کور / خبرتیا او پيغامونه / (خېر د پښتنو څه د پښتو لپاره غواړمه)

(خېر د پښتنو څه د پښتو لپاره غواړمه)

په ديه ارمان به مړه سو – که به ګډ په پښتانه سو

درنو پښتنو!


لکه څنګه چي تاسو ته څرګنده ده چي سوهېلي پښتونخوا د تاريخي افغانستان برخه وه او ده، خو له بده مرغه په ۱۸۹۳م کال کي د ډيورنډپه منحوسه تړون له خپل وجود څخه بېله سوه، خو له هغه دمه تر دې دغه د سوهېلي پښتونخوا خلګو خپل خپل ډول د پښتو او پښتنوالي سنګر تود ساتلی دی او دايې ټولي نړۍ ته جوته کړې چي په سوهېلي پښتونخوا کي يو دروند قام اوسېږي چي هغه افغان قام دی ځکه چي تر ۱۸۹۳م کال پوري زموږ ادبي کلتوري او سياسي مرکز کندهار و، کله چي زموږ دغه سيمه له دې مرکز څخه بېله سوه نو د سوهېلي پښتونخوا خلګو د سلو کالو مبارزې وروسته کوټه په يوه فرهنګي او سياسي مرکز معرفي کړه.


درنو پښتنو!

په سوهېلي پښتونخوا کي ايالتي او مرکزي حکومت پښتو ژبي او کلتور ته هيڅ پاملرنه نه کوي، د سوهېلي پښتونخوا ځوانان او مشران په خپل خپل انداز پښتو ژبي او ادب ته د ودي ورکولو لپاره مبارزه کوي، موږ هم د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه په کوټه کي له تېرو نهو (۹) کلونو څخه ادبي هڅې راروانې کړې او تقريباً ټوله پښتانه د پښتو ادبي غورځنګ له هڅو او برياوو څخه بلد دي .

د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړک له تېرو دوولسو کلونو څخه پر کاکړيو غاړو چي د اولس ادب يوه زخيمه برخه ده د لس زرو په شاوخوا کي کاکړۍ غاړي راټولې کړې دي او يوه مهمه څېړنه يې ورباندي کړې ده، دغه کتاب شپږ سوه (٦۰۰) پاڼي لري چي د چاپ لګښت يې د ټولني او ليکوال تر وس لوړ دی، ځکه چي پر دې کتاب درې لکه (۳۰۰۰۰۰) روپۍ لګښت راځي،د پښتو ژبي تکړه شاعر سايل صاحب وايي چي:

بيا وهم پتري سايل په خپل ټوټې ټوټې کچکول 
خېر د پښتنو څه د پښتو لپاره غواړمه


موږ د لر او بر ويبپاڼي په وسيله پر ټولو پښتنو ږغ کوو چي له پښتو ادبي غورځنګ، کوټي سره په دې کار کي مرسته وکړي.


درنو پښتنو! کله چي دغه کتاب چاپ شي لاندي ګټي به يې پښتو ژبي او ادب ته ورسېږي.

و پښتو ادب ته به په لومړي وار لس زره (۱۰۰۰۰) کاکړي غاړي وړاندي سي.
دپښتو اولسي ادب يوه ډېره مهمه برخه به له ورکېدو څخه وژغورل سي.
د دې کتاب په وسيله به په زرګونو داسي توري (الفاظ) او (محاورې) خوندي سي چي تر اوسه پوري پښتو قاموسونو نه دي نيولي.
دد دې کتاب په خپرولو سره به د  پښتو د تاريخ يو ورک څپرکی خوندي سي چي د دې کتاب په کاکړيو غاړو کي خوندی دی او د تاريخ ډېر ورک او پټ اړخونه به را څرګند او د پښتنو و تاريخ ليکونکيو ته به د يوې نوې سرچينې زمينه برابره سي.
دا کتاب به د پښتني ټولنپوهني په اړه يو ډېر مهم او په زړه پوري اثر وګرځي.

 

په درنښت

پښتو ادبي غورځنګ، کوټه ، سهيلي پښتونخوا.

ټيلفون شمېره:  ۳۰۰۹۳۸۸۱۵۰ ۰۰۹۲  برېښناليک :   lamba_g2000@yahoo.com