت او پخوانۍ کاري تجربې له مخې په لنډو ورځو کې باید پر دې پوه شي چې د کابل په ښاروالۍ کې څوک مخلص، صادق، ایماندار، وطن پرست، وخت شناس، کار شناس او مسولیت شناس دی او څوک غل، خاین، رشوت خور، بې مسولیته او …. مامور او اجیر دی، تر دغې پوهېدنې وروسته باید د خپل صلاحیت نه کار واخلي او دغه اداره اصلاح او جوړه کړي او کار اهل کار او ښو او مسوولو کسانو ته وسپاري او غل، خاین رشوت خور او بې مسوولیته مامورین او اجیران لرې او د کاره ګوښه کړي، اګر که د ډېر لوړ پوړې دولتي چارواکیو له کورنۍ نه هم وي.
۸- د کابل ښار نقشې باید مطالعه او د غور لاندې ونیول شي، او له نژدې څخه باید نوی ښاروال صاحب ښار او د ښار حالت وګوري تر څو وکولای شي ځان پوه کړی چې باید کوم خدمتونه خلکو ته په ښه او لنډو ورځو کې تر سره کړي او خپل نوی پلان او کاری پروګرام جوړ کړي او اړوندو مسولینو ته یې وسپاري.
۹- د ښاروالۍ د تېرو او روانو پروژو عملي او تر سره شوې کارونه په غور او دقت سره وڅېړي، او له نژدې څخه یې په خپلو سترګو وګوري چې دغه پروژې کله پیل شوي او کله باید ختم شي، د کومو ساختماني شرکتونو او اشخاصو سره قراردادونه شوي او همدغه شرکتونو او اشخاصو څومره ښه او څومره خراب کار کړی او ددغو پروژو څومره کار پاتې دی، ولې دغه پروژې په خپلو ځانګړو او معینو وختونو کې نه دی تر سره شوي، ستونزه چېرته ده؟ څوک ورته ستونزې جوړوي؟ ولې شرکت کار نه کوي؟ ولې … ځکه خلک د ښاروالۍ نه ښه او منظم او په خپل وخت کار غواړي.
۱۰- نوی ښاروال صاحب باید د ښاروالۍ بودجه مطالعه کړي او وګوړي چې ولې هر کال د کابل ښاروالۍ خپله بودجه د ښار په ابادۍ او بیا رغوونه کې نه شي لګولی، ځکه فکر کوم تېر کال کابل ښاروالۍ یواځې د شل فیصده څخه کمه بودجه مصرف کړې وه چې د شرم ځاي دی.
۱۱- نوی ښاروال صاحب باید د کابل ښاروالۍ عواید په منظمه او سمه راټولونه او اخستنه له نویو او پرمختللو وسایلو او صادقه او ایمانداره مامورینو په واسطه تر لاسه کړي او ملت ته باید وښي چې هره ورځ، هره اونۍ، هره میاشت او هر کال د کابل ښاروالۍ عواید په مناسب، منظم او درسته توګه زیاتېږي او بېرته خلکو ته د هغوی د هوساینې او ښه خدمت په لاره کې مصرفېږي.
۱۲- د کابل ښار باید مطالعه شي، باید کارونه یې په څو برخو ووېشل شي، لومړۍ ډېر اړین او ضروري کارونه او خدمتونه، دوهم نیمه اړین او ضروري پروژې، کارونه او خدمتونه او درییم اړین او ضروری، ځکه مونږ د مدیریت او پروژه جوړونې په درسونو کې لوستي چې باید خپل کارونه او خدمتونه په څو برخو ووېشو تر څو خپل راتلونکی پلان او پروګرام جوړکړو او په ښه توګه پرمخ یوسو.
۱۳- نويو پروژو او نویو خدمتونو او کارونو لپاره باید نوي پلانونه، طرحې، ډېزاینونه او نقشې جوړې شي او د خلکو د پوهاوۍ لپاره د رسنیو لارې وښودل شي چې د کابل ښاروالۍ غلی نه دی ناست او د خلکو د خدمت په فکر کې دی( د مثال په توګه پل محمود خان باید په مسلکې توګه مطالعه شي ځکه اوس یو پل دی زما په اند دلته باید دوه نور لوې او غټ پلونه جوړ شي چې یوه یې د شرق خواته چې که څوک مکرویانونو او یا مشرقي خوا ته سفر کوي باید پر همدې اوسنۍ پل لاړ نه شي بلکې بل پل وي او بل که څوک د فروشګاه له لورې کارته نو، چمن حضوري، لوګر او … خوا ته ځې نو باید نوی پل وي او پر همدې وړې تنګې او پخوانۍ پل باید لاړ نه شي ځکه چې په ساعتونو ساعتونو دغه لاره د ترافیکو پر مخ بنده وی او د خلکو زیات وخت د همدغې وړې پل له وجې ضایع کېږي) بله بېلګه یې د ښاغلی صدیق افغان کور دی چې د کارتې پروان په څلور لارې کې موقعیت لري او د هغه کور د نه ړنګېدو او ورانېدو له امله کابل ښاریانو ته لویه ترافیکي ستونزه را منځته شوې ده، خدای خبر ولې پخوانۍ ښاروالان ونه توانېدل چې دغه خنډ د سړک له لارې لرې کړي او دغه نیمګړی سړک چې له دوو کلونو زیاته موده کېږي جوړ کړې ترڅو کابل ښاریان د ښاغلی نواندیش صاحب کار او فعالیت وګوري او نور داسې ډېر مثالونه چې یادولو ته یې ضرورت نشته ځکه ټول خلک پرې خبر دي، خو خدای دې وکړي چې نوی ښاروال صاحب دې وتوانېږي چې خدمت وکړي دې وطن او ملت ته.
۱۴- د نورو مالي تمویلونکو(ډونرانو) جلب او جذب او هغوی ته قناعت ورکول ترڅو خپله ونډه د کابل ښار په بیا رغوونه او جوړونه کې واخلي.
۱۵- د خلکو د ترافیکي ستونزو د له منځه وړلو او ختمولو لپاره باید د کابل ښار سړکونه، څلور لارې، د ګاډو تم ځایونو اډې د ګاډو د تېریدو او له یو بل نه د تېرېدو ) کراس) لپاره باید هوایي پلونه، زیرزمني سړکونه او لارې جوړې شي، ترڅو په کابل ښار کې باید پر یوه سړک هم یو موټر او ګاډی ونه درېږي او په عمومي توګه د ترافیکې خنډونو لرې کول او ختمولو ته په جدي توګه پاملرنه وشي.
۱۶- د دولت له اړوندو وزارتونو او ریاستونو سره د کارونو هماهنګي او همغږي، ځکه چې کابل ښاروالۍ یو سړک په ډېرو ستونزو او مشکلاتو جوړ کړي، خو لږه موده وروسته بیا د مخابراتو وزارت د یو کیبل د تېرېدو لپاره سړک او پلی لار بیا ورانوي او خرابوي، یا د اوبو او انرژۍ وزارت بیا د برېښنا لین تېروي او جوړ او پوخ سړک خرابوي، چې دا ددې ښکاروندی دی چې د کابل ښاروالۍ له اړوندو او مربوطه وزارتونو سره د ښار په بیا رغوونه او جوړونه کې همغږي او هماهنګي نه لري چې د بېخې ضعیفې او کمزورې مدیریت او د نه کار کولو نښه ده.
۱۷- د کابل ښار په څلورو دروازو کې چې کوم لوی ترمینلونه پلان شوي باید نوی ښاروال نواندیش صاحب ورته په کلکه توګه پاملرنه وکړي ځکه چې ټول په ډېر خراب حالت کې دي او مسافرین او هېوادوال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي ( د یادونې وړ ده چې ښاغلی روح الله امان پخوانی ښاروال دا ژمنه کړې وه چې دغه ترمینولونه جوړوي خو هغه هم دا کار ونه کړ او صاحبي صاحب خو به بېخې ترېنه خبر هم نه وي)
۱۸- د کابل ښاروالۍ باید کثافاتو د ټولولو لپاره ځانګړي ځایونه او ځانګړي وسایل په ښار کې زیات کړي، ځکه اوسنۍ کثافت دانۍ او ځایونه بسنه نه کوي او ډېر ژر باید دا کثافات د ښار څخه لیرې شي.
۱۹- نوی ښاروال صاحب باید د ښاروالۍ د کارمندانو په تېره بیا د اجیرانو د پر وخت معاشونو ورکړه عملي کړي، ځکه دغه اجیران همدغه معاش ته سترګې په لار وي.
۲۰- یو بل مهم او اړین کار چې نو ښاروال صاحب باید وکړي هغه دا ده چې باید دولتي ځمکې، جایدادونه او ملکیتونه له زور مندانو او لوړ پوړو چارواکو ځینې واخلي او ثابت کړي چې دې د افغانستان بچې او رښتنې خدمتګار دی، بل دا چې ډېر زور مندانو او غاصبینو په خپل سر کورونه، مارکیټونه، دوکانونه، ښارګوټي او… جوړوي او لا لګیا دی او جوړوي یې هیله ده چې دوی وتوانېږي چې ددغسې فرصت طلبه اشخاصو او افرادو مخه ونیسي.
په دې هیله چې د کابل نوی ښاروال ښاغلی انجینر محمد یونس نواندیش چې تخصل یې هم نو اندیش دی له نوي هیلې او نوې اندېښنې، پلان، پروګرام او هدف سره راغلی وی او د تېرو ناکامه او بې کاره او بې کفایته ښاروالانو غوندې ځان ته بد نوم او بده خاطره پرېنږدي او خلکو ته دې په عمل کې وښايي چې دې په رښتنې او صادقه توګه د خلکو د خدمت لپاره راغلي نه د خپلو خپلوانو مقررولو او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره.
د کابل ښار د سمسورتیا او ښکلا په هیله

Copyright Larawbar 2007-2024