کور / تازه خبرونه / امريکا د هند او پاکستان د اړيکو ستاينه وکړه

امريکا د هند او پاکستان د اړيکو ستاينه وکړه

د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اوسنيو اړيکو ستاينه وکړه.
رابرت ګېټس وويل د ممبى تر حملو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د رامنځته کولو دپاره هلي ځلي د ستايني وړ دي.
نوموړي وويل د ممبى تر حملو وروسته د پاکستان په مقابل کي د هندوستان زغم د خورا ډېري ستايني وړ دئ چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د ممکنه جګړې د مخنيوي دپاره يې وکړ.
رابرت ګېټس له ډيلي څخه د ليدني پر مهال وړانديز وکړ چي هيواد يې تيار دئ د پاکستان او هندوستان ترمنځ د دريم ګړي رول ولوبوي.