يوه امريکايي سرتيري په خپل ټوپک ځان وواژه

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2010


د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا لراوبر ته په وروستۍ رسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي يو امريکايي سرتيری نن د افغانستان په لويديځ کي د هغو زخمونو له امله مړ سو چي جګړئيز  نه وه . په خبرپاڼه کي د وژل سوي سرتيري هويت او د وژل کېدو دقيق ځای نه دی ښودل سوی .


بله خوا طالب وياند قاري يوسف په سيمه کي د لراوبر خبريال ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي نن د کندهار د ارغنداو د کوهک په سيمه کي يوه سرتيري خپل ځان هغه مهال زربه کئ چي د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبر يې واورېد .


قاري يوسف په دې اړه داسي وويل :


نن دورځی  مازیګر مهال  په یوه قوی چاودنه  چی ، دکندهار ولایت  دارغنداب ولسوالۍ دکوهک په سیمه کی رامنځه ته شوه (۱۱) تنو خارجو عسکرو ته  مرګ ژوبله واړوله .له دی خونړۍ پیښی ورسته  یوه خارجی عسکر هغه مهال خپل ځان  په خپل ټوپک وواژه چی کله  په  یادې شوې پیښه کی دخپلو ملګروله درنې مرګ ژوبلې  خبرشو . قاري يوسف وايي چي نوموړي عسکر دارغنداب ولسوالۍ دژوندو هدیرې په  سیمه کی دخارجی عسکرو په میشته قرارګاه کی دنده ترسره کوله .

Copyright Larawbar 2007-2024