کور / تازه خبرونه / پكتيا: د ادارو تر منځ د همغږئ غونډه وشوه

پكتيا: د ادارو تر منځ د همغږئ غونډه وشوه

( چهار شنبه د مرغومي۲۹ مه ) پكتيا مركز ګرديز ښار كي د لا همغږي او همآهنګئ غونډه شوه ، دا غونډه چي په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو چارو رياست په نوښت را بلل شوي وه د پكتيا والي جمعه خان همدرد سربيره ، ولايتي شورا غړو ، دو لتي او غير دولتي منسوبينو ، د نړيوال مرتندويو ادارو استازو ، په ګرديز كې ميشت دبيا رغاوني ټيم مشر ، د متحده ايالاتو د سفارت استازي ، قومي مشرانو او مجاهدينو برخه اخيستي وه.
په پيل كي په جنوب ختيځ زون د بهرنيو چارو ريس نور ولي حقوقمل خبري وكړي او د غونډي برخه والو ته يي ښه راغلاست ووايه ، وروسته سلاكار وزير او دپكتيا والي هر اړخيزه خبري وكړي او په خپله وينا كي يې داسي وويل : (سوله او امنيت يو داسې ستر الهى نعمت دى ، چې نور ټول الهى نعمتونه ددغه ستر نعمت په شته والي كې انسان ته په برخه كېږي. او دهمدې سولې او امنيت په شته والي كې ولسونه او ملتونه دپرمختګ اوترقۍ ستر پړاوونه وهلى شي.
موږ پرله پسې هڅه كوو، چې د امنيتى ځواكونو او دپكتيا ولايت دقومونو په همغږئ دسولې او امنيت چارې لاپسې بهترې شي،ځكه خپلسري عمليات د ولس او دولت ترمنځ واټن ايجادوي اوډيربد عواقب لري.)
همدارنګه ده زياته كړه چي (زه يقين لرم چې زموږ او ستاسې دښې هماهنګى په نتيجه كې حالات سمون مومي او دپرمختيايي چارو انكشاف، امنيت اوبيا رغاونې ته لاښه زمينه مساعده وي،په دې ستركار كې موږ ،ستاسې مرستندويه هيوادو او ادارو مرستو ته اړتيا لرو او هيله مې داده چې دپرمختيا او بيا رغاونې دچارو د چټكتيا له لارې خپلو ولسونو ته دګران هيواد افغانستان داساسي قانون اونورو لوايحو اومقرراتو په چوكاټ كې دښې حكومت دارئ په وسيله ښه خدمتونه وړاندې كړو او دهرډول اداري،اخلاقي،امنيتي او تخريبي فساد په ضد په كلكه او مشتركه مبارزه وكړو. چې په پايله كې به يې دخلكو او ولسونو باور پردولت لازيات اوله ملاتړ نه به يې برخه من شي.)
د غونډي بل برخه وال د ملګرو ملتو(يوناما) استازي وويل : مونږ تل د پكتيا ولايت كي له هغږي خوځښټ څخه خوښ يوو او دا نوي قدم هم ستايو او كه په دي برخه كي هره دنده په مونږ پوري اړه ولري هغه به په ښه بڼه سر ته ورسوو .
د پكتيا والي ښاغلي همدرد د پروژو كيفيت ته په اشاري سره وويل (كه غواړو چې هر ډول پرمختيائي پروژې مو ښه كيفيت ولري، نولازمه ده چې دويم ،دريم اوڅلورم لاس قرارداديانو ته ورنكړل شي،همدارنګه هغه پروژې چې په مركز كې يې قراردادونه دوزارتونو اومرستندويه ټولنو ترمنځ كيږي بايد دلته داقتصاد په رياست كې له ټول څرنګوالي سره ثبت اوراجستر شي ، چې دكار څارنه يې موږ او تاسې په اسانۍ سره وكولاى شو او فساد يوازې په دولتي اداراتو كې نه بلكې په ټولو مرستندويه ادارو كې په خپله ،خپله اندازه موجود دى. موږ او تاسې به ددغه ناسور په له منځه وړلو كې دهيڅ ډول خپلوئ او وطندارئ پلوي نه كوو، بلكې په هرځاى او هرچاكې چې دغه ناوړه عمل ليدل كېږي ، بايد ټول يې په ګډه مخه ونيسو).
كه څه هم پكتيا ولايت كي د امنتي ارګانو تر منڅ تر يو حده همغږي شتون لري خو دا غونډه د لا همغږي په موخه جوړه شوي وه .