کور / تازه خبرونه / بادغيس: طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

بادغيس: طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

د بادغيس چارواکي وايي د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په خاتوران کلي کي يې عمليات کړي چي د طالبانو ١٥ جنګيالي يې د هغوى له درو قومندانانو سره وژلي دي.
د لوېديځ زون د پوليسو لوړ پوړى مشر جنرال اکرام الدين ياور وايي دغه کسان يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ناټو ځواکونو د الوتکو په مرسته وژلي دي.
طالبانو لا تر اوسه د حکومت د دې ادعا په هکله څه نه دي ويلي.