کور / تازه خبرونه / يمن: د امريکا په راتګ ترهګري ډېرېږي

يمن: د امريکا په راتګ ترهګري ډېرېږي

د يمن د بهرنيو چارو وزير ابوبکر الکربي وايي که د دوى هيواد ته امريکايي يا نور بهرني پوځيان ورسي د القاعدې فعاليتونه به نور هم ډېر سي.
ابوبکر الکربي دغه څرګندوني په کاناډا کي د هغه هيواد بهرنيو چارو له وزير سره د خبرو پر مهال وکړې.
يمن چي له نيژدې دوو مياشتو راهيسي يې په خپل هيواد کي د القاعدې د جنګياليو پر ضد عمليات پيل کړي، امريکا غواړي دغه هيواد ته د القاعدې د ځپلو په بهانه پوځونه ولېږي.
که څه هم د يمن ځينو چارواکو امريکايانو ته په خپل هيواد کي د پوځي هډې د ورکولو وړانديز کړئ وو، خو داسي ښکاري چي د يمن ولس او ځيني نوري حکومتي کړۍ د امريکا سره مخالفي دي.
د يمن د بهرنيو چارو وزير وويل امريکا او لوېديځ دي د دوى له پوځ سره پوځي مرستي وکړي چي دوى خپله د القاعدې ډله له منځه يوسي.