غزل
37
زه د ژوند پر ستړې لاره يك تنها ځمه راځمه
خپل د يار تر كلي كوره په هوا ځمه راځمه
د وصل تر منزله دي ربات ربات سكروټي
د پانوس تر تماشې لكه بورا ځمه راځمه
مرګي مي ځوانيمرګ كړله ياغي ياغي خيالونه
له توپانه ځګ ساحل ته په ژړا ځمه راځمه
ازل مي له تيارې څخه اخيستې سرچينه ده
د اور په آئينه كي تر رڼا ځمه راځمه
نصيب مي ټيكه دار سو د ريګونو په محل كي
مجنون يمه تندي ته مي ليلا ځمه راځمه
زندګي مي د حباب رنګه يوه شېبه كي توئ سوه
لكه اوښكه د مين يم پر بېديا ځمه راځمه
خمار مي د كلونو د پيالې په څنګ كي مړ دى
د هستۍ پر كور نېستمن يمه په غلا ځمه راځمه
يو زه يم په دې ښار كي د هجران سره ملګرى
عالمه اور مي واخيست بې اشنا ځمه راځمه
۲۰۰۸/اګست/۱۲
كابل