کور / شعر / نوې املا- دولسمشر لومړی فرمان

نوې املا- دولسمشر لومړی فرمان

نوې املا


ماین په ( الف) لیکیء
                           چې:
                     له (مین) سره یې فرق وشي
هسې هم
            نن سبا
                    په دې وطن کې
له مینانو نه ماینونه ډېر دي
او
(ټوپک)اسم مذکر دی
                       (ټوپکونه) یې جمع
دې ته ( ټوپکې ) کارول ناسم دي
ځکه ټوپکې د ماشوم
                      منډو رامنډو سره
                                      ښې ښکاري
سپېڅلې لوبې په بدرنګه نومو مه یادویء

                                               ۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دولسمشر لومړی فرمان

خپلو سپېڅلو ماشومانو ته
ټوپک او تو مانچې مه اخلیء
بیا
    په نانځکو باندې
                           ډزې کوي

۱۳۸۸ شپږم پېشلمی