کور / تازه خبرونه / ICTI څلوېښتمه دوره فارغين ټولني ته وړاندي کړه

ICTI څلوېښتمه دوره فارغين ټولني ته وړاندي کړه

دمعلوماتى تكنالوژۍ انستيتوت ICTI خپله څلويښتمه دوره ټولنې ته وړاندې كړه دا خبره  لراوبر ډاټ کام ته د مخابراتو وزارت له خوا په رارسيدلې خبرپاڼه کي شوې ده . خبرپاڼه وړاندي ليکي چي دمعلوماتي او مخابراتي تكنالوژۍ دانستیتوت دڅلويښتمې دورې 30تنو زده كړيالانوته دفراغت سندونه وركړى شول .


په هغې غونډه كې چې له همدې امله دنوموړى انستيتوت له خوا داتصالاتو دمخابراتى شركت په مرسته جوړه شوې وه، ترنورو سربيره دنوموړى انستيتوت محصيلينو،دهغو كورنيو ، استادانو دمخابراتو او آى تى وزارت چارواكو،تخنيكى معين انجنيربريالى حسام او  انجنيراميرزى سنګين ګډون كړى وو.


غونډه دقرانكريم دڅومباركو آيتونو په تلاوت اودملي سرودپه غږولو پيل او ورپسې دنوموړى انستيتوت رئيس انجنير عبدالرحمن صدرى ديوى وينا په ترڅ كې ددغه انستيتوت پرنن او پرون رڼا واچوله او دغونډې په باب يې حاضرينو ته دمعلوماتو دوركولو په ترڅ كې هغوى ته ښه راغلاست ووايه.


ورپسي دمخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير انجنير اميرزى سنګين چې خپله هم دهمدې تعليمې مركز دلومړنۍ دورې له فارغانوڅخه دى ،ديوى اوږدې، هراړخيزې او عالمانه وينا په ترڅ كې نويو فارغوشوو محصيلينو ته مباركې وويله او دنوموړى انيستيتوت داستادانو او كاركوونكو دهڅواوزيار ستاينه يى وكړه.


 اميرزى سنګين زياته كړه: ( دمخابراتو او آى تى وزارت ديوه ښه كارى ټيم په جوړولواو خپلو پرمختيايى پلانونو ،استراتيژۍ او پاليسيو په رڼاكې وكولاى شول په لنډ وخت كې دهيواد زياتره سيموته مخابراتى خدمتونه ورسوي ،اوددي په څنګ كې يې دظرفيتونو دلوړولو په برخه كې او ددې له پاره چې په راتلونكى كې دمخابراتو سكتورته دهيواد دننه او خپله دافغانانو له منځه ښه كدرونه وروزي نويي دمخابراتو تعليمى مركز ته دانستيتوت په كچه لوړ تيا وركړه.)


تردى وروسته داتصالاتو دمخابراتى شركت استازى او څوتنو محـــــــــصيلينو دموضوع په اړوندوينا وې وكړې.


دغونډې په پاى كې دسږكال30 تنو فارغانو ته دمخابراتو او معلوماتى تكنالوژۍ د مخابراتو وزيرانجنير اميرزى سنګين او ددغه وزارت دتخنيكى معين انجنيربريالى حسام له خوا برى ليكونه وركړى شول.


ويل كيږي چې دمخابراتو تعليمى مركز دبنسټ ډبره په 1343  لمريز كال كې د ITU يا دمخابراتو دنړيوالى اتحاديې په مرسته كيښودل شوه ، چې تراوسه يې څلويښت دورې فارغان چې شميريي شاوخوا 1200 تنو ته رسيږي ټولنې ته وړاندې كړې دې