کور / تازه خبرونه / وزيرستان: امريکايي الوتکي مرګ ژوبله واړوله

وزيرستان: امريکايي الوتکي مرګ ژوبله واړوله

د شمالي وزيرستان پر دته خېل سيمه باندي امريکايي الوتکي بمبار کړئ چي د لومړنيو راپورونو پر بنسټ شپږ کسان يې وژلي دي.
سيمه ايز اوسېدونکي وايي بې پيلوټه الوتکي پر يوه کور باندي دوه راکټونه فير کړل چي پورتنۍ مرګ ژوبله يې اړولې ده.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چي وژل سوي کسان قبايلي طالبان دي که د سيمي عام اوسېدونکي دي.
پر شمالي وزيرستان تېره هفته هم څو ځله بمبارۍ وسوې چي د قبايلي طالبانو د مشر حکيم الله مسود د وژل کېدو ادعا هم پکښي وسوه، خو وروسته معلومه سوه چي هغه ژوندى دئ.