موږ اوس ملي اتلان نه پېژنو ! د زلمي ځيرک ليکنه
د افغانستان معاصر تاريخ ته که لږ ځير شو نو وينو چې دېرش کلن غم لړلي پير نه يوازې ټول هيواد په کنډوالو او خرابو بدل کړ بلکې تر ټولو د اندېښنې او ځورونې وړ خبره خو لا دا ده چې د هيوادوالو ذهنونه، مفکورې او خيالات هم دومره تخريب او برعکس شول چې ان له ذهنونو نه يې د ملي اتلانو او هغو سترو اشخاصو چې افغانستان يې په څو څو ځله د ډېرو لويو ښامارانو له خولې ژغورلی او د افغانستان د پرمختګ لپاره يې يو داسې سترې او نه هېرېدونکې کارنامې ولس ته پرې ايښي چې نه يوازې ټول افغانان پرې وياړې بلکې د نړۍ ستر او زبر قوتونه يې هم مېړانې او کارنامو ته ګوته په غاښ پاتې شوي دي ـ
لکه چې مخکې يادونه وشوه تر ټولو ځورونکې او نه زغمونکې خبره دا ده چې اوس له ځينو افغانانو دومره سترې تېروتنې کېږي چې وروسته به نه يوازې دوی خپل ځانونه ونه بخښي اونه به افغان ولس دوی ته د بخښني الفاظ وکاروي ـ ډېری وخت خلک تېروتنې کوي او وايي انسان له تېروتنو خالي نه دی، خو ځينې وخت داسې هم وي چې تېروتنې دومره سترې او نه جبرانېدونکې وي چې د ميليونونو کسانو حق پکې تر پښو لاندې شوی وي ـ او د يو داسې کس لپاره د ملي اتل ستر او سپېڅلی لفظ کارول شوی وي چې د هغه چا لپاره د يو ځل لپاره دا لفظ کارول هم يوه ستره فاجعه ګڼل کېږي ـ
ددې لپاره چې خبرې ډېرې اوږدې شوې نه وي او خپله موخه رانه ګډه وډه شوې نه وي په لنډو او ساده ټکو به ووايو ـ همدا څو ورځې وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ اته اتيا يمه کليزه په داسې حال کې لمانځل کېده چې لا هم په هيواد کې امنيتي ستونزې شته خو ددې لپاره چې ولسي خلک څو شېبې په تفريح او ساعتېري تېرې کړې وي د دولت له خوا په همدې ورځ د ښار په بېلابېلو ځايونو کې د جشنونو او موسيقۍ پروګرامونو تياري نيول شوې وي او د دې تر څنګ د له ډېر پخوا راهيسې دود دی چې په همدې ورځ د دولت له خوا ځينې رسمي کارډونه او ورقې هم چاپېږي چې اوس يې ملي اردو د الوتکو او زغره والو ګاډو له لارې پر ولسي خلکو ددې لپاره شندي چې خلک د هيواد له ملي اتلانو او سترو اشخاصو له کارنامو او نومونو سره اشنا او بلد شي خو د افسوس او ځورېدو ځای دا دی چې د سترو اتلانو په ليکه کې د يو داسې چا عکس د ميرويس خان نيکه د عکس پر ځای ور اضافه شوی چې په کار نامو يې نه يوازې ټول ولس ډېر ښه خبر او پرې شرمېږي بلکې د نوموړي نږدې پلويان يې هم کار نامو او ظلمونو ته په کتو خجالت کوي ـ
له کوم وخت راهيسې چې د طالبانو واکمني ړنګه شوې او ښاغلی کرزی يې پر ځای واک ته رسېدلی نوموړي د ملي خاين له لقب څخه د ملي اتل لقب غوره کړی او د کابل د اکثريت واټونو پر سر د نوموړې تر انځور لاندې ليکل شوي وي د هيواد ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود ـ
که چېرې موږ د نوموړي د شخصيت په اړه لږ څه دقيقه مطالعه وکړو نو ډېر ژر به راته جوته شي چې دا ستر لقب چې اوس ده ته ورکول شوی په زرګونو کلونو نور يې هم نه شي تر لاسه کولای ـ
د همدې ښاغلي په اړه چې اوس هڅه کېږي د ملي اتل په توګه يې موږ ته را وپېژني غواړم شخصيت يې په څو ټکو کې در وپېژنم، رحمت الله ساپی په خپل _مسعود پېژنئ_ نومي کتاب کې ليکي ــ
د مسعود کورنۍ د تاجکستان د پاردريا خانان دي چې پخوا راغلي او اوس د پنجشير په بازارک کې استوګنه کوي ـ د کورنۍ ګڼ شمېر مشران يې په اردو کې منصبداران وو درنه او محترمه کورنۍ ده، پلار يې مرحوم ډګروال دوست محمدخان ډېر ښه او درون شخصيت و، د دوی په کورنۍ کې اخلاقي نيمګړتيا نه وه، د دوی کورنۍ په پنجشېر کې سيمه ييزو پنجشېري مشرانو په پرتليزه توګه نوميالۍ او اغېزناکه نه وه ځکه چې ډېر ژوند يې په کابل ښار کې تېر شوی دی ـ
د مسعود په اړه د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير جنرال نصير الله بابر په ــ نوای وقت ــ انتوني ډيويس په ـــ ايشيا ويک ــ او جنرال ګروموف په ــ سرې لښکري په افغانستان کې ــ ليکي چې ګډلنډيز يې وړاندې کېږي ــ مسعود له انجنيري پوهنځي نه د يوه اخواني په توګه د محمد داود خان په فشار له نورو اخواني ملګرو سره پاکستان ته لاړ، مسعود د ذوالفقار علي بوټو د صدارت په وخت کې د جنرال بابر تر څارنې لاندې پېښور ته نږدې په چراټ نومې سيمه کې د کوماندو او ځانګړيو ځواکونو د ښوونکي تر لارښوونه لاندې د ترور، سبوتاژ، ړنګولو، ژر وژلو، حملې او نورو چارو زدکړه وکړه ـ په دې هکله بابر وايي چې مسعود او حکمتيار د نورو په پرتله غوره وو، دوی په پاکستان کې وسله وال سمبال شول او افغانستان ته د ړنګولو او د حکومت ضد هڅونو لپاره ولېږل شول چې کړکېچ جوړ کړي ـ
جنرال بابر دغه پروګرام د خپلو کارنامو يوازينی ستر برياليتوب بولي ـ د همدغو ګروپونو د ړنګوونکو چارو له امله د محمد داود خان حکومت د بوټو د حکومت تر ګواښ لاندې راغی چې بوټو يې اټکل هم نه شوای کولای، وروسته تر هغه چې اخوانيانو د محمد داود خان د حکومت پر وړاندې ماتې وخوړه مسعود د پاکستان له لارې منځني ختيځ ته لاړ، په مصر او نورو هيوادونو کې د دوو نيمو کلونو نه ډېر وخت پاتې شو، د هغه ځای له اخوانيانو سره اوسېده او هلته يې هم زدکړه او عمليات وکړل ـ
د وړاندې ذکر شوي کتاب ليکوونکی جنرال رحمت الله ساپی په بل ځای کې زياتوي چې، مسعود په خپل ورځني ژوندانه کې د اسلام برهان منل خو له خپلو ډېرو نږدې ملګرو سره يې يو ځای شراب هم څښل ـ د مسعود او فرانسوي نجونو تر منځ دوه اړخيزه مينه ميلان ډېره وه ـ فرانسوۍ نجلۍ ته لوی وياړ و چې د هندوکش په غرونو کې د يوه اتل په غېږ کې ولوېږي او مسعود ته هم د نعمتونو کفران ګران و، ويل کېږي يوې فرانسوۍ نجلۍ په دې هکله يو کتاب ليکلی او نوموړې نجلۍ د مسعود نه يو بچی هم لري ـ دا دوې پورتنۍ خبرې د ډېرو کسانو په اند کوم ملي ارزښت نه لري ـ
ليکوال وړاندې زياتوي، که ددغو پېښو تر شاه د کاسې لاندې نيم کاسه نه وي او کرکجنې پايلې ونه لري، نو زه هم کوم ارزښت نه ورکوم، ځکه هيڅوک پرښتې او ملايکې نه دي انساني او بشري غوښتنې لږ يا ډېرې هر څوک لري ـ خو دلته موخه دا ده چې شراب او نجلۍ د انتلجنس شبکو د ــ بلک مېل ــ کولو ډېرې اغېزناکې او غوره وسيلې دي ـ
ايوان شميلوف په بل ځای کې د ښاغلي مسعود په اړه وايي، احمدشاه مسعود څه موده د ماسکو په اکاډمۍ کې له جنرال ويرينکوف سره يو محال د ځانګړيو زدکړو په کورس کې يو ځای و او د جنرال ويرينکوف د زېږېدنې په لمانځن غونډه کې يې ښې ډېرې ډالۍ هم راوړې وې ـ
هر څوک حق لري چې د قانون په چوکاټ کې هر چېرته ولاړ شي خو د مسعود تګ پاکستان او منځني ختيځ ته، د افغانستان د قانوني دولت پر ضد د ټروريزم زدکړه او د بهرنيانو په ګټه چورلېدل ملي خيانت دی، د جهاد په وخت کې روسيې ته تګ، زدکړه او ليدنې کتنې هم ملي خيانت دی، نورې ډېرې خبرې هم شته چې په اسنادو ورته افشاء او رسوا کېدای شي، خو دلته مې يوازې په څو جملو د ځينو شواهدو سره تاسو ته وړاندې کړل ـ
غواړم د احمدشاه مسعود په اړه ځينې نور لنډ معلومات هم تاسو ته درکړم او وروسته به تاسو خپله قضاوت کوئ او له ځان سره به پرېکړه کوئ چې دا ښاغلی ملي اتل او که ملي خاين و ـ
له احمدشاه مسعود او پلويانو نه يې څو پوښتنې د يادونې وړ دي، د بېلګې په توګه، د سالنګ لويه لاره د روسانو پر مخ ولې او د څه موخې لپاره بنده نه شوه خو د طالبانو پر مخ ستر ستراتيژيکي پلونه ړنګ او لاره بنده شوه؟
ددې خبرې د څېړنې لپاره ارومرو اړتيا ده چې د مسعود اصلي څېره وپېژنو، که پوښتنې له اسنادو سره يوشان نه وي نو بيا لوستونکو ته سرخوږی پيدا کوي او که يو شان وي د لوستونکو مېړانه او زوړتيا غواړي چې پرېکړه وکړي ـ
لومړی ــ ولې احمد شاه مسعود له پيل نه تر پايه د سالنګ لويه لار د روسانو پر مخ ونه تړله ؟
دويم ــ ولې مسعود څه نه ويل چې روسانو خپله لويه او کرکجنه تنګسه ــ محاصره ــ پر ننګرهار، پکتيا، او پکتيکا راوستله؟
درېيم ــ ولې يې پر بګرام چې د روسانو ټول هوايي عمليات له همدې اډې نه کېدل ان يو ډز هم ونه کړ؟
څلورم ــ د مسعود د نړيوال شهرت لاملونه څه وو او په دې لاره کې چا لاس لاره؟
د انګرېزانو او روسانو له خوا د پښتنو پر وړاندې د مسعود په کارولو کې د هغوی تاريخي او اوسنۍ موخې او غوښتنې څه وې او بيا په دې کار کې ده څه ګټه لرله ؟
د ښاغلي مسعود په اړه پورتنۍ څرګندونې دا ښيي چې موږ بايد نوموړي ته د يوه مجرم او ظالم په توګه خطاب وکړو، خو دا چې اوس موږ د اتل او يوه لوی مجرم تر منځ توپير نه شو کولای، دا زموږ کمزوري او غفلت په ډاګه کوي، او تر ټولو جالبه خو لا داده چې موږ نه يوازې يوه مجرم ته د اتل خطاب کوو بلکې د خپلواکۍ د ورځې په کارټونو کې يې د يوه داسې ستر شخصيت پر ځای عکس راولو چې د افغانستان نوم او خاوره يې د يوه ستر غلم څخه په امان کې کړه، او له همدې کبله خلکو په نيکه ونوماوه او د يوه ستر فاتح او اتل په توګه په ټول ملت کې پېژندل کېده، خو ايا دا د ډېر افسوس ځای نه دی او له خپلو اتلانو سره يوه ستره جفا نه ده چې موږ پر ځای ددې چې ټول ملت يې په کارنامو ووياړو او ټولې نړۍ ته څرګنده کړو چې موږ دومره ستر اتلان لرو چې تل يې يوازې او يوازې د ملت ژغورنې او د ملت د پرمختګ په اړه فکر کړی موږ يې په ډېرې بې تفاوتۍ پر هر څلي او واټ د عکس ځړولو پر ځای د يوه داسې چا عکس مښلوو چې د زرګونو افغانانو د وژلو پړه پر غاړه لري ـ
که لږ ځير شو اصلاً خبره يو څه بل ډول ښکاري، د خپلواکۍ د اته اتيايمې کليزې په ورځ چې کوم کارټونه د دولت له خوا چاپ شوي وو، ممکن دا د يو سازش په توګه د ميرويس نيکه د عکس پر ځای د مسعود عکس په دې موخه ځای شوی وي چې ځينې خلک او کړۍ غواړي د پښتنو په منځ کې په دې توګه اختلاف او بېلتون رامنځته کړي چې دې ته په کتو سره خلک وانګېري چې ګواکې د دوراني قوم له خوا قصداً دا کار تر سره شوی دی خو په ټينګار سره دا ويلای شم چې هېڅکله يو پښتون هغه که دورانی وي او که د کوم بل قوم د خپل ستر نيکه سره دومره جفا نه شي کولای ـ
لکه چې مخکې يادونه وشوه دا هر څه د غليم يوه توطيه او دسيسه ده چې غواړي د پښتنو په منځ کې اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي ـ