کور / سياسي / افغانستان يوځل بيا دنړيوال غوبل ډګر

افغانستان يوځل بيا دنړيوال غوبل ډګر

محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

ولسي جرګې په هېوادكې د وروستيو ناامنيو په تړاو ددفاع او كورنيو چارو وزيران هريوجنرال عبدالرحيم وردګ، محمدحنيف اتمراو د ملي امنيت لوى رئيس امرالله صالح ورغوښتي وو او دامنيت په   اړه يې ترې وضاحت او ددوى دچمتووالي او اجرائاتو راپور وغوښت . دې چارواكيو په يوه غږ ومنله چې سږ كال په هېواد كې دناامنۍ وزرې ډېرې  خپرې شوېدي ،دوى پر دې حقيقت اعتراف كړيدى چې مخالفين يې دومره پياوړي شوي دي چې  ماته وركول يې اوس ددوى په وس كې نشته    .
 دهېواد د لوړ پوړيو امنيتي چارواكيو لخواپردې حقيقت اعتراف چې دوى په هېواد كې د ۴۲ هېوادونو دشاوخوا ۱۳۰۰۰۰پوځيانو، پرمختللې پوځي تكنالوژۍ او پراخو لوژستيكي او اقتصادي امكاناتو په ملتيا بيا هم خپلو مخالفينو ته ماتې نشي وركولى دولت او ددوى بهرنيوملاتړو ته  داندېښنې  وړ خبر ده   . كه سړى د مخالفينو د توان او ځواك  پوتنشيال،  مادي امكانات ، تش لاس، او گرځنده ژوند  د افغانستان  له  امنيتي ځواكونو او بهرنيو پوځيانو سره پرتله كړي او بيا هم په خپله خوله  له بري څخه د دوى  دمايوسۍخبرواوري نو هماغې پيلې ته رسېږي چې ( جنګ په عقيدې او روحياتو كېږي نه په نفرو او امكاناتو) .
  د امريكا د جاسوسۍ ادارى ( CIA  )تېره ورځ اعلان وكړ چې د طالبانو شمېر چې په ۲۰۰۶ كال كې  ۷۰۰۰ وو اوس څلور چنده شوى يعنې ۲۵۰۰۰ ته رسېدلى دى،كه فرض كړو چې ددوى داوينا رښتيا ده نوبيا سړى دې نتيجې ته رسېږي  چې ياخو دطالبانو مخالف جنګېدونكى اړخ ډېر وېرېدونكى ، بې موراله  اوكمزورى دى او ياخو دلته  يوه بله لوبه روانه ده ،دلته پوښتنه پيداكېږي  چې په ۲۰۰۶ كال كې شاوخوا اتيا زرو بهرنيو او  له سلو زروډېروكورنيو  پوليسو اوپوځيانو ولې اوه زرو طالبانو ته ماتې نه شواى وركولى ؟؟كه دا اوسني ارقام ووينو چې دوى خپاره كړيدي همدا اوس په هېواد كې تريو سل  اودېرش زرو ډېر بهرني او همدومره كورني امنيتي ځواك شته دى  ، په مادرن وسلو هم سمبال دي، كشفي او   د بمبارد الوتكې ،سـټلايټ،سپوږمۍ  او ….هم لري نو بيا ولې دوى  پنځه ويشت زره  دسپكووسلولرونكيو طالبانو ته ماتې نشي وركولى.؟هغه طالبان چې ددوى په وينا په ملت كې ځاى هم نلري او ملت ترې كركه هم كوي ؟
داسې ښكاري چې ځينې هېوادونه قصداَ په افغانستان كې د ناامنۍ اورته لمن وهي. ځينى كړۍ دلته نور اهداف تعقيبوي، دلته په جګړو كې خپلې ګټې ويني. په لوى لاس د ناامنۍ او تاوتريخوالي حجم پړسوي. نه غواړي ددولت  مخالفين له منځه لاړ شي. 
 په دې وروستيو كې د هېواد شمال ته د ناامنۍ سرايت او ورسره جوخت دا خبرونه چې هلته مخالفين په الوتكو كې انتقالېږي د دې  دعوې ښه ثبوت دى.
تر دې وړاندې هم   دشمال ځينو خلكو داخبرونه وركړي وو خو  داچې دولت چپ و نو دوه احتماله دي  يا خودولت پرې غوږونه كاڼه كړي وو او پدې ټولودسيسوكې لاس لري او ياخو له بده مرغه چې  ښاغلى كرزى وروستى شخص دى چې له دې ډرامو خبرېږي،  چې دښاغلي كرزي په اړه داوروستى احتمال ذهن ته ژر تداعي كېږي .
  له نظامي نظره د قواوو توازن او بيلانس د جګړې له اوږدوالى سره غوښنه مرسته كوي  اوس دلته ښكاري چې ځينى پټ لاسونه غواړي د جګړو د دواړو خواوودځواك  تر منځ موازنه را منځته كړي يعنې  په لوى لاس داسې ملېشې  راپيداكړي چې نوم اويونيفورم يې  د طالبانو وي ، اكمال  يې دبهرنيو لخوا وشي  او دهمدوى په قومانده له دولت او مخالفينوسره   وجنګېږي   . چې پدې توګه  يوه خوا هم بلې  ته ما ته وركولى ونشي او جګړه اوږده شي، داچې افغان امنيتي چارواكيو ولسي جرګې ته ويلي چې   نه دوى  طالبانو ته ماتې وركولى شي او طالبان هم  دومره پياوړي ندي چې دوى ته ماتې وركړي داهماغه دځواك دتوازن  ذهنيت پياوړى كوي، ښايي دافغان دولت مخالفينو او جوړو شويومليشو ته هم دومره ځواك او  وخت ورنكړل شي چې افغان دولت او ددوى ملاتړي له پښو وغورځوي ، ځكه بياډرامه ختمېږي .
   اوس نو په داسې شرايطو كې د افغان حكومت ، طالبانو ، حزب اسلامي او نورو مسئووليت څه شى دى؟ اوس  ددوى  دنده داده چې حساس واوسي، د غرضي هېوادونو او كړيو منافقانه چلند درك كړي، له دې دوه مخو سياستونو سره هوښيارانه او مدبرانه چلند وكړي.
دوى بايد د نورو د ګټو قرباني نشي، خپلې ملي او ديني  ګټې په پام كې ونيسي لكه څرنګه چې  نور هېوادونه  خپلې ملي ګټې تر نورو مهمې ګڼي دوى هم بايد داكار وكړي .  د دې لپاره تر هر څه لومړى بايد هڅه وكړي چې په افغانستان كې د جګړې او اور كمپله ټوله   اوجنګ  د افغانستان له پاك حريم  څخه ووېستل .
 اوس بايدعايق  عقلونه او افكار هادي شي  ،ويده ضميرونه ټكان وخوري  دانصاف او  افغان ولس غوښتنه داده چې دواړه افغان لوري  ددسيسوپر وړاندې يوځاى  او يوموټى شي،بايدسوله راولي ،په افغانستان كې دجنګ پلمې   او دبهرنيوځواكونو دشتون توجيه ګانې  خنثى كړي.    داموخه   د بين الافغاني  تفاهم ، سولې، انعطاف، جوړ جاړي  مصلحت   او مذاكرې له لارې  ښه ترلاسه كېږي  ، دلته اوس خلك  د كبانو د نيولو لپاره او به خړ وي، خپل استعماري اهداف پلي كوي  ، د دوى  د اهدافو لپاره افغانان او افغانستان سوځوي، افغانانو  ته اهميت نه وركوي، په چارو كې يې  لاسوهنه كوي  نو دادهر افغان  دنده ده چې  افغانستان دوزلوبې دډګر له ګرځولو څخه وژغوري . نوربايد چاته اجازه ورنكړو  چې افغانستان  دخپلو  شوموموخو قرباني كړي او  د ستروښكيلاكي هېوادونو دپټواوښكاره جګړو  ډګر يې وګرځوي.
نوربايد له زه او ته تېرشو كه نن مو داحساسيت درك نكړ نوسبا به نه ته يې او نه زه .هغه مرغيودجنګ او د پيشودخلاصون خبره به وي .