پښتونخوا د فخر افغان ٢٢ تلين لمانځي

34 | جنوري 20th, 2010


د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د عوامي نيشنل ګوند مشران نن د فخر افغان خان عبدالغفار خان دوه ويشتم او د خان عبدالولي خان شپږم تلين پر يوه ځاى لمانځي.

د عوامي نيشنل ګوند له خوا خپره سوې اعلاميه وايي د پېښور په نيشتر هال کي يې د يوې غټي غونډي دپاره تيارى نيولئ چي د ليکوالانو او سياستوالو له خوا به د پاچاخان او عبدالولي خان پر ژوند، مبارزه او پښتون ولس ته د هغوى پر خدمتونو رڼا واچوي.

Copyright Larawbar 2007-2024