د امريکي په کليفورنيا کي د سولي د جرګي پريکړه ليک
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولي جرګه چه د اروپائي هيوادونو، کانادا او د امريکي له بيلابيلو ايالتونوڅخه يو شمير هيوادپالو او خبيرو افغانانو په کښي ګډون کړي وه، د شمالي کليفورنيا د هوارد په ښار کي د ۲۰۱۰ کال د جنوري د مياشتي په دوهمه نيټه د کلام مجيد د آيتونو د تلاوت سره جوړه شوه ، چه وروسته له هر اړخيزو ويناووڅخه، د افغانستان د خلکو غوښتني په غونډه کی د ګڼ شمير هيوادوالو په شته والي کي په دي پريکړه ليک کي تصويب شوي :
۱۔ جرګي د ګران هيواد افغانستان د اشغال واقعيت د ټولو نړيوالو حقوقو د موازينو خلاف اعلام کړ۔
۲۔ دجرګي ګډون کونکو په افغانستان کي دننه د سولي د جرګي د هڅو نه د وسله وال مقاومت سره د اړيکو د ټينګولو څخه د سولي د راوستلو لپاره ملاتړوکړ۔
۳۔ جرګي هر ډول درغلي، بي عدالتۍ اود مخدرو موادوکرنه چي د جګړه مارانو، د بشر د حقونو د تر پښو لاندي کونکو او يا بل چا لخوا تر سره کيږي په جدي ډول وغندل۔
۴۔ جرګي د مليشائئ قواو موجوديت او يا د هغوي بيا جوړول چه په هر ډول واوسي وغندل۔
۵۔ جرګي د وسله وال مقاومت سره د سولي د راوستلو لپاره د سولي د جرګو له لاري د اړيکو د ټينګوکولوڅخه ملاتړ څرګند کړ۔
پرهيزګاره مشران اوهغه هيوادوال چه د خلکو په منځ کي محبوب دي د سولي د جرګو د جوړولو دنده په غاړه لري۔
۶۔ د سولي جرګه کولاي شي چي د وسله وال مقاومت د استازوه په ګډون د افغانانو خپلمنځي يوه غونډه راوبولي او دسولي د استازو دټاکلو سره په نړيوالو غونډو کي (کنفرانسونو) د سولي د راوستلو لپاره هلي ځلي وکړي۔
۷۔ جرګه د افغانستان د معضلې د حل د لارو لټولو لپاره د نړيوالي غونډي د جوړيدو ملاتړ کوي۔
۸۔ جرګه په داسي حال کي چه د مقاومت په لیکو کي د تلفاتو زغمل غندي، په کلو او بانډو، ښارونو او د افغانستان په شا اوخوا کي د عامو افغانانو شهادت محکوموي او د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چه د دغو وژنو د دوام په صورت کي دي د بهرنيو پوځي قواود حضور د اوږديدو په اړه چه له بنسټ نه د منلو او توجيه وړ نده له سره غور وکړي۔
۔ جرګه د ټولو هغه بنديانو چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا په بند کي ساتل شوي د خوشي کيدوغوښتنه کوي۔
۱۰۔ جرګه د ټولو هغو زندانونو د تړلو غوښتنه کوي کوم چه د بهرنيو پوځي قواو لخوا اداره کيږي۔
۱۱۔ جرګه د ډيورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته په اوسيدونکو پښتنو د هر راز بمباريو غندنه او د دي ظالمانه کړو وړو د بندولو غوښتنه کوي۔
۱۲۔ جرګه د ديورند د غير قانوني کرښي دواړو خواوته او د افغانستان نورو ځايو کي د بي پيلوټه الوتکو بي رحمه بمباري په کلکه غندي او د دريدو غوښتنه ئي کوي۔
۱۳۔ جرګه د پوځي قواو شتوالي او د هغو ډيرول د ستونزي د حل لاره نه ګڼي او د دوي د ويستلو لپاره د معيني نيټي د ټاکلو غوښتنه کوي۔
۱۴ جرګه غوښتنه کوي چه د بهرنيو قواو لنډ مهاله موجوديت او د هغوي تدريجي وتل بايد د يوه ملي او اسلامی حکومت سره په توافق چه د وسله وال مقاومت ملاتړ ورسره وي د يو نړيوال تړون په ترڅ کي تنظيم شي۔
۱۵۔ جرګه د يوه قوي ملي او اسلامي حکومت د جوړیدو څخه چه ملي وسله وال پوځ او ملي پوليس ئئ ملاتړ وي، ملاتړ کوي۔
۱۶۔ جرګه د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو سره د يو بل په کورنيو چارو کي د نه مداخلي او د ښه ګاونډيتوب د موازينوپربنسټ د ښو اړيکو غوښتونکي ده۔
۱۷۔ جرګه د افغان مهاجرو سره د پاکستاني او ايراني مقاماتو د ظلم نه ډک چلند غندي او د دريدوغوښتونکي ئي ده.
ومن الله التوفيق