کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان پر معارف او احصايه د ايران يرغل

د افغانستان پر معارف او احصايه د ايران يرغل

( خوار خدای کړې ، بې غيرته چا کړې ؟ )


په داسې موسم کې ، چې ځمکه  د ژمي له هيبته لړزيږي او د هرات ولايت په خپل تاريخ کې ډېر لږ داسې درندې واورې ليدلي ؛ په داسې حال کې چې هره ورځ د يو شمېر بې پناه او بې وزلو انسانانو ساه د يخنۍ له وحشته کنګل کيږي او يو پلار له ډېرې مجبورۍ خپل 40 ورځنی ماشوم په دوه زره افغانۍ پلوري ؛ زموږ اسلامي ګاونډی د ايران اسلامي جمهوريت دقيقاً په همداسې يوه بده ورځ کې د اسلامي اخوت د بېلګې په توګه له کلونو لالهانده او دربدره افغاني مهاجرين په وهلو ټکولو له لارو ، سړکونو او بازارانو رانيسي او افغانستان ته يې راشړي .


په داسې حال کې ، چې د ملګرو ملتو د يوه رپوټ له مخې 1.3 مېليونه وګړي په افغانستان کې د لوږې له ګواښ سره مخ دي ، زموږ اسلامي ګاونډی د دې پر ځای ، چې د مرستې لاس راوغځوي له شا مو په خنجر وهي . د ايران بد نيتي او له دښمنۍ ډک چلند خو څه نوې خبره نه ده ، د ايران لپاره د افغان او افغانستان نومونه د زغملو نه دي ، نو د مرستې او خواخوږۍ تمه به څنګه ترې وکړو . ايران نه د افغانستان تاريخ مني ، نه يې جغرافيا مني او څه تاريخي وياړونه چې افغانستان يې لري تر افغاني سيد جمال الدين پورې خپل ګڼي او حتی پښتو هم د فارسي يوه لهجه بولي .


هر هغه څوک ، چې له سياست او تاريخ سره يوه دوه ټکي اشنايي  لري نو د ايران کرغېړن نيتونه ورته ښکاره دي ، خو موږ حيران په دې يوو ، چې بيا هم د افغانستان د معارف او احصايې واګې ايران ته ورسپارل کيږي . هر با احساسه افغان په دې پوهيږي ، چې ايران په ټول ځواک سره پر افغانستان خپل فرهنګي او مذهبي يرغل پيل کړی ، چې سږ کال د عاشورا ورځ  د ايراني يرغل ډېره ښه ننداره وه ، خو زه نه پوهېږم ښاغلی کرزی او اتمر بيا هم د معارف او احصايې چارې ايرانيانو ته سپاري . ايران ، چې د يو څو په ګوتو شمېر پروژو پرته نور د افغانستان له بيا رغاونې سره هېڅ علاقه نه لري ، خو چېرته چې کلتوري ، علمي او مذهبي مرکزونه دي ، د دوی پښې وررسيدلي . همدااوس د تمدن ، نور ، نورين، طلوع او فردا په ټولو تلويزيونونو کې ايراني مشاورين ناست دي او د افغانستان د ايراني کولو لپاره کار کوي . څرنګه ، چې دا تلويزيونونه د معلوم الحاله بلواکه افرادو په لاس کې دي او له پيل څخه د ايران په مرسته جوړ شوي ، له هغوی څخه کومه ګېله په کار نه ده ، خو په زړه پورې داده چې ښاغلی حنيف اتمر چې موږ تل د يوه ملي شخصيت تمه ترې لرلې ده ، غواړي د افغانستان نوی تعليمي نصاب په ايران کې وليکي .په دې اړه  يو شمېر ايراني مشاورين واردمخه افغانستان ته راغلي او د پوهنې وزارت مشاورين ايران ته تللي او راغلي دي . د افغاني مشاورينو په وروستي سفر کې له ايران سره د نصاب په برخه کې د يوه تړون مسوده هم برابره شوې ده . د دغه مسودې پر بنسټ به 300 افغاني کارپوهان ايران ته ځي او هلته به تر دينياتو او پښتو پورې تعليمي نصاب ليکي . د تړون له مخې به افغانستان د خپلو کارپوهانو لګښت په خپله ورکوي او ايران به د خپلو کارپوهانو په خپله . د ښوونې او روزنې د يو شمېر کار پوهانو په اند په ايران کې زموږ  دتعليمي نصاب ليکل نه يوازې د افغانستان په ګټه نه دی ، بلکې د افغانستان دملي هويت او ملي ګټوپر ضد هم دی . د دوی په اند د ساينس په برخه کې د ايران تعليمي نصاب د افغانستان تر نصاب کومه ځانګړې لوړتيا نه لري ؛ د تاريخ او جغرافيا په برخه کې د ايران نصاب کاملاً د افغاني نصاب سره په تضاد کې دی ،ځکه چې ايران نه د افغانستان تاريخ مني او نه هم جغرافيه  ؛ د دينياتو په برخه کې د ايران نصاب د جعفريه فقې پر بنسټ ليکل شوی او حنفي فقه هلته هېڅ ډول رسميت نه لري ، حال دا چې افغانستان د جعفريه فقې ته د احترام او په پام کې نيولو تر څنګ خپل ديني نصاب  دحنفی فقې پربنسټ ليکلی ؛ دري ژبه هم په ډېرو برخو کې له فارسي سره توپيرونه لري ، بلکې دا دوه بېلې لهجې دي ، دري خپله افغاني ټرمېنالوجي لري او فارسي خپله ايراني ټرمېنالوجي کاروي . د دغو کارپوهانو په اند که دري هم په ايران کې وليکل شي ، نور به بيا دري نه وي . سره له دې چې هندوستان ، اردن او يو شمېر نورو هېوادو هم د نصاب په برخه کې افغانستان ته په زړه پورې شرايط وړاندې کړي او تر ټولو مهم داچې افغانستان کولای شي له نورو هېوادو لکه هندوستان څخه د ښوونې او روزنې کارپوهان راوغواړي ، خو موږ نه پوهېږو چې ښاغلی اتمر ، چې په ټوله مانا د ايران له فرهنګي يرغل او کرغېړنو نيتونو څخه خبر دی او سره له دې چې د پوهنې وزارت يو زيات شمېر لوړپوړي چارواکي له ايرانۍ طرحې سره مخالفت هم څرګند کړی ، ولې بياهم په ايران کې د تعليمي نصاب پر ليکلو ټينګار کوي !!؟


په کارخو داوه لکه څنګه  چې دوه کاله وړاندې ښاغلي کرزي  دپاکستان 1000 وړيا تحصيلي بورسونه رد کړل ، که ايران د نصاب په برخه کې وړيا مرسته هم کولای بيا هم افغانستان د دوی دامرسته ور رد کړې وای ، خو موږ نه پوهېږو چې له ايران سره د دومره ژورې مينې لپاره کوم لاملونه موجود دي ؟


له بده مرغه د تعليمي نصاب په څېر يوه بله مهمه ملي پروسه هم د ايراني يرغل هدف ګرځېدلی . د ملګرو ملتو او افغانستان د دولت د ګډ تفاهم له مخې ټاکل شوې ، چې د 2009 کال د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو تر مخه په روان عيسوي کال کې سراسري سرشمېرنه تر سره شي . په داسې وخت کې ، چې د افغانستان په يو زيات شمېر جنوبي ، ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې جګړې روانې دي او د دغو ولايتونو تر مرکزونو  پرته په يوزيات شمېر ولسواليو کې د سرشمېرنې کار ناشونی ښکاري او په داسې حال کې ، چې دسرشمېرنې رياست د ستميانو په ځاله اوښتی ، زموږ په اند راروانه سرشمېرنه به يوه نيمګړې ، غير واقعي او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي . پر دغو ستونزو سربېره د احصايې اوسني ستمي او جميعتي مشر غفوري او ايران د تفاهم پر بنسټ ، ايران د سرشمېرنې په برخه کې د روزنې لپاره خپل ټرېنران ( روزونکي ) افغانستان ته رالېږلي او له څو مياشتو راهيسې د روزنې چارې پر مخ بيايي . د وروستنيو معلوماتو له مخې ايران اوس وړانديز کړی ، چې د سرشمېرنې د عملي بهير لپاره خپل سلاکاران راوليږي او د سرشمېرنو په ټولو ټيمونو کې به د دوی سلاکاران موجود وي . د سرشمېرنې د کارپوهانو له انده که په نورو برخو او سکتورونو کې له ګاونډيانو څخه مرسته غوښتل کيږي ، خو د سرشمېرنې په چار کې د ګاونډيانو شتون کاملاً ناروا کار دی ، ځکه سرشمېرنه د کورنيو اسرارو برخه ده او دا اسرار په ځانګړې توګه بايد له ګاونډيانو څخه پټ وساتل شي .


زه دا منم ، چې افغانستان يو خوار هېواد دی او د بهرنيانو له مرستې پرته به خپلې ستونزې په ګرانه حل کاندي ،خو موږ بايد د مرستې په غوښتنه کې خپل بريد وپېژنو او خپله ابرو ليلام نه کړو . مشهور متل دی ، چې :


خوار خدای کړې ،دا بې غيرته چا کړې .