کور / ترخې خبري / ولسي جرګه له افغان ملت څخه بخښنه وغواړي !

ولسي جرګه له افغان ملت څخه بخښنه وغواړي !

ويښ ځوانان: ولسي جرګه دې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي



ويښ ځوانانو د غبرګونغونډې په توګه د يوې خبري ناستې په ترڅ كې وويل چې ولسي جرګه دې د لروبر افغان مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي.


دغه خبري ناسته د مرغومي په ۲۶مه، په ننګرهار ولايت كې د فخرافغان باچاخان پر مزار د لسګونو ويښ ځوانانو او د لوى افغانستان د فرهنګيانو په ګډون ترسره شوه.



په ختيځ زون كې د ويښ ځوانانو استازي شريف الله ناصري وويل چې دوى دغه ناسته د ولسي جرګې د ځينو غړو لخوا د لوى افغانستان د ځينو مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو په غبرګون تر سره كړه.

د مرغومي په ۲۴مه، د ولسي جرګې د ځينو غړو لخوا د لوی افغانستان د نومياليو مشرانو فخر افغان خان عبدالغفار خان  او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او د دوی د درنو کورنيو په باب سپکې څرګندونې كړې وې.

د ويښ ځوانان مشر اسرار احمد كريمزي وويل چې ويښ ځوانان د لروبر افغان مشرانو پر وړاندې د ولسي جرګې د ځينو غړو سپكې څرګندونې په كلكه غندي.



اسرار وويل: ((ولسي جرګې دې د ناسمو څرګندونو له امله له افغان ملت څخه بښنه وغواړي.))



نوموړي په سختو الفاظو كې له دولت او د ولسي جرګې له مشرتابه څخه غوښتنه وكړه چې د لوى افغانستان د مشرانو په درنښت او حيثيت ساتلو په موخه دې د ولسي جرګې هغو غړو ته چې سپكې څرګندونې يې كړي علني سزا وركړل شي.



د هغه په وينا دا ډول څرګندونې هغه څوك كوي چې د هېواد د دښمنانو له خوا استخدام شوي وي.

د غونډې يو تن ګډونوال او په پښتونخوا كې د ملي عوامي ګوند غړي احمد شاه يوسفزي هم د لوى افغانستان د مشرانو پر وړاندې شوې څرګندونې وغندلې.

نوموړي دغه ډول څرګندونې د لروبر د يووالي لپاره زيانمنې وګڼلې او زياته يې كړه چې دا ډول څرګندونې هغه څوك كوي چې د لوى افغانستان له تاريخ څخه ناخبره وي.

همداراز د سيمې فرهنګي او د قلموال خپرونې چلوونكي شېرعلم املوال هم د غبرګون تر څنګ زياته كړه چې دولت بايد د لوى افغانستان د مشرانو  د پېژندنې په موخه وكيلانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ كړي.

نوموړي زياته كړه چې لروبر افغانان سره بېل نه دي او وكيلان بايد دا حقيقت درك كړي.

په ختيځ زون كې د ويښ ځوانانو استازي د ولسي جرګې له مشرتابه څخه په كلكه غوښتنه وكړه چې د لوى افغانستان د ملي مشرانو پر وړاندې د ناسمو څرګندونو مخنيوى وكړي.

نوموړي زياته كړه چې په دغه غبرګونغونډه كې د لوى افغانستان ځوانانو د ويښ ځوانانو سره خپله همغږي وښوده.

د خبرې ناستې په پاى كې لاندې پرېكړليك وړاندې كړاى شو.  
 1 . هر هغه څوک چې د ملي مشرانو سپکاوی کوي بايد علني سزا ورکړل شي.


  2. په دې باب د ولسي جرګې د مشرتابه بې تفاوتي په کلکه غندو او ترې غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې د دا ډول مسايلو راپېښېدو مخنيوی وکړي.  


 3 . دولت بايد د هغو وکيلانو لپاره چې خپل ملي مشران نه پېژني ځينې روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.


  4. له لروبر پراته افغان ولس څخه غوښتنه کوو چې په خپلو نومياليو ننګ وکړي او دغه ډول افغان ضد کسان پرې نه ږدي چې زموږ د مشرانو په شان کې بې احترامي وکړي.


 يادونه :  لراوبر له خپلو ټولو لوستونکو هيله کوي چي د نظر څرګندولو او تبصرې ليکلو پر مهال د قلم عفت تر پښو لاندي نکړي !

تبصره نسته

  1. وروره ګیله له هغه چاپکارده چه پوهه ولری اوریدلی به مووی چه دریاب دسپی په خوله نه مرداریږی . دپښتانه ټبردیوالی په هیله.

  2. محترم د ویخ زوانانو مشر صاحب !

    دا اول زل دی چه ما د لوی افغانستان – ویخ زوانان په نامه ستاسو د غوندی سو تصویرونه و اعلامیی ولید – نور تنظیومونه لگ وو چه یو بل تاسو پکی جور کر – د نورو تنظیمونو نه مو سه ولید بدون د دربدری – زلالت – د افغانستان بربادیدل چه تاسو نه به وگورو – بیا هم که چیری تاسو اوستاسو گوند د افغانستان او ددی کریدلی ملت لپاره کار کوی تاسو ته د لوی خدای نه کامیابی او سر لوری غوارم – او که چیری تاسو هم د نورو گوندونو په شان دغه شی مو د چوکی مقام – پیسو او د افغانستان د لا خرابی لپاره جور کری وی – نو مخکی له دی نه چه پخپل پلان کامیاب شی – د لوی خدای نه ستاسو او ستاسو د گوند ناکامی او بربادی غوارو –
    وسلام

  3. هیله لرم چی په دی تولنه کی ستا سوسره ونده واخلم په دیره هیله او درناوی.

  4. درنو لوستونکو ته سلامونه په ولسی جرکه کی یو نیم پخوانی توپکیان ناست او هغوی دافغانستا لپاره کار نه کوی هغوی د بل ملک لپاره کوی هغوی په خپلو ملی کټو نه پوهیژی هغوی یوازی او یوازی ډالر پیژنی ښه مثال یی نوی اطلاعاتو او کلتور وزیر مخدوم رهین چه ایران لپاره کارکوی او د ولسی جرکی یونیم غدو ته پسی ورکړی او ځان یی کامیاب کړی دایران دخدمت لپاره

  5. د ويښ ځوانانو دا غونډه او نوري هڅې د ستايلو وړ دي ، فکر کوم وېښ ځوانانو دا موضوع يوه پيلامه کړه او راتلونکې غونډې به يې بيا د ارګ د څو کرايي فرهنګيانو ددفاع او غوښتنو عملې کېدو لپاره وي .
    لږ وخت وروسته به خپله وېښ ځوانان ووايي چې د چا لخوا د څه لپاره ګمارل سوي وو .
    په اوسنۍ احتجاج کې ورسره همغږی يم . د ولسي جرګې پردي پال د ملي مشرانو په سپکاوي غندم .

  6. لر اوبر ته وړاندیز:
    محترمو که لطفآ دغه موضوع لږروښانه کړی چه کومو وکیلانو د ملی مفاخرو سپکاوی کړی او څه وخت؟

  7. محترموا!
    دا چهدا وکیلان سوک دی چه سېکاوی کوی نو باید به داکه ی کری . مننه او بخنه چی بختو فانت به کمبوتر کی نه لرم .

  8. اولسي جرګه نده بلکې چرګه داولي له افغان اولسه بخښنه وغواړي په هیڅ صورت کي به دانه کوي،ځکه چي دوئ ټول دیرغلګروپه خوښه ناست دي او دهغوئ له ډارهیڅ هم نشي کولای.بل داچي ويښ ځوانان خوافغانان ددې خاین عکس یي ایښی دی،آياموږخپل اتلان نه لرو،چي هندي ګاندهۍ باندي نازېږو،دی خوډیرکرغیړن تاریخ لري،نواې ويښوځوانان دادپیرنګي مزدور لیري کړي نوزه موهم په حقه سره ملګری یم اوکه داخاین وي نوالله مو مل شه،والله که دوئ هیڅ دپښتنولپاره کړي وي،هسي دنورولاس پوڅی وو-
    په پښتنه مینه

  9. لر اوبر ته وړاندیز:
    محترمو که لطفآ دغه موضوع لږروښانه کړی چه کومو وکیلانو د ملی مفاخرو سپکاوی کړی او څه وخت؟
    بېرته شاته

    وکیلان سوک دی چه سېکاوی کوی نو باید به داکه ی کری

  10. محترمو ويښ ځوانانو:
    اوس ده عمل وخت رارسيدلي دي.تنظيمو نتيجه نده وركړي. جهاد وكړي او يوه جهادي جبهه جوړه كړي.

  11. ده لطیف کندهاری څخه مننه:
    تاسی ډیره ښه خبره وکړه. واقعآ که افغانان دی خبری ته ځیرشی نو عزت اوعفت ،اوخپلواکی هم په جهادپوری تړلی ده.

  12. سلامونه او ښې چارې ګرانو ویښ ځوانانو!
    ستاسو هلې ځلې د ستایلو وړ دي، خو یوه هیله ټول افغانان لري او هغه دا چې دغه خاین او مختورن وکیلان څوک دي چې زمونږ د ویاړلي شخصیتونو په اړه سپکې سپورې وایي؟ دوی باید افغان ملت ته وپېژندل شي، تر څو افغان ملت او هېوادوال رښتنې او په هېواد مین وکیلان وپېژني او هم روښانه شي چې کله او چېرته یې داسې بې ځایه څرګندونې کړي.

  13. مننه د هيواد د ويخ ځوانانو سخه په هيواد مين پښتون ځوانانو سخه چي د افغان ملت سخه يي يو سه وويل ګرانو ويښ ځوانانو زه غوارم چي ستاسي سره پدي پښتون مين تيم کي ګدون وکرم دا سنکه امکان لري مننه
    تيليفون 0775653998/0700621822

  14. مننه د هيواد د ويخ ځوانانو سخه په هيواد مين پښتون ځوانانو سخه چي د افغان ملت سخه يي يو سه وويل ګرانو ويښ ځوانانو زه غوارم چي ستاسي سره پدي پښتون مين تيم کي ګدون وکرم دا سنکه امکان لري مننه
    تيليفون 0775653998/0700621822

  15. محترم لطیف قندهاری صیب:
    ډیره ښه عرضونه دی وکړه اوروښتیاده عمل وخت دی :که موږته ده کارزمینه رابراره شی نودابه زموږلپاره ده ویاړځای مننه

  16. محترم لطیف قندهاری صیب:
    ډیره ښه عرضونه دی وکړه اوروښتیاده عمل وخت دی :که موږته ده کارزمینه رابراره شی نودابه زموږلپاره ده ویاړځای وی مننه

  17. یاره خو نوي نوي شیان وینم هیران شم ورته … زه ارمان او افسوس په دې کووم چې په ولسي جرګه کې زموږ
    پښتانه بیخي زیات دي نو بیا ولې د ولسي جرګې مشر د پښتو او د پښتنو دښمن شي . په ولسي جرګه کې چې کوم ریس ټاکل کیږي وکیلان ورته رایه ورکوي د رایی ورکولو نه وروسته ریس کیږي که زموږ ځینې خرڅو شویو پشتنو وکیلانو که یونس قانونی ته ریه نه وای ورکړی او یو پښتون یی ریس کړای وای نو بیا هر وکیل د افغانیستان د لویو لویو کسانو لکه احمدشا ابدالي ، باچاخان اونورو….. په حق کې به یی دا بې منتکه خبر ې نشوای کولای. بې له څو پښتنو وکیلانو نه چې په پښتو ژبه باندې
    په هره رسمي ټولنه کې په خپله پښتو ژبه باندې خبرې کوي نور زیات
    پشتانه وکیلان یوه رسمي غونډه چې وي تاسې ورته فکر وکړی په
    په دري ژبه باندې وینا کوي اور دې ولګي په داسې بی غیرت پښتون وکیلانو باندې . دا که د ولسي جرګې مشر پښتون وای کوم وکيل د
    لراوبر افغانیستان مشرانو ته چا په بد نظرهم نشوای کتلای .
    زموږ خپله کرزۍ لالا
    چې کله وینا کوي نو نیمه په دري ژبه وي نیمه په پښتو نوي نوي شیان وینم هیرااان شم ورته کیدای شي چې کرزی ساهب نه جنت ته لاړ شي او نه دوزخ ته ملایان وایی چې د جنت او دوزخ په مینځ کې یو ځای دی چې هغه ځای ته د کافرانو بچیان چې کله په کوچینتوب کې مړه شي هغه ځای ته ځي چې نه جنت دی او نه دوزخ خدای مې دې غاړې نه بندوي کرزی به هغه ځای ته لاړ شي. او دا دوعا به کوو چې زموږ پشتانه مشران دې الله پوه کړي . امین

  18. pashton os de gholami ghwand kawi
    tar hagha wakhta ba gholam wi, tar zo pore che taleb po qodrat rashi