کور / اسلامي / آيا الله (ج) بخښونكى، كه سزا وركوونكى دئ؟

آيا الله (ج) بخښونكى، كه سزا وركوونكى دئ؟

د پيس ټيوي د منابعو څخه.
ويناوال: ډاكټر ذاكر نايك
ژباړه: حضرت علي اغا، ميسور، هندوستان.
Email address: aliagha_143@yahoo.com

په قران كريم كې په وار- وار راغلي چې الله جل جلاله رحمن، رحيم، مهربان او بخښونكى دئ، خو برعكس دا هم راغلي، چې الله جل جلاله سخت سزا وركوونكى دئ. نو دلته پوښتنه پيدا كيږي چې ايا الله جل جلاله بخښونكى كه سزا وركوونكى دى؟
1. الله جل جلاله ډير زړه سواند او مهربان دى.
قران كريم په مختلفو ځايونو كې فرمايلي دي، چې الله جل جلاله ډير زړه سواند او مهربان دى. په حقيقت كي د قران ټول (۱۱۴) سورتونه بېله سورت توبه (۹) څخه په (بسم الله الرحمن الرحيم) (الله جل جلاله ډېر مهربان او ډېر رحيم دى)، شروع شوى دى.
2. الله جل جلاله بخښوونكى دى:
د قران كريم په زياتو سورتونو كي په ځانګړي ډول په سورة نساء (سورة (۴) ايات (۲۵) )او په سورة مايده (سورة (۵) ايات (۷۴) ) كې راغلي چې الله جل جلاله ډير بخښونكى دى.
3. الله جل جلاله د سزا وړ كسانو ته سخته سزا وركوي:
برسېره پردې چې الله جل جلاله مهربان او رحيم دى خو د هغو كسانو په مقابل كي چې د عذاب او يا سزا مستحق وي سخت سزا ور كوونكى هم دى. قران په ډېرو ځايونو كې دې موضوع ته اشاره كړې ده چې الله جل جلاله كافرانو او بې ايمانه كسانو ته سخته سزا وركوي. او هغه چاته هم سزا وركوي چې د الله جل جلاله له امر څخه سركښي كوي. قران ډول – ډول سزاګاني چې الله جل جلاله به يې په دوږخ کي نافرمانانو ته وركوي بيان كړي دي، چې د نمونې په ډول يې يوه دلته ذكر كوو. هغه كسان چې زموږ اياتونه دروغ ګڼي، موږ به ژر دوى په اور كې واچوو، او چې څنګه د دوى پوستكي وسوځي نو موږ به دوى ته نوى پوست وركوو، تر څو دوى درد وڅكي، همدغه سزا ده د سركښانو لپاره، الله جل جلاله پر هر څه قادر او عالم دى. (نساء(۴) ايات(۵۶))
4. الله جل جلاله عادل دى:
پوښتنه دلته ده چې ايا الله جل جلاله بخښونكى او كه سزا وركوونكى دى؟ يوه ډېره مهمه خبره چې بايد په ذهن كي ونيول سي دا ده چې الله جل جلا له برسيره پردې چې مهربان او بخښونكى دى په عين حالت كي هغو كسانو ته چې وړ يې وي او شيطاني كړني(كارونه) كوي سخت سزا وركوونكى هم دى. دا په دې خاطر چې الله جل جلاله عادل دى. قران دې موضوع ته داسي اشاره كوي. الله جل جلاله هيڅكله بې انصافي نه كوي حتى په ډېره ادنا او لږه اندازه . (نساء(۴) ايات(۴۰)). او بل ځاى هم فرمايي: ايږدو موږ تله د انصاف په ورځ د قيامت، نو پس ظلم او تېرى به ونه سي پر هيچا، او كه كوم عمل د سپېلني د دانې په اندازه هم وي حسابېږي به، او الله جل جلاله ښه حساب كوونكى او د بنده ګانو د اعمالو ساتونكى دى. (الانبياء(۲۱) ايات(۴۷)).
5. مثال: ښوونكى هغه زدكوونكي ته چې په ازموينه كې نقل كوي عفوه كوي…
كه چيرې د ازموينې په جريان كې يو زدكوونكى نقل كوي او ښوونكى يې هم وويني، برسېره پر دې كوم عكس العمل ښكاره نه كړي، او ووايي چې زه خو يو خواخوږى او زړه سواندښوونكى يم هيڅ پروانه لري. مګر هغه زدكوونكي چې د زحمت په نتېجه كې يې څه زده كړي وي، هيڅكله و نوموړي ښوونكې ته خواخوږى او زړه سواند نه وايې، بلكې ورته بې انصافه او بې غوره وايې. د ښوونكي دغه د خواخوږۍ عمل به نور زدكوونكي هم دې ته و هڅوي او د دې جرئت به وركړي چې په ازموينه كې نقل وكړي.كه چيرې ټول ښوونكي پدې ډول خواخوږي او زړه سواند شي او زدكوونكو ته د نقل كولو پراخه زمينه برابره كړي، نو هيڅ زدكوونكى به درس ويلو ته زړه ښه نه كړي، ځكه د ناكامۍ وېره به ورسره نه وي، او ټول به تش په نامه بريالي شي. د نتايجو له مخې به زدكوونكي په لوړه درجه بريالي وي خو د ژوند په عملې ډګر كې به ناكام او ناهيلې وي. او بلاخره د ازموينې ټول هدف به له منځه تللى وي.
6. دغه ژوند د اخرت لپاره امتحان دئ:
د دې دنيا ژوند د اخرت لپاره يو امتحان دى. قران په دې اړه داسې فرمايې: الله جل جلاله مرګ او ژوند پيداكړي دي، ترڅو تاسو وازمويي چې كوم يو ستاسو څخه د ښه كارونو كوونكى دى، او الله جل جلاله ډېر قوي او بخښونكى دى. (الملك(۶۷) ايات(۲))

7. كه الله جل جلاله ټول وبخښې او چاته سزا ور نه كړي نو څوك به يې خبره ومني:
كه چېرې الله جل جلاله ټول بنده ګان و بخښې او چاته سزا ورنكړي، نو بيا ولې بنده ګان د الله جل جلاله امر ومني؟ زه دا منم چې هيڅوك به دوږخ ته نه ځي، خو دغه دنيا به خپله د دوږخ غوندي وګرځي او دا به مالومه نه وي چې څوك څه كوي. كه چېرې ټول انسانان جنت ته ځي نو بيا د انسانانو د دې دنيا ته راتګ بې هدفه او بې مانا وو، او بيا دې دنيا ته د اخرت لپاره امتحان نه شو ويلاى.

8. الله جل جلاله هغه څوك بخښي چې توبه وكاږي:
الله جل جلاله يوازې هغه چاته چې ريښتنې توبه وباسي بخښنه كوي. قران كريم دا موضوع داسې بيانوي: -اې بنده ګانو چې پر خپلو ځانونو مو د ګناهونو د ډېروالې په خاطر ظلم كړى دى، دالله جل جلاله د مغفرت (بخښنې) څخه مه نااميده كيږئ، ځكه الله جل جلاله بېله شركه نور ټول ګناهونه بخښي (چاته چې خوښه يې وي). الله جل جلاله ښه بخښونكى او رحيم دى.
-اې بنده ګانو وګرځئ د الله جل جلاله خوا (دين ته) اود پښېمانۍ غاړه كېږدئ، د مخه تردې چې پر تاسو عذاب راشي او بيا به هيڅ مرسته كوونكى او مددګار نه لرئ.
-اي بنده ګانو پيروي وكړئ د غوره حكم (قران) چې نازل كړل شوى دى له جانبه د رب ستاسې، د مخه ترې چې پر تاسو عذاب راشي او تاسو به هيڅ خبر هم نه ياست چې د كومې خواڅخه راغلى دى. (الزمر(۳۹) ايات(۵۵-۵۳))
د توبې لپاره څلور معيارونه دي:
1. د دې درك كول چې كوم كار چې كېږي هغه ناسم (غلط) دى.
2. سمدستې هغه ناسم (غلط) كار پرېښودل.
3. په راتلونكې كې د هغه ناسم (غلط) كار نه تكرارول.
4. كه ددغه ناسم كار په سبب كوم بل چاته تاوان رسېدلى وي، د هغه جبران كول.

دا لړۍ دوام لري……..