کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د كابل د وروستۍ حملې په اړه د يو شمير كارپوهانو په حواله ليكلي، چې ددى حملې ترشا د هغو كړيو لاس دې، چې د سولې او له طالبانو سره د خبرو اترو مخالفين دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې نړيوال د سولې لپاره كومه اراده نلري او نه غواړي، چې افغانستان د برخه ليك نوښت پخپله افغانان په لاس كې واخلي.
ورځپاڼې همدې حملې ته په اشارې د امريكا د دفاع د وزير په حواله ليكلي، چې له افغان دولت سره د طالب مشرانو پخلاينه امكان نلري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ځينو هغو كړيو هڅو ته كتنه كړې، چې په هيواد كې قومي مسايلو ته لمن وهي او پدې اړه يى د ولسمشر كرزي څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې په پوره يوالي سره بايد دغه هڅې شنډې كړاى شي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روانو پيښو په اړه د رسنيو چلند څيړلې او ليكلي، چې د پيښو ډراماټيك كول له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې رسنۍ بايد پخپلو خپرونو له سره كتنه وكړي او خلكو ته دملي ګټو په پام كې نيولو سره رښتينې معلومات وړاندې كړي.
ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د دوشنبې د ورځې د حملې په وړاندې د افغان امنيتي ځواكونو غبرګون ستايلې او د بريتانيى د لوى درستيز په حواله يى ليكلي، چې دې حملې ته پخپل وخت مناسب ځواب وركړل شوې.
په ورځپاڼه كې دا سپارښتنه هم شوې، چې د ترهګرو د حملو د شنډولو لپاره دې زيات امكانات وكارولې شي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د سولې د بهير په اړه د امريكا ددفاع د وزير په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، تر كومې، چې د جنګ په ډګر كې بدلون رانشي له ملا عمر سره د خبرو چانس كم بريښې.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په پاكستان كې د وسلوالو پر ضد روانه مبارزه څيړلې او دا انتقاد يى كړې، چې پاكستان هغه لورې نه ځپي، چې په افغانستان كې د جګړې غوښتونكي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په اړه د ملګرو ملتونو وروستي رپورټ ته په اشارې دا سپارښتنه كړې، چې د فساد پر ضد مبارزه بايد په عام مفهوم سره پر مخ بوتلاى شي او يوازې په دولتي ادارو تمركز ونشي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې په هيواد كې له روانو پيښو سره د رسنيو چلند څيړلې او ليكلي، چې دوى بايد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره مسلكي چلند وكړي.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د روانو حالاتو په اړه د ځينو كارپوهانو نظرونه څيړلي او ليكلي، چې ددوى څرګندونې د ملي ګټو له پولې څخه اوړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په كابل كې د شوې حملې په اړه د يو روسي كارپوه نظر راخستې او د هغه په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې په كابل د طالبانو حملې دا وښودله، چې امريكا په افغانستان كې كوم ځانګړې جامع سياست نلري.
ورځپاڼې د همدې حملې په اړه په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې طالبانو پدې حملې سره خپل واك نندارې ته وړاندې كړ.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د لندن په غونډې تبصره كړې او د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د بريتانيى سياستونو ته په اشارې دولت ته دا سپارښتنه كړې، چې د غونډې پريكړه او لومړۍ خبره بايد پخپله وكړي او بريتانيى ته دا موقع ورنكړي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې د دوشنبې د ورځې حملې په افغانستان كې د سولې په روان بهير كوم ځانګړې اغيز نلري او اوس به لا ډير وختي وي، چې ددې بهير د پاتې راتلو په اړه څه وويل شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ممكن د كابل حملې د سولې بهير ته د طالبانو ځواب وي خو د ورځپاڼې په وينا اوس هم په زيات شمير كې داسې طالبان شته، چې غواړې د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بيارغونې روان بهير انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې په هيواد كې روانو جنګونو پدې بهير ناوړه اغيزې درلودلي دي.