کور / تازه خبرونه / د افغان ماموريت مخالف په عمر قيد محکوم سو

د افغان ماموريت مخالف په عمر قيد محکوم سو

د کاناډا يوې محکمې زکريا آمره ته د ترهګرۍ په تور د عمر قيد سزا واوروله.
شپږويشت کلن زکريا آمره په ٢٠٠٦ کال د کاناډا د استخباراتو او پوځي مرکز څخه دباندي د چاودنو د پلان په تور نيول سوئ دئ.
زکريا امره هغه مهال ويلي وو چي له دې کاره يې موخه د کاناډا پر حکومت د فشار اچول و چي له افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.
د کاناډا پوليسو له زکريا سره ١٧ نور کسان هم په دې تور نيولي وو چي د هغه نورو ملګرو ته هم دبند مختلفي سزاوي اورول سوي دي.