غزني: امريکايانو څلور کسان وژلي او له ځانه سره وړي دي

د لراوبر اداره | جنوري 21st, 2010


د غزني ولايت د قره باغ اوسيدونکو په وينا چي تېره شپه يې پر سيمه بهرنيو پوځيانو د دوو ماشومانو په ګډون څلور کليوال وژلي او د هغوی جسدونه يې له ځانه سره وړي دي .

له کابله زموږ همکار حاجي خان وايي چي د غزني د قره باغ اوسيدونکي د احتجاج په توګه  نن سهار په موشکي سيمه کي د کابل کندهار پر سړک ټيرونو ته اور واچاوه او دا لويه لاره يېد لنډ وخت لپاره د ترافيکو پر مخ بنده کړه .


زموږ د همکار په وينا د غزني د امنيې قومندانۍ چارواکي پېښه مني خو ادعا کوي چي وژل سوي کسان وسلوال مخالفين وو .


بله خوا د ناټو او ايتلافي ځواکونو لخوا په يوه تازه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي پوځيانو يې د غزني په قره باغ کي د عملياتو په ترڅ کي څو جنګيالي وژلي او يو يې ژوندی نيولی دی . خبرپاڼي د وژل سوو شمېره نه ده ښودلې .

Copyright Larawbar 2007-2024