کور / راپور / مېرمن کلتوري بهير ټیلفوني کره کتنه وکړه

مېرمن کلتوري بهير ټیلفوني کره کتنه وکړه

دافغاني ادب په تاریخ کې لومړنۍ ټیلفوني ادبي کره کتنه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر له خوا وشوه.
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر په یو اویایمه اوونیزه غونډه کې چې دروان کال د مرغومي په ۲۷ نیټه دګڼ شمیر افغان میرمنو په ګډون دایره شوه دلوګر ولایت له یوه کلي څخه دتکړه شاعرې آغلې خدیجې سحر په شعر کره کتنه وشوه.
شعر یوه اوونۍ دمخه دټیلفون له لارې لیکل شوی او بیا دمیرمن بهیر ټولو غړو ته استول شوی و،دغه راز آغلې تورپیکۍ مومند ته دنده سپارل شوې وه چې پر دغه شعر لیکلې کره کتنه واوروي.
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر په دغه اوونیزه غونډه کې آغلې خدیجې سحر دټیلفون پر کرښه شعر ولوست وروسته دمیرمن بهیر غړو ورباندې خبرې وکړې د آغلې خدیجې شعر او پر دغه شعر کره کتنه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر د ۷۱ اوونیزې غونډې په رپوټ کې لوستلای شﺉ چې ډیر ژر به په لیکه شي.