کور / شعر / زيرئ

زيرئ

 


زيرئ مي درباندي  ، خوله خوږه راکړه
سرې شونډي پر شونډو نذرانه راکړه


ټينګ مي کړه او غيږي ته راودانګه
سترګو کي د ميني کرېشمه راکړه


مه مي پريږده ، ژر ژر را نه وپوښته
سپينه خولګۍ پرانيزه وعده راکړه


زه به په وار وار وايم چي زيرئ  دۍ
ښکل مي کړه  د زيري  شکرانه راکړه


زيرئ مي درباندي خدای مي ومنل
شپه يې ستا په خوا کي  رندانه  راکړه


2008-01-23