پيټريوس: د کابل حملې د طالبانو قوت ښيي

34 | جنوري 20th, 2010


د امريکا لوړ پوړى پوځي قومندان جنرال ډيويډ پيټريوس وايي د کابل پر ښار نوي حملې د طالبانو قوت په ډاګه کوي او تر ډېره حده موثري وې، خو دا حملې به د امريکا او ملګرو حوصله نوره هم پياوړې کړي.
جنرال پيټريوس وويل افغان امنيتي ادارو د دغو حملو پر مهال د خپلو او ملکي کسانو د ډېري مرګ ژوبلي په مخنيوي کي کافي هڅه کړې چي د ستايني وړ دي.

Copyright Larawbar 2007-2024