ورځپاڼو ته کتنه

34 | جنوري 17th, 2010


ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د ولسمشر كرزي له نومانده وزيرانو سره د ولسي جرګې په پروني چلند كلك انتقاد كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې د نومانده وزيرانو پرله پسې ردول ستونزې زيږوي.
ورځپاڼې په دوام كې د يو شمير كتونكو په حواله ليكلي، چې ولسي جرګه بايد د ملت د كور په توګه شته نزاكتونه په پام كې ونيسي او داسې پريكړې وكړي، چې هيواد له روان سياسي كړكيچ نه راوباسي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د ولسي جرګې لخوا د يو زيات شمير نومانده وزيرانو په ردولو بحث كړې او هغه يى د بحران په لور يو بل ګام بللې دې.
ورځپاڼې په هيواد كې ځينو شتو ستونزو ته په اشارې د ولسي جرګې دا كار د ملي ګټو په خلاف يو شعوري او يا لاشعوري اقدام بللې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغان ولسمشر او د امريكا د ځانګړي استازي ترمنځ د ليدنې خبر وركړي او پكې د ښاغلي كرزي دا ټينګار راخستل شوې، چې په افغانستان كې د ولسي جرګې انتخابات بايد پخپل ټاكلي وخت ترسره شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا ځانګړي استازي هالبروك پدې ليدنه كې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د افغان دولت د هڅو ملاتړ وكړ.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ترورزم پرضد د مبارزې لپاره روانې هڅې څيړلي او پدې اړه يى د ځينو هيوادونو دريځ ته په اشارې ليكلي، چې له دې مبارزې بايد د سياسي اهدافو د ترلاسه كولو لپاره كار وانخستلې شي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د نومانده وزيرانو په وړاندې د ولسي جرګې وروستي دريځ ته په اشارې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د ولسي جرګې چرګه يوه پښه لري.
ورځپاڼې د همدې مطلب لاندې دا هم ليكلي، چې آن د نومانده وزيرانو په ردولو كې هم د تخصص اصل په پام كې ندې نيول شوې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې اړه خپل بحث ته دوام وركړې او ليكلي، چې پكار خو دا وه، چې د پارلماني يارانو د خپلو شعارونو سره سم عمل كړې وې او د وزيرانو كاري تجربه، تخصص، هوډ او لوړې زده كړې يى په پام كې نيولې وې.
د ورځپاڼې په وينا د ولسي جرګې دا پريكړه د معاملو پر بنسټ ولاړه وه او د ولس ګټې پكې په پام كې نه وې نيول شوې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او د سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې د كابينې د يو زيات شمير غړو د ردولو په اړه د ولسي جرګې پرونې چلند د ديموكراسۍ يو اصل بللې خو ليكلي، چې دا هرڅه بايد د هيواد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره ترسره شي.
خو اصلاح بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستا كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو د مرګ ژوبلې ستونزه ژړلې او ليكلي، چې دې ستونزې ته بايد د حل يوه لاره پيدا شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په ولسي جرګه كې د نومانده وزيرانو رديدل يوه داسې سياسي لوبه بللې، چې د ورځپاڼې په وينا په كابينه كې د خپلې خوښې مهرو د ټاكلو لپاره د ولسمشر كرزي لخوا پيل شوې.
د ورځپاڼې په وينا ولسمشر كرزې په ډيرې هوښيارۍ سره عمل كوي او غواړي ورو ورو خپل د پام وړ كسان په كابينه كې ځاى كړي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې نومانده وزيرانو ته د باور راى د وركولو تيرو دوو دورو وښودله، چې ملي شورا د مصلحتونو پر بنسټ عمل كوي او دا مصلحتونه د ولسمشر كرزي او د هغه د كاري ټيم په ګټه څرخي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د هغو اوو وزيرانو انځورونه هم خپاره كړي، چې پرون يى له ولسي جرګې نه د باور راى ترلاسه كړي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ولسي جرګې لخوا د كابينې د يو زيات شمير نومانده وزيرانو په رديدو انديښنه څرګنده كړې او ويلي، چې دا كار به د حكومت چارې اغيزمنې كولې شي.
ورځپاڼې په دوام كې حكومت ته دا سپارښتنه كړې، چې د نويو وزيرانو له ورپيژندلو نه مخكې بايد د پخوانيو وزيرانو د رديدو لاملونه بيا مومي او بيا دې د هغه په رڼا كې نوي وزيران ونوموي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې بيا په ولسي جرګه كې د باور راى د ترلاسه كولو لپاره د نومانده وزيرانو هڅې انځور كړي او پكې دا ښودل شوې، چې وزيران آن پخپلو اړوندو وزارتونو د دندو وركولو وړانديزونه هم كوي.
په ورځپاڼه كې د لندن غونډې ته هم يوه ځغلنده كتنه شوې او ليكل شوي، چې دا غونډه په افغانستان كې د شتو ستونزو د پاى ته رسولو لپاره خورا زيات ارزښت لري.

Copyright Larawbar 2007-2024