کور / تازه خبرونه / هلمند:۱۱۰۰ کیلوګرامه تاریک ونیول شول

هلمند:۱۱۰۰ کیلوګرامه تاریک ونیول شول

۱۱۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکی په هلمند ولایت کشف شول.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزی معینیت خاصو ځواکونو تیره ورځ د هلمند ولایت په خانشین ولسوالی په ریګی ناوه نومی سیمه کی دعملیاتو په لړ کی ۱۱۰۰ کیلو ګرامه تاریاک کشف او ضبط کړی دی .
جنرال محمد داود داود د کورنیو چارو وزارت د مخدره تو کو سره د مبارزی معیین وایی : ۱۱۰۰ کیلو ګرامه تاریاک په یوه عراده موټر کی په ډیر مهارت ځای په ځای شوی وه ، چی د تلاشی په نتیجه کشف او ورسره یوکس د لیږدولو په تور نیول شوی دی .
د کورنیو چارو دوزارت د مخدره موادو سره د مبارزی معینیت په خبر پانه کی ویل شوی دی: تیره ورځ د کندهار ولایت په سپین بولدک او د سیلو په ځنځیرکی ۲۸ کیلو ګرامه تاریاک او یوکیلو ګرام هیروین د پولیسو له خوا کشف او نیول شوی دی .