کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه : رشوت پر افغانستان مسلط دئ

ملګري ملتونه : رشوت پر افغانستان مسلط دئ

اسوشیټیډ پریس او فرانس پریس آژانس خبر ورکړ چي د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې د څانګی ریًس « انتونیو ماریا کوستا » نن خبرداری ورکړ چي رشوت او فساد پر افغانستان باندي حکمفرما دئ او دا نن هلته یوه عادي خبره ګرځېدلې ده .

دغي څانګي نن یو ډیر مهم راپور خپور کړ چي د ۶۷۰۰ کسانو څخه یې د پوښتنو څخه تهیه کړئ دئ .

په دې راپور کي ویل کیږي چي افغانانو تېر کال ( د ۲۰۰۸ د مني څخه د ۲۰۰۹ تر مني پور ) ۲٫۵ بلیونه ډالره رشوت ورکړئ دئ چی دا مبلغ د ناخالص ملي تولید درېیمه برخه جوړوي .

راپور زیاتوي چي ۵۰٪ افغانانو حکومتي کسانو او پولیسو ته رشوت ورکړئ چي په اوسط ډول هر نفر ۱۶۰ ډالره تادیه کړي دي .

خو څیړونکي وایي چي دا راپور د لندن د کنفرانس څخه دوې اوونۍ مخکي خپریږي او دا پر کابل د زیات فشار او نړیوالي ټولني ته د خبرداري معنا ورکوي چي د خپلو مرستو حساب وغواړي .