کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د ماليى وزير څرګندونې راخستي او ليكلي، سره له دې، چې په افغانستان كې پخلاينه له جنګ نه خورا ارزانه ده، خو نړيواله ټولنه په افغانستان كې د سولې په راوستلو كې يوه ښه همكاره نده پاتې شوې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بهرنيو مرستو په نا اغيزمنتيا بحث كړې او د هغې اساسي علت يى د مرستو په لګولو كې د دولت بې واكي بللې.
ورځپاڼې په دوام كې دولت ته سپارښتنه كړې، چې د لندن غونډې ته دې داسې طرحې وړاندې كړي، چې له مخې يى نړيوالې مرستې د افغان دولت د بوديجې له لارې ولګولې شي او پدې ترتيب سره د دولت كړنې هم اغيزناكې شي.
په ورځپاڼه كې د كابل د وروستيو حملو په تړاو كې د څلورو مشكوكو كسانو د نيولو خبر هم وركړل شوې او د كابل د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د رئيس په حواله ليكل شوي، چې دغو كسانو په فروشګاه باندې په شوې حمله كې مرسته كړې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان دولت د بوديجې له لارې د نړيوالو مرستو د لګولو په موضوع بحث كړې او پدې اړه يى د څار او انسجام بورډ سپارښتنې ته په اشارې، ليكلي، چې په سلو كې پنځوس نه بلكه په سلو كې سل دا مرستې ټولې بايد د افغان دولت لخوا ولګولې شي.
ورځپاڼې يو ځلې بيا په افغانستان كې له روانو پيښو سره د رسنيو چلند ته كتنه كړې او ليكلي، چې د پيښو ډراماټيك كول په خلكو كې د ډار او نا هيلۍ ورحيه راټوكوي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې لويديځوال په افغانستان كې د فساد تر ټولو ستر شريكان دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې په سلو كې څلور پنځوس افغانان پدې باور دي، چې بهرني سازمانونه او نا دولتي موسيسې ددې لپاره افغانستان ته راغلي څو خپل جيبونه ډك كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا افغانستان كې د اداري فساد په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور له دې امله انتقاد كړې، چې حقايق پكې ځپل شوي او ليكلي، چې د لندن د غونډې په درشل كې ددې راپور د خپرولو اساسي هدف، د افغان ولسمشر تر يو ډول فشار لاندې راوستل دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه څه هم دې ادارې په خپل راپور كې په افغانستان كې د اداري فساد اصلي سټي ندي افشا كړي، خو افغان ولس خپل وژونكي، لوټماران او غله ډير ښه پيژني.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړيدي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد په اړه د ملګرو ملتونو په ورستي رپورټ بحث كړې او په عينې حال كې دې سازمان ته سپارښتنه كړې، چې د شميرو د خپرولو پر ځاى دې ددې پديدې د له منځه وړلو لپاره له دولت سره همكاري وكړي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د څار او انسجام د بورډ په پرونۍ غونډې تبصره كړې او په افغانستان كې د شويو مرستو په سمه توګه د لږولو لپاره ددغه بورډ رول خورا مهم بللې دې.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې په افغانستان كې د اداري فساد په اړه په خپور شوي وروستي راپور تبصره كړې او پدې اړه يى د افغان دولت غبرګون ته په اشارې ليكلي، چې څوك حق وايي افغان دولت او كه ملګري ملتونه؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا يوه څه څرګند بحث كړې او ددې راپور په وړاندې يى د دولتي چارواكو غبرګون ته په اشارې ليكلي، چې لمر په دوو ګوتو نشي پټيدلې.
ورځپاڼې د خپل بحث په دوام كې په دولتي ادارو كې د فساد په اړه د ولسمشر كرزي شكايتونو ته په پام سره ليكلي، چې ښه به دا وى، چې دولتي چارواكو دا راپور تائيد كړې واى او د فساد پر ضد د غوڅې مبارزې ډاډ يى وركړې واى.